د روغتيا نړ‌ۍ‌وال سازمان: افغانستان کې د شري ناروغي زياته شوې ده

 د روغتيا نړۍ‌وال سازمان وايي، په افغانستان کې د شري په ناروغۍ اخته ماشومانو کچه بيخي زياته شوې ده.

د‌ روغتيا نړۍ‌وال سازمان په تازه څرګندونو کې ويلي، چې په افغانستان کې د شري په ناروغۍ اخته ماشومانو کچه په بې ساري توګه زياته شوې ده.

د ياد‌ سازمان د معلوماتو پر بنسټ، روان ميلادي کال شاوخوا ۴۳ زره افغان ماشومان د شري په ناروغۍ اخته شوي دي، چې له دې شمېرې یې ۲۱۴ ماشومانو خپل ژوند بايللی.

دغه سرچينه زياتوي، هغه ماشومان، چې مړه شوي دي، ۹۷ سلنه يې د پنځو کلونو کم عمره وو.

د روغتيايي کار‌ پوهان بيا د‌ شري ناروغۍ لامل په هېواد کې د کورنیو ناوړه اقتصادي وضعیت او ماشومانو ته د واکسين نه تطبيق په ګوته کوي.

ډاکټر حبيب الله نوري په دې هکله پنجره ورځپاڼې ته وویل: شری يوه ويروسي او انتقالي ناروغي ده، چې د هوا په ګرمېدو سره پيدا کېږي او په هغو ماشومانو ډېره اغېزه کوي، چې د بدن معافيت يې کمزوری وي او په سمه توګه سالم خواړه ورته نه رسېږي‌.

نوموړی وايي، چې افغانستان کې اوس مهال اقتصادي وضعيت خراب دی او طبيعي ده، چې دغه وضعيت په ماشومانو هم بد اغېز کړی دی.

دغه راز ډاکټر نوري زياتوي، چې د شري د واکسين نه تطبيق په صورت کې هم ماشومانو ته ياده ناروغي پيدا کېږي. د‌ ده په وينا، شری يوه وژونکې او خطرناکه ناروغي ده او که په خپل وخت يې درملنه ونه شي؛ نو پرې اخته ناروغ به ډېر ژر خپل ژوند له لاسه ورکړي.

دغه راز روغتیایي کار پوهان وایي، چې د شري په نښو، نښانو کې د مخ، غاړې، مټو او د بدن بهرنی پوستکی سوروالی پیدا کوي او کوچنۍ، کوچنۍ دانې پرې راخېژي، ناروغ بې هوښه کېږي او ډېر ځل د ستړيا احساس کوي‌.

د انتاني امراضو متخصص ډاکټر شريف الله دوست وايي، چې د شري ناروغي له يو ډول ویروس څخه پیدا کېږي، کوم ځانګړی او بشپړ علاج نه لري، که چېرې ورته سمه پاملرنه وشي؛ نو ناروغ په کور کې هم ښه کېږي، خو غوره لاره يې دا ده، چې ماشومانو ته د شري ضد واکسین ترسره شي، څو په راتلونکي کې مو د داسې ناروغۍ مخنيوی کړی وي.

همدارنګه ډاکټر دوست ټینګار کوي، چې د شري د شدت کمولو او د ژر ښه کېدو لپاره د ځان پاکوالي ته بايد ځانګړې پاملرنه وشي، ماشومان بايد هره ورځ څو ځل په پاکو اوبو ومينځل شي او همداراز د‌ هرې ورځې په جریان کې حتمي ده، چې پاکې جامې ورته ور واغوستل شي.

د روغتيا نړۍ‌وال سازمان د وروستيو څرګندونو په هکله د هېواد روغتيايي سکټور کارکوونکو هم اندېښنه ښودلې، دوی وايي په افغانستان کې يې د شري ناروغۍ داسې څپه هېڅکله نه وه ليدلې.

د يادونې ده، چې څه موده وړاندې دغه سازمان په افغانستان کې د روغتيايي خدماتو په مرکزونو کې د روغتيايي توکو د کمښت خبر هم ورکړی و.

Back to top button