بل نور

بل نور لیکنه صهیب راوي:

“بل” په پښتو کې له ناڅرګندو یا مبهمو نومځریو څه ګڼل کیږي. پوهاند رښتین یې په اړه وایي:” یوازې د مفرد لپاره راځي او ښځینه جمع یې( بله، بلې) ده. په پښتو ګرامرونو کې چې پر نومځریو څه بحثونه شوي، په ټولو کې یې د بل / نور په تړاو څه ځانګړې یادونه نه ده کړې.
نور چې اوښتې بڼه یې ( نوره) ده، د بل نومځري ډیر ګړی حالت ښیي، د انګلیسي د Other او د پارسي د (دیګر) انډول دی.
نور که په یوه جمله کې تر یو نوم مخکې راشي، د ” دیګر” یا other مانا ښندي او د یو نوم ډیر ګړی حالت ښیي؛
بېلګه: نور خلک دا کار نه خوښوي.

خو که همدا نومځری تر یو نوم وروسته راشي بیا د دیګر نه، د انګلیسي د Not any more په معنا راځي چې پښتو یې ” بیا” ویي ته نژدې ګڼلای شو.
مثلآ: زه نور دا کار نه کوم.
یا خلک به نور دا کار ونکړي.
په دې بېلګو کې نور تقریبآ د ( بیا) په معنا راغلی او معنا یې دا ده، چې وړاندې مې کوم کار کاوه، بیا یې نه کوم.
خوشال بابا وایي:
زما پلار په ګور یې نور شه
یو رښتینی و هر ګوره

بل د خپل عزت دپاره
تیر تر سر و تیر تر کوره.
په دې بیتونو او اکثرو نورو لیکنو کې “بل” تر “یو” عدد وروسته راځي، یو ځینې وخت صفات هم جوړوي او د مختاړي دنده سر ته رسوي. د بېلګې په توګه؛ یو وزری صفت هغه وخت وایو، چې یو څوک یوازې وي او څوک خواخوږی ونه لري.
په پورتینو بیتونو کې “بل” د یوې ځانګړنې چې رښتینولي ده په دوام د یوې بلې ځانګړنې چې عزت دی، د بیان لپاره راغلی دی.
زموږ لیکنۍ ژبه کې “نور” تر “بل” وروسته راځي او ناڅرګندې چارې را په ګوته کوي.
بابا په ورپسې بیت کې وایي:
یا ګټل یا یې بښل وو
چار یې دا وه، نه وه نوره. (۶۵۰ مخ)
په دې بیت کې د “نور” اوښتې بڼه راغلې، چې د نورو یعنې له ګټلو او بښلو پرته چارو څرګندونه کوي او د پارسي د “دیګر” مانا ښندي.
موخه یې دا ده، چې زما پلار دومړه میړنی و، چې یا یې خپل انتقام اخیسته او یا یې بښنه کوله او د بې ننګۍ څه چارې یې عادت نه وې.
په کلاسیک ادب کې خوشال بابا د دغو دواړو مبهمو نومځریو په کاریدنګ کې تر نورو مخکښ دی.
په یو لوی شعر کې چې د احمق سړي خویونه بیانوي، تر اخر د ” بل ” نومځری کارولی.
بل هغه سړی احمق بللی بویه
چې پاړو شي د لړمو، د مارونو ( تر پایه)

نور عالم یې واړه وار په وار په ځان میین کړ
اوس په شین شین پرهیز ګار لره ور درومي.
په دې بیت کې “نور” تر عالم ویي وړاندې راغلی او وایي زما یار له پرهیزګارو پرته نور عالم پر ځان میین کړ، خو اوس د همدې موخې لپاره پرهیزګارو پسې ور درومي.
د هندي سبک سرلاری شاعر کاظم خان شیدا رح وایي:

نور به څه په بل دښمن وباسم توره
په خپل تیغ د ځان خونریز لکه سحر کړم.
دلته نور ناټیک یا مبهم نومځری د ( بیا) یا Not any more په معنا کاریدلی دی.

نوټ: کال وړاندې استاد اجمل ښکلى په همدې سرلیک یوه مقاله خپره کړې وه. بیا ما هم هماغه مهال وغوښتل، چې پر بل/ نور یو څه ولیکم، خو له تاسې سره په ځنډ شریکه شوه.

Back to top button