غمیزه: مولانا پیرمحمد کاروان

غمیزه

د یوې ماشومې
شاګردې اوښکې
چې له رنجو ډکې وې
د رسامۍ د کتابچې پر یوه ګل پرېوتې
یوه بلبله راغله خیال یې د شبنم پرې وکړ
چې په مښوکه کې یې ورو، واخیسته
له رنجو ډکه اوښکه
لکه د برګې مرغلرې په څېر
له یوې ټپي تتې رڼا ډکه وه
څه له غوغا ډکه وه
په لېونۍ مینه د علم له سودا ډکه وه
بلبلې ستوني ته کړه تېره اوښکه
دا له ماشومې پاتې هېره اوښکه
کولپ شوې په ټپه د بلبلې نغمې ودرېدې
د ګلابونو د نرګسو پر مخ
پرخې تڼاکې شوې پر پاڼو تغمې ودرېدې
په کړوپه ملا یې تر څنګ
د یوې بوډۍ زړې سنځلې وږمې ودرېدې.

Back to top button