د مالټز ۲۱ ورځنی د او پارکینسن اسانه قانون

د مالټز ۲۱ ورځنی د او پارکینسن اسانه قانون

ژباړه: نجیب احمد عزیزي

یوازې ۲۱ ورځې زحمت، ستاسې راتلونکی ژوند ټول سمولی شي.
له خرابه عادته د لرې کېدو اسانه قانون

که له کومې داسې چارې په عذاب او په کولو یې نارامه کېږئ. په ساده ژبه ورباندې روږدي یاست، د مالټز یا ۲۱/۹۰ قانون ته ځان داخل کړئ.
دغه ۲۰/۹۰ ورځنی مزل مو خپل منزل ته یوازې په دې لنډو ورځو کې رسولی شي. د مالټز په خبره، بلکې د هغه کړنه موږ سم لاسي پر دې لنډه اسانه لاره د بریالیتوب تر پوړونو رسوي؛ نو تاسې هم په دې ۲۱ او ۹۰ ورځنۍ دوره کې خپلې موخې، ارمانونه یا ناسم عادت پرېښودو ته د دې ورځو، خو په مهمو چارو یې ولګوئ چې حرکت مو برابر خپل منزل ته رسېدلی وي.
۲۱/۹۰ قانون تاسې پر دې برلاسي کوي چې یواځې په ۲۱ ورځني پړاو کې له ځانه ناسم عادت لرې او پر ځای یې غوره کړنچاره ځای پر ځای کړئ، البته ۹۰ ورځې وروسته به مو د ژوند په طریقه کې خورا ښه والی، بدلون راغلی وي، ممکن نړۍ ته له یوې بلې دریڅې وګورئ مثلاً د ځان او راتلونکي په هکله مو نظر، چلند او فکر بل ډول و، خو اوس، هره شېبه درته ارزښتناکه ده چې د غوره پانګې او ستر نعمت په نظر ورته ګورئ.
ښایي د نړۍ او ځان په هکله مو دغه قانون فکر او چلند ارزښتمن کړي؛ نو له دغه قانونه خبرتیا تر ټولو غوره لاسته راوړنه ده څومره ژر چې کېږي، هر ځوان/پېغله، بلکې د هر عمر لپاره ځان ـ ځان ته مهمه ده.
ځینې کسان په دې اند دي چې “تلپاتې” به روغ، له هر انسان سره د “ابد” کلیمه په تېره بیا که یو کار اسان هم وي فطرتاً انسان ته ځورونکی ښکارېوي، ځکه له دایمي والې هر څوک تنګېږي.
مالټز ځکه دغه قانون پر ځینو لنډو مالومو ورځو کې را نغښتی چې یواځې او یواځې ۲۱ ورځې د ناسم عادت او بیا ۹۰ ورځې د بدلون لپاره راغلې دي، بس.
په دې مالومو ورځو کې احتمال ستاسې اوس او راتلونکی ټول ژوند روغ او له جنجاله وتلی وي، بلکې له خپل ژوند سره لاس و ګرېوان نه یاست چې هر ځل خپلې ستونزې پر ټولنې ور اچوئ.
کېدای شي د هغه چا لپاره دا ډېره هېښناکه وي چې تازه په تازه یې د ښه والې پر لور حرکت پیلوي؛ نو ممکن دغه خبره ډېره ورته جالبه وي چې په دومره لږو ورځو کې یې ژوند ښې خوا ته بدلېدای شي. د همدې دلیل پر اساس وایو چې ۲۱/۹۰ قانون خورا ګټور دی او په زړه پورې دی. دغه تګلاره هغه د دې جوګه ګرځي چې لومړۍ ۹۰ ورځې مو ښه والی په تېره بیا په ژوند کې ارامتیا، روغتیا حس کړئ.
د هر انسان کړنې چې ډېرې ګډې وډې شي بېخي هرڅه پرېږدي له همدې ځایه یې ناکامي او له ژونده د بېزاره کېدو مفکوره پیل شي، که چېرته هر څه پر وخت او منظم وي نه یواځې پر کار، بلکې د انسان پر رواني روغتیا، جسمي هوساینې هم ښه اغېزه کوي. کله چې ۲۱/۹۰ ورځې تاسې شمېرئ د ځان لپاره یې مهمې وبولئ، یواځې ۲۱ ورځې له تاسې خراب عادت لرې کوي او ۹۰ ورځې مو هغه شېبې هم لري چې تاسې نوې او ګټورې چارې په یو هیجان او انګېزه سرته رسوئ. د تېر په څېر کار درته پېټی نه ښکاري، بلکې په نړۍ کې ځان تر هر چا ستر خدمتګار او ښه بدلون راوړونکی درته ایسي.
یواځې ۹۰ ورځې نه، آن راتلونکی ټول ژوند مو په نوي مسیر کې له ښېګڼو او لاسته راوړنو ډکېدای شي.
دغه راز د پارکینسن قانون یادونه هم کولای شو. د پارکینسن ۷ تخنیکه هم د پاملرنې وړ دي چې پر بنسټ یې له وخته ښه ګټنه وشي، په هرڅه کې تعادل ـ منځلارې ډېره ګټوره ده، تعادل د انسان ټول ژوند ورته ماناداره، دغسې هرڅه اسانه کولای شي، همدارنګه ښه ژوند ته د رسېدو کیلې هم ده. د غوره ژوند لپاره هرڅه منظمولو ته اړتیا ده، باید لومړیتوبونه مو مالوم وي دغه رنګه د ور رسېدلو لارې یې هره یوه راته څرګنده وي که چېرته مو خپل کارونه او مهم اولویتونه ځان روښانه کړل، ورو ورو به د ژوند ارزښت درته زیات شي؛ نو لومړیتوبونه پېژندل د کامیاب او ښه ژوند یو راز دی.
دوه سببونه د منظم و معتدل ژوند لپاره ډېر د پام وړ دي، اول دا چې تر ټولو مهم لومړیتوب ځانته در مالوم کړئ، سربېره پر هغه درناوی او ارزښت درته ولري. دویم سبب دا چې انسان ډېر کله د خپلې ستونزې په هکله ناسم باور او لیدلوری لري، دی له داسې زاویې خپل مشکل ته ګوري چې ګواکې هیڅ حللاره نه لري، باید د ستونزې په هکله مفکوره بدله کړي.
د ستونزې د حل په اړه دا وینا ډېره ښه ده: ” د هغه بېچاره غاړه سختو دردونو ونیوه، خو له عملیات پرته روغ شو”.
له دې جوتېږي چې مشکل که هر څومره لوی وي، د هغه په هکله زموږ مثبت او د حل مفکوره باید زیاته وي. ښایي ځینې کسان د وړو وړو ستونزو په هکله ډېرې لویې منفې زاویې او لیدلوري لري چې په پایله کې یې ژوند کشمکشونو ډک او له هغو د راوتو لاره ورکه کړي.
د غوره او ماناداره ژوند لپاره که تعادل ته اړتیا ده باید څو کارونه وکړئ.
۱- لیسټ جوړ کړئ
د ژوند هغه چارې چې ستاسې ډېر وخت و انرژې نیسي، ویې پېژنئ او ارزونه یې وکړئ، ځانته یې مالومه کړئ چې د ژوند کومه چاره مو نیمګړې یا در څخه بې چتې شوې، بېرته یې اصلي حال ته راولئ.

۲-رښتینې اوسئ
څو پوښتنو ته په صداقت ځواب ورکړئ “اوس زما افکار او احساسات څه ډول دي؟ څنګه یې پرېږدم؟ د اصلاح لپاره یې څه وکړم؟ که ښه موکه په لاس راغله زما غبرګون به څه ډول وي چې ښه او ځانګړی کار وکړم؟ دا پوښتنې مو له دننه انګېزه راپاروي، څو رښتینی ځواب او د خلاصون لاره ومومئ، په تېره بیا که پر یوه داسې کړنه روږدي یاست چې د نورو پر خبرتیا او موجودیت کې سخت ورباندې شرمېږئ او ځورېږئ.
له روږدتیا او له خرابه عادته د خلاصون لومړی پیل خپل وجدان دی چې هیڅکله درواغ نه مني، باید تل رښتیا راڅخه واوري، دغه د سمون پیلامه ده.

۳- پر شپږم حس مو باور ولرئ
ممکن تاسې ځینې چارې ډېرې اسانه او ښې سرته ورسوئ، خو دا درته مالومه نه وي چې له کومې یې پیل کړئ څو مو ژوند لا روښانه شي، که څه هم دغه کار لږ سخت دی؛ مګر دلته له خپل شپږم حسه کار واخلئ! هغه به مو دا مرسته وکړي چې تر ټولو په زړه پورې چارې ته مو پام زیات او یا یې د ګټورتوب ساحه دروښيي، مثلاً ځینې کارونه چې اوسمهال درته سخت دي کېدای شي شپږم حس یې راتلونکی ګټورتوب او ارزښت تاسې ته مالوم کړي؛ نو دغه حس زموږ د لرلید او ارزښتونو لپاره مهم دی.

۴- مهالوېش جوړ کړئ
د کارونو منظمول، پر وخت هر یو کار کول په مهالوېش پورې تړاو لري. دا نه یواځې چې د وخت په ارزښت مو پوهوي، سره له هغه د هر کار د ترسره کولو لپاره مو فکري قوه و تمرکز لا زیاتېږي. کېدای شي د هر کار لپاره بېلابېلې د حللارې او ګټورتوب همداراز دا اسانه سرته رسولو لنډې لارې ذهن ته راشي. د مهالوېش جوړول اسان دي، خو بریالي خلک بیا ورته ژمن هم دي.

۵- د تکړه خلکو لاسنیوی وغواړئ
بدلون اسان نه دی؛ مګر ناکامي هم هر ځل نه شته، البته انسان تل د نورو مرستې ته اړ دی، مهارت دا دی چې موږ د خپل لاسنیوي لپاره څنګه کسان انتخابوو؟! له کورنۍ، خپلوانو، دوستانو، خپلو ملګرو هاخوا زموږ نورې چارې له څنګه ملګرو سره تړاو لري چې هغه په دې برخه کې ښه ګټور راته ثابتېدای شي، مثلاً څوک اسانه لاره راته ښيي، څوک مو مالي ملاتړ کولای شي، ځینې ښه مشوره و انګېزه را کولای شي، همدارنګه د خپلو ستونزو او چارو له کارپوهانو مشورې باید وغواړو، له دې سره مو ذهني چمتووالی او بدني انرژې خپلو هدفونو لا زیاتېږي.

۶- خوشاله او تفریحي وختونه
انسان باید په اوونۍ کې یوه ورځ وزګاره ولري، تفریح کول انسان ته دویم ځل ذهني انرژې ورکوي، خوښېږي، ارامېږي. سربېره پر هغه داسې کارونه هم شته چې ځینو کسانو ته په زړه پورې وي، ذوق یې لري او په کولو یې انرژې اخلي. خوشاله شېبې او کارونه د ژوند یو تعادل دی چې ځان ته یې مالوم کړو.

موخې مو په ځیرتیا و دقت وټاکئ
۲۱/۹۰ قانون پر عملي کولو سېوا، د ښه ژوند لپاره هغه لوري چې هدفونه مو ورپورې غوټه دي او ژوند مو در روښانه کوي، په ځانګړې توګه داسې مهمې موخې چې زیاتې درته ارزښتناکې وي پنځه ځانګړنې باید ولري.
خاص وي، سنجول کېدای شي، لاسته راوړنه یې شونې وي، واقعي له ژونده سره مو تړلې وي او د پیل و پای نېټه یې مالومه وي.
تر هرڅه لومړی مو باید هدف څرګند وي، د مهمو موخو لپاره شپږ پوښتنو ته “هو” ځواب ولرئ: څه شی؟ چېرته؟ څنګه؟ څه وخت؟ له چا سره؟ ولې؟
دغه هدفه ته په رسېدو کې ستاسې لپاره کوم چا ته اړتیا شته؟ کوم کار وکړئ چې موخې ته ورسېږئ؟ دغه هدف چېرته ترسره شي؟ کوم مهال اړین دی چې لاسته راوړنه یې شونې وي؟ دې موخې ته په رسېدو کې څه شي ته اړتیا لرئ؟ ولې دا موخه درته مهمه ده؟
هدفونه مو باید د سنجونې او اندازې وړ وي که موخې اندازه کولای شئ، ګټورتوب یې لا زیاتېږي، همدارنګه د پرمختګ اوسنۍ کچه درته څرګندوي، کله چې مو د پرمختګ لېول زیات و، روحیه و انګېزه مو لا قوي کېږي، هلې ځلې مو د ستړیا پر ځای خوشاله کوي.

۳- لاسته راوړنې وړ وي
دا مو تل په یاد وي چې هدفونه مو باید واقعي او د لاسته راوړنې وړ وي. موخې چې واقعي وي ورځ تر بلې ور رسېدل او لاسته راوړل شونې کېږي. همدارنګه واقعي موخه د دې فرصت راکوي چې له موجوده قواوو او سرچینو ښه ګټنه وکړو، څو موخې ته اسانه ورسېږو.

۴- واقعي او له ژوند سره تړلې وي
پر دې باید ډاډه یاست چې موخه مو ستاسې له ارزښتونو سره تړلې او هاغه څه وي چې تاسې یې رښتیا غواړئ، که مو دغو لاندې پوښتنو ته غبرګون د زړه له تله “هو” و، بیا نو امکان لري هدفونه مو واقعي وي، په ټاکنه کې یې هم تېروتلي نه یاست: ایا دغه هدف ارزښتناک دی چې لستوڼې مو ورته رانغښتي دي؟ ایا اوس د دې نېټه و موکه سته چې کار ورته وکړم؟ دغه موخه زما له نور ژوند او غوښتنو سره پېیلې ده؟ دا هدف زما لپاره مناسب دی؟ دغه موخه زما له کورني ـ اقتصادي او ټولنیز پلوه شونې ده؟

۵- نېټه او وخت ټاکنه
هره موخه باید له پیله تر پایه بیا تر لاسته راوړلو مالومه نېټه ولري. وخت ټاکنه مو هدف ته د رسېدلو تمرکز، بدني انرژې لا زیاته په کار اچوي، که هدف او وخت یې مشخص نه وي، لومړیتوب مو ټکنی او د تمرکز ساحه مو ګډوډېږي.

Back to top button