پېغله څېره
مومند محمدي اڅړ
له ماشومتوبه مې په خیال کې یوه پېغله څېره ګرځي؛ دنګه ښایسته پوزه او سرې نازکې شونډې یې دي. هغه تل بوخته وي؛ هېنداره یې مخې ته ایښې وي او خپلې تورې زلفې ږمنځوي، نازک کمیس یې د وېرېدلي ماشوم په څېر په تنکیو اندامونو پورې نښتی وي او پر غټو تورو سترګو یې وار په وار مدهوښه لېمه راړنګیږي او بیا پورته کیږي.
زه په نړۍ کې وګرځېدم؛ کلي مې ولټول، ښارونه مې وپلټل، کوڅې مې ګز او پل کړې، بازارونه مې پسې وکتل، غرونو ته ورپسې پورته شوم، ځنګلونو ته ورپسې ولاړم، د دښتو په بانډو کې مې یې پوښتنه وکړه خو دا پېغله څېره مې پيدا نه کړه.
د سمندر پر غاړه ستومانه ودرېدم، د څپو د شور له سندرو سره یو ځای نڅاګرې سمندرې ښاپېرۍ راغلې ورته ومې ویل:
– ایا هغه پېغله څېره د سمندر د تل په سلطنت کې اوسي چې زما د خیال په هنداره یې تصویر ترسیم شوی؟
هغوی سرونه وخوځول او ویې ویل:
– موږ ستا د خیال پر هېنداره ترسیم شوی تصویر لیدلی، دا پېغله څېره په سمندرونو کې مه لټوه، هغه هلته نشته!
زه د نهیلۍ له اوښکو ډکې سترګې د سمندر پر غاړه پر شګو نسکور شوم او اسمان ته مې مخ کړ، د اسمان د کلیو ماشومې پرېښتې مې په ننداره وې، ورته ومې ویل:
– ایا تاسو زما د خیالونو په بازار کې یوازېنی پلورل کېدونکی تصویر لیدلی چې زما د آهونو په وسیله یې بولۍ کیږي او بیه یې زما د اوښکو سکې دي؟
ماشومو پرېښتو په غمجنو سترګو دواړو لورو ته سرونه وخوځول او د وریځو په کنډوکو کې ورکې شوې.
ما تل دې تصویر ته وکتل، ما یې ستاینه وکړه، ما ورته ترانې وویلې، زه یې سندرغاړی شوم او شاعر یې شوم.
پېغله څېره مې کله هم پيدا نه کړه، خو د هغې انځورګر مې پيدا کړ. زه غواړم پوښتنه ترې وکړم چې هغه چېرې ده، هغه د کومې پاچاهۍ شهزادګۍ ده او د کوم بڼ ګلاب دی؟
زه به ضرور دا پوښتنه ترې کوم، زه پوښتنې ته خوله جوړه کړم خو نشم کولی وپوښتم، بیا هم پوښتېدلو ته شونډې راغونډې کړم خو بېرته ویړې شي…
دا ولې؟
نه پوهېږم… خو زه به ضرور دا پوښتنه ترې کوم.