د يوې کره پښتو لپاره منډې ترنډې
ليکوال: پوهاند زيار-۱۱مارچ۲۲
په زړه کې مې تلمېشت پوهيال اوفرهنگيال
عبدالکريم بريالی دې تل بريالی اوسي!
[ د يوې -کره پښتو لپاره منډې ترنډې]
مابه وبښې چې نژدې اوه کاله کېږي، په(پټې خزانې) پسې دويم (د پښتو ادب حال و قال) پنډوپېړ ښکلی او گټورکتاب دې راستولی، خو له ډېرو څېړنيزو بوختياوو له لامَله يې دکره کتنې جوگه شوی نه يم.دا دی اوس د وياړلي شينواري بابا په خبره: [حمزه سفر که د حجاز وي نوهم/ زه د پښتون له قافلو سره ځم] اوبيايې د پليوني (طو فان) [هسې رنګه مې ايمان دی په پښتوکې/ لکه څنگ چې مې پښتو ده په ايمان کې] او ځينو نورو غوندې تاد يوه رښتيني پښتون- مسلمان په توگه زه په خپلو دعاگانو له هسې بې ځايه غځولې ناروغۍ ځنې د دويم ژوند جوگه کړم. نو مټې اوس مې ټينگه او ترينگه وپتېيله، سولگر (کمپيوټر=پارسي رايانر) ته کېنم کتاب مخې ته کېږدم. له دې سره سره يې بيا هم يو لنډ جاج واخلم او تر ډېره يې پرما رالورولې ارته بيرته ليکنه راوڅرخوم:
-زما پر اند د کتاب سرليک(عنوان) داسې غوره اېسېده[د پښتوادب حال اوقال]، يو څه کره او نږه: [د پښتوادب حال ټپال] او ياهم [د پښتو ادب لوړې ژورې]…
-په کتاب کې ډېری راغلي ليکوال او شاعران پېژنم او ډېر ښه دې ارزولي دي. په دغه لړ کې مې ۰ امين اله داودزي، نه په خپله سيمه(چارسده روډ) او نه په کوهاټ، ځنگل خېلو، لاچۍ ټرۍ (ترۍ- اسداباد)… کې ليدلی چې تر ارواښاد ايوب صابر او ځايناستی رومانشا رومان را روسته يې، د ازاد (بېقافيه موزون)، او لاترې دوه گامه وړا ندې سپين(بېوزنه او بېقا فيه) او ان منثورشعره رسولې چې له فورم و پيغام پلوه يې د خيبر پښتونخوا او څه ناڅه ستاسې سوېلي پښتونخوا پرکچ، په پوره مانا زما لار پرمخ اخېستې بې له دې چې زما بدلمېچ يا شعري بېلگې ورسېدلی وي؛ غني خان بيا لکه زموږ برنيو ځوانانو موزون او ناموزون يا(ازاد او سپين ) سره اخښلي راخښلي دي چې سندرغاړي يې د زړه په زور را انگازه کوي، هغه هم د هماغې يوې شعري ټوټې د بېلابېلې مسرو او بيتونو لپاره بېلابېل طرزونه پرکار واچوي، لکه واخلې سردارعلي ټکر!
زه بره خوا ډېرو زما کره کتنه په ( ژبپوهنيز) (لنگوېستيکال کرېتيک) ډول کې را وستې ده. نوکه تا اجازه راکړی وای، په همدې پلمه به مې ستا دا کتاب او نور هم تر ليکنی معيار اوسبک و سټايل لا ندې نيولي ول. ځکه موږ ته (اساسي قانون) پارسي دويمه رسمي ژبه پر گوته کړې، خو د څه له پاسه دا يوه پېړۍ له امان اله غازي را نيولې تر غويي انقلابه له تربرې ژبې سره د يو برابر کارونگ دومره جوگه شوې نه وه، دپوهې او فرهنگ له اړخه په هر ډول د ايراني پشتوانې له لامَله ناشونې ده ، خو زموږ شپېته کلن پرلغښتي يامنسجم(سېستماتيک) غورځنگ چې ټولې هاندوهڅې مو له تر برې خو برلاسې پارسي ژبې سره د يو برابر کارونگ د سيالۍ په موخه يوازې پر ((ژبپو هنيز )) ملي او سوله ييز غورځنگ (تحريک) را څرخولې دي، لږو ډېره دسيالۍ برابرۍ جوگه شوې او هيله ده، ځينې پښتو مين طالب چار واک راسره د پښتو ليکدودي يووا لي په نامه زموږ د پرېکړو د لاښه ترا مننې او دود ونې په موخه چې د اکا دمۍ د ژبپوهنې مشرسلاکار(سېنير اډوا يزر) په توگه زما تر لارښونې لاندې په تېر کال دوه کې ترسره شوې دي، يوه سراسري اعزازي لوجرگه د شمال او جنوب د اکاد ميو او ور سره ورسره ستاسې په څېر د پوهې او فر هنگ نور ازاد پښتو مين ليکوال او څېړنوال کا بل ته را وبلي!
خود انگرېزي لاسجوړي هېواد اوبيا تر راتپلې بېلتون کرښې در اخوا له دوه سلنې (فيصده) ويونکو سره د در تپلې (ملي-رسمی اردو) پر وړاندې تاسې ته د خپلې پښتو برخې سيالي ځکه ناشونې ده چې آرياني ژبپوهان يې په دودو(معمولو) ژبو کې نه شمېري، بلکې (هيبريد) او(پتوا) يې بولي،که نه د مسيد پښتين او دوړ پښتني غورځا وڼو غوندې له تاسې هم د ورته پښتو ژبې غورځنگ هيله کېدای شوه؛ خو چارناچاره خپله تاريخي سکه پښتو مو له واخانه تر بولانه له ميليونونو ويونکو نه، هغه هم، په ناگاهانه تو گه د همستاسې ليکوالو څېړنوالو په لاس ورځ تر بلې لرې کوي اوله ځان سره يې همرنگوي، په نورو ټکو، پر ورته هيبرېډ او (پتوا) يې بدلوئ. داچې شعري پښتو يې دومره نه ده اغېزمنه (متأثره) کړې، يوه ځانته څېړنه پلټنه غواړي!
پر نړيوال کج دا دهرچا رښته (حق) او پازوالي (مکلفيت) دی چې له ژبپوهنيز پروسيجر يا چلندلارې سره سمه يوه- يوازنۍ کره ليکنۍ بڼه رامنځته کړي او وکاروي:
که ته يو لوی سمندر لکه اکسفورډ يا وېبستر ډېکشنري تر کتنې تېره کړې، (نه د قلندر- صحرايي درياب چې هسې يې په وارينټونو پړسولی)، له لويه سره څلورگونې وييپانگه(ووکابو لري) به دې مخې ته راشي: (۱) ارکاييکه (زړه) ان د شېکسپير او د منځنۍ لاتين،(۲) ژوندۍ يا ورځنۍ کارېدونکې کړدودي وييپانگه،(۳)نوې رغولې پا نگه (نيولوجېزمونه) او هله (۴) مه پورپانگه يا وامواژه ها(فارنېزمونه). په دې توگه، په کارده، موږ هم يوه پښتو-کره پښتو ليکلار له څلورگونې پانگې سره ولرو!
په نورو ټکو:
زموږ پښتو بويه د نورو دوديالو(مهذبو) ژبو په څېرله پښوييز او رغاونيز (گرا مري او ساختاري) او بيا ليکدودي پلوه يو رنگي ولري او د وييپانگې (لغوي) پلوه رنگارنگي. نو له دويمې سرکاري پارسي ژبې سره موږ د پښتوهمدا ژبپوهنيزه سيالي را خېستې ده؛ له دې پرته به هېڅکله هم د يوبرابر کارونگ رښته ترلاسه نه شي کړای!
د يورنگۍ بېلگه، لکه د(ورسېدو-ورسېدلو-ورسېدئ- ورسېدلئ أورسېدو…) پر وړا ندې (ورسېد) او دليکدودي يووالي بېلگې، لکه د پارسي (بود) انډولونو( و، ؤ…) پروړاندې يو کره(وو) يا يې د(بودند) ناکره انډولونو(وو، وه، ؤ…) پر وړاندې يو کره (ول)، د (ياگانو،،او داسې نورو خپلواکو (واوېلو). رنگارنگ ليکدودونه درواخله!
که ورسره بيا د څلورگونې وييپانگې(ووکابولري) انډول (بيلانس) په پام کې و نه نيسو، د ژبپوهنې شمارگرو (ستاتېستيکشنانو) په گروهه،لکه د بلې هرې ناکره ليکنۍ ژبې غوندې، د پښتو پا يښت هم له پوښتنې سره مخېږي، لمړی، لکه وار له مخه چې ورته نغوته وشوه، د اردو غوندې پر هېبرېډ او پتوا اوړي او هله له خپلو ويونکيو او ليکونکيو څخه گړسره پردۍ کېږي؛ هسې خو تر ډېورنډ دراخوا دغه بهير (پراسس)له لياقت علي مهاله راپيل شوی دی؛ ځکه هغه چې د ډاکې په وينا کې ويل: ((پټان مو په کار نه دي، بلکې ځمکه مو په کار ده))، نو زموږ ۶زرکلن هست ونېست، تاريخي، ژبني، فرهنگي وکر پېژند هرڅه پکې راتلل!))، نو ځکه د سترببرک ځدراڼ توريالي زوی يېنگۍ ورته و اېشېده او پر (شهيد ملت) يې را واړاوه!
-د بيزو گانو کيسه راباندې راجوليشاه خټک د ملايانو له وېرې سانسور کړه چې ښايي، هغه اورولې برخه هم تا نه وه اورېدلې،ان، د بالا کوټ په مېله کې چې د اکادمۍ مشر يوسفزي راباندې ټوله واوروله، هلته مې ته هم پر سترگو و نه لگېدې!
اوس راځم، زما پرنامه ستا رالورولې ليکنې ته:
داسمه ده چې زه د ميا فقيراله د کليوالۍ وياړ لرم چې د سپينغر په شمالي لمن کې د مزينې رود پرغاړه پروت دی، او سوېل ته يې هم د کورمې او پاړه چنار هغه. له موره شينواری او له پلاره مومند يم، که څه هم له (زياره) پرته مې سيمه او ټبر په ژوندليک کې نه ځايېزي. خو(کامې) تر کابل سيند ها غاړه هم يوه نيمه پېړۍ وړاندې د يوې بلې پښتني-ديني سټې مراد علي صاحب وياړ ترلاسه کړی، چې لمړی ځل يې ( تفسير ياسير) تر دولس سيپارو راژباړلی او نوره کابو ورته د وخت اکر وکر ياهم مړينې نه وه ورکړې.
هرگوره له کامې سره زما اړاو تړاو دا ووچې دخوار مزدورۍ له لامله مې نيم لمړنی ښونځی هلته لوستی،هغه هم د اخون کلي په هغه سترمزگت کې چې هغه نامي دينپوهاند پکې کلونه کلونه تدريس کړی وو. (نو که تاسې خپل کتاب بيا چاپاوه، او زما دا يادښت يا څرگنداوی (وضاحت) دې په پام کې ونيوه، لابه دې منندوی اوسم!)
صديق پسرلي پخپله په يوه سريزه کې دا منښته (اعتراف) کړی چې له هماغه لمړيو يې د پارسي خراساني سبک پليونی (پيروي) کوله او راروسته يې د هماغې ژبې هندي سبک د راخپلولو لپاره د مغولو درباري شاعرانو کليم،آصف اصفهانی… ان د اورنگ زېب لور زيب النسأ لمن راټينگه کړې. خو کمال او بری يې په دې کې وو چې له کره پښتو کارونې سره يې ډېری کره کتونکي نه ورځير کېږي او تربېساري غزلبول استاد يې ارزوي، او پرځای يې ارزوي!
د پښتو او پښتنولۍ له پلوه هم يو ټولمنلی شاعر وو. د نورو په څېر يې ماته هم په خپل فرهنگي دوتر کې پنا راکړې وه اوخپلې پېيلې او ناپېيلې ليکنې راته هملته خپل (کليو ال پاچا)، راکمپوزولې. د استوگنې لپاره يې هم د ازاد شعر ويونکي مشر زوی (امان اله ساهو) راسره ژمنه کړې وه چې خپل کورته نژدې راته د کور غم هم وخوري. هسې خو مو پخواني دوست لطيف اپرېدي پر پچگۍ روډ د خپل تربره په نامه(زنځير کلا) کې کرايي کور راپيدا کړی وو. دوه درې مياشتې روسته (ساهو) راباندې زېری وکړ چې د صدر په نوتيه (تهيه) کوڅه کې يې له مخامخ کور څښتن سره په دې جوړجاړی راغلی، چې له يو وړنده (مناسبې) کرايې سربېره يې له دوه بچوړو سره د بام پر سر سراچگۍ مېشتې ښونکې مېرمنې ته د پښتو ماسټرۍ تېزس مرسته هم وکړم؛ پخپله په کابل سفارت کې تازه پرکار لگېدلی وو. پر سبا يې ساهو له خپل گاډي سره راپسې زنځير کلاته راغی او موږ درې سره کورني غړي يې هغه کورته راولېږدولو.
ما ته د لومړي ښونځي پاک-جرمن زدکړيزې (تعليمي) ټولنې پر افغاني پښتو -د (علا قه يي پښتو (الف-بې) کتاب په اړونه دو مره لاسباړه راکړه،ترڅو مې مېرمنې په (UN- DP) کې کار پيداکړ. لورمو د جهادي زورواکۍ له خطر سره سره د کابل پوهنتون طب پوهنځي ته د پاتې دووکلو د بشړولو لپاره بيرته ولېږله او زه خپلو ليکنو او څېړنو او بيا ډگرڅېړنو (فيلډريسرچ) ته وزگار شوم.
له واخانه تر بولانه گړدودي يون
د کډوالۍ د نويمو کلو په هماغو لمړيو کې د شمالي کوهستانونو تر روستي بريده د نوي وزير شوي افضل خان لا لا په رکاب کې ولاړم خو زماپرې د واخان او لرغونې پښتني مېنې (کاشغر)مينه ماته شوه او پر وڼېڅي مېشتو (هرنايي او لورلايي) مې د بولان!
د بولان يون مې دکوهاټ ځنگل خېلو د ازاد شعر ملگري رومان له فرهنگي دوتره در پيل کړ. په بنو کې مې د تولمنلې خوږغږې گلنارې نومورسندريز شاعر سيال سره په څلورورځني تم کې د بنوڅيو او بيا مروتو ارکاييک گړدود لږوډېرې څېړنې تر سره کړای شوې،گران مېلمه پال تر اډې بدرگه کړم او له سپرلۍ گاډي څخه په ټانک کې پلی شوم. يادښت کړي درملتون راته د ليکوال او شاعر دوست ( بېټني) په اړه وويل چې هغه د پېښور خواته کوم ادبي بنډارته تللی دی، چار ناچار بيرته اډې ته ستون شوم او ورپسې موخه(ټل واڼه) کې له گاډي کښته شوم. هلته مې ټاکلی درزي شاعر پيداکړ او هغه هم تر پيالې چاې روسته پر يوه رېکشا وسپارلم چې د احمدزيو درانه مخور او فرهنگيال( نثار وزير) کورته مې ورسوي. که څه هم پخپله پرکور نه وو،مگر زوی يې په خورا ورينه ټنډه مېلمستون پرمخ راپرانېست. د خوب تر وخته مې له هغه او ورکره نورو اړوندانو سره خپل گړدودي يادښتونه واخېستل. گهيځنۍ روسته يې لويې اډې ته ور سيخ کړم او مخ پر کاکړستان دروخوځېدم. تر درې گوټ يا مثلث(گلکڅه) مې د وزير ستان گړدودونه ترشا پرېښول او د گومل سيند پرځای مې د ږوب لار پسې وا خېسته. په ږوب کې پر درنه فرهنگي سټه (کمال شېراني ساهي) واوښتم او پوره څلور ورځې يې د خپلو شېرانيو، ناصرو، مندوخېلو… گړدودونه راباندې وڅېړل. بيايې تر مرکزي بازاره بدرگه کړم او تر کلای سيف اله يې هم يو دوست را بدرگه کړ. بيا نور داسې سپرلۍ گاډي ته وختم چې له لمر پرېوا ته سره يې کوَټې ته درورسولم. په اډه کې له پلي کېدوسره سم له سمونې يو گوندي استازي بې پوښتنې گرويږنې پر خپل اړوند مېلمستون وسپارلم.
تر چای ناشتې روسته له گران غني ترين سره وغږېدم او هغه هم په څو پېلو (دقيقو) کې له خپل جاپاني جيپ سره راغی او تر کوره يې ورسولم. په چمن کې يې له ساجد ترين او بيا يې هملته ترگردو تېروني دوست پوهاند سيال کاکړ سره تېلېفوني مخ کړم. له هغو دواړو دوستانو سره مې ژمنه وکړه چې تر څېړنيز يانه روسته به يې ليدو ته راستنېږم. د کاکړو د گړدود او کاکړيو په اړه خو د پوهاند صاحب له ليکنو څېړنو پوره برخمن وم. لومړي مېلمه پال مې دېته وهڅاوه، چې د وڼېڅيانو د دواړو (لورلايي او هرنايي) سيمو د سيمه وال (علاقه دار- تحصيلدار) په توگه مې تر نامي مېله ځای (زيا رت) پورې ورچکر کاندې.
که څه هم پر وڼېڅۍ باندې د کاکړ صاحب (ترينو)نومي کتابگوټي يا د قيوم عسکر ليکنې چې استاد حبيبي ترې د کېمبرېج پوهنتون د آر څېړونکي (الفنباين) په نامه هم ولجه کړی وو؛ خو بيا يې هم دمشر استاد مورگنستيرن ليدتوگه يوه هم سمه سهي نه راځلوله، داسې چې له خپلو ويونکو سره له سيستانه ترکسې غرونو زريو نيم زر کېلو متره لرې د رالېږدېدلې زړې پښتو دوه زرکلن گړدود ښکارندويي وکړای شي!
کوټې ته له راستنېدا سره سم له سمونې غني ترين د ساجد ترين ماښامنۍ مېلمستيا لپاره تر چمنه بوتلم. پر سبا يې چې غوښتل مې تر تاپورې يوشمېر ليکوال فرهنگيال ووينم، خو له بده مرغه گهيځ له والگي الرجۍ سره راوېښ شوم
، پوهاندسيال صاحب مې د منډې له مخې وليد، بې له دې چې ستا پته ورځنې وپو ښتلای شم، پر؟ د مشر تر ين(غني) په مرسته تر اسلام اباده په الوتکه کې ولاړم او کشر (ساجد) له هوايي ډگره لمړی په (بلوچيستان هوس) کې تر خرراک څښاک روسته د پېښور تر اډې ورسولم.
دا منښته بيا بيا کوم چې ما د امريکايي او روسي يواړخيزې ژبپوهنې پرځای د لو ېديزې اروپا شپږکلنې هر اړخيزې وسمهالې او تېرمهالې هغه په برخه شوې او له هغه راهيسې دا نيمه پېړۍ له بېلابېلواستادانو او اثارو ځنې بې اړاو تړاوه پاتې شوی نه يم. هغه هم د (افغا نستان ژبپوهنې اطلس).پروژې بروبرکت وو، که نه، زه چيرې او دا ستر غنيمت چېرې او بيا د لو ېديځ په جنت (سويس) کې يوازې زما په برخه؟
ارواښاد رازق پالوال له ماسره د اطلس په گړدود څېړنو کې تر يوه کاله زيات پاتې نه شو او د امريکا فولبرايت سکالرشېپ يې غنيمت و گاڼه؛ بده يې لا داچې هلته يې توکمپوهنه (اېتنالو جي) تر ماسترۍ ولوسته. څه مهال يې په کابل پوهنتون کې هغه تدريس کړه او له بل سکالر شېپ سره يې پکې ډاکتري هم واخېسته. څه مهال يې د توکمپوهاند (سنای) سره په همبورگ پوهنتون کې اسېستانتي وکړه. هېواد ته له راستنېدا سره کال دوه ښوانه ( تدريس) وکړ، خو ليکنې څېړنې يې ژبپوهنې ته ځانگړې کړې او ان د(معياری پښتو) تش په نامه پنډوپېړ کتاب يې هم په کوټه کې داسې مهال له چاپه راوکېښ چې زما دويم غځېدلی (ليکلارښود) په پېښورکې تر دوتنې (پوښتۍ) رسېدلی وو، نو په سرمخ کې مې دامتل ورغبرگ کړ:(ترکاڼي د بيزو کار نه دی)!
کابلۍ پښتو پر علاقه يي پښتو راړونه
همداچې ليکدودي يووالي ۱۵ توکه آرونه (پرنسيپونه) ټوکمار مشر ملا (تقويم الحق صاحب) د سهنې (هضم) وړ ونه بلل- ځکه آر دک و دليل يې له دې منښتې (اعترافه) را جوتېده چې تل يې ويل: (ماپښتو ته خدمت نه دی کړی، بلکې پښتو ماته خدمت کړی چې د استاد حبيبي (تر اسلام له مخه پښتوادب تاريخ) مې له(کابلۍ پښتو) پر (علاقه يي پښتو) په دوه پلا راړونه دوه کورونه جوړکړي دي،هغه کتاب چې ما له ۶ کلنو لو ړو زدکړو راستنېدا سره له نصابه کښلی او نوي لکچر نوټونه مې اسېستانتانو ته ورتيار کړي ول، لکه څنگه چې ساينتېفيکه پښويه مې د استاد رښتين د(گرامر پښتو) او را رو سته هم وييپوهنه د(پښتو اشتقاقونه او ترکيبونه) ورځا يناستې کړه؛ خپل بد لمېچ (پښتو شعر څنگه جوړېږي؟) مې د استاد رشاد د (عروضو اوادبي فنونو) ځايناستی کړ، هغه يې هم- تر کورناستۍ روسته؛ ځکه ترڅو چې راسره استاد اود پښتو څانگې مشر وو، همدومره مېړانه يې راسره کړې وه ، په کرېکولم کې له ادبپوهنې سره ژبپوهنې ته يوبرابر برخه رابېله کاندې.
د (نوي-زاړه جگړه) په هغه تاريخي نړيواله پوهنغونډه (سېمينار) کې ډاگيزه شوه چې د( افغانستان د ژبو او بيا پښتو ژبپوهنې پلار استاد مورگنستيرن) د پښتو گړدودو تر سر ليک لاندې زما د ۷۵ مخيزې ليکنې د دفاع په ترڅ کې وويل:
[موږ درته په نوې پښتو ژبپوهنه او آريا نپوهنه کې دغه ييکي يو (زيار) در وروزه، نوره ستاسې خوښه چې زغملای يې شئ يانه!]
ټول زاړه دوديز پوهان له مولانا خادمه تر استاد رشاده له غونډې ووتل او د لسگونو پوهنتوني استادانو، زدياندانو (دانشجويانو) او نورو مينوالو او مېلمنو برخوالو تر څنگ د غونډې له افغاني برخوالو يوازې استاد حبيبي او روان فرهادي پاتې شول او په دې سياسي وزمه منښته يې د هغه سترې غو نډې اکر بکر بيرته را سهي کړ:
[موږ تر دې بريده راو رسوله، نور نوئ نسل پوه سه او نوي لاره رَوده!]
هغه نړيوال سېمينار چې د استاد مورگنستيرن په پښتو وينا پرانېستل شوی وو او د استاد مجروح اسيستانت(اشرف غني) ترپايه دغونډې پښتو او پارسي ژباړنه کوله، لامَل او کبل يې د (پښتو نړيوال څېړنيز مرکز) پرانېسته وه چې يونسکو يې افغا نستان جو گه گڼلی وو، که نه،هسې خو يې پاکستان له ۳۰ ميليونو او ايران يې له ۵۶ زرو پښتنو سره داوه گيرول!
د ليکدود پرځای مشاعره
په باړه گلۍ کې چې له ښه مرغه زما اوستا ارمانلې ليدنه سره وشوه، استاد پسرلي د رو ستۍ ورځې ماښامنۍ مشاعرې په موخه يوه ښکلې مسره راووېشله. نورو خپل خپل تا زه يا زاړه شعرونه له جيبونو راوکښل اوستا ترڅنگه يوازې ما او استاد آصف صميم پرته د هغه ټوکمار ملا د ناپړتو ، او د خپل جهاد ځپلي (پلار هېواد) له ناخوالو په پلمه، لکه نور شعرونه او ليکنې(په سوچه کره پښتو)، پليوني وکړه چې نيمې کړۍ يې دلته وړاندې کوم:
………………………
خوشې د پښتو د پرمختگ مخنيوی مه کوه
رسي به دابياهم تر معياره ته به پاتې يې
داچې ته بتر تر پېښور و گورو اوره شوې
زه به درنه ځمه، کابل ښاره ته به پاتې يې
نوره دې په سترگو، بده ورځ ليدلای نه شمه
دادی درنه ولاړم، ننگرهاره ته به پاتې يې
څه که گرځوي چپه مېچنې نن پرتا باندې،
دانړۍ به ړنگه وي، خو زياره ته به پاتې يې!
په دغه لړ کې د تېروڅانگپوهيزو غونډو له خوا له هوکې شويو بېلگو څخه دې، دالاندې څو بېلگې مخې ته ږدم:
-د ننگرهار له کاسي توکمو شينوارو نيولې تر خيبر شينوارو او بيا ترمارگلۍ پورې مېشت يوسفزي، مندوخېل،او ورگډ شوي خېل و خټک د نور لروبرو او څه ناڅه ستاسې سوېلي پښتنو پر خلاف ( ښول،کېښول، پرېښول) په ټولو تېرمهالو گرداني بڼوکې يو(و) غورځي چې زموږ اړوندې رغاونې (ښونه، ښونځی، ښونکی…) هم ورسره پرتله کېدای شي.
داچې له دومره ايراني پشتوانې سره له دري پارسۍ سره د پښتو فرهنگي سيالي نا شونې ده، خو همدومره چې د پارسي په څېر پښتو هم له گړدودي (لهجوي) اله در يځه، يوه ژبني دريځ ته لوړتيا ومومي، که نه ترتله به همدا سې (لوکل لنگوېج ) بلل کېږي.
که د پښتو دمنځني يا کلاسيک ادبي پېر د مخکښانو(روښان او دروېزه) له مسجع نثره راتېرشو، د اومې پېړۍ له ستر خوشال، نمسي اوبيا داتلسمې پېړۍ تر گرامرکښونکو: پيرمحمد کاکړ او د نولسمې پېړۍ تر نواب محبت خان، نواب انشاؤله انشأ، نورمحمد افغان… روان نثر د نوي ادبي مهالپېرليکوالو ته نوره هم د (يوې کره ليکنۍ پښتو) يوه غوره پيلامه شوه. په سر سر کې يې د ازمېښتکارو منشيانو، لکه شمس العلما ر ضواني او منشي احمدجان (د ستر استاد مورگنستيرن پښتوښونکي).
سوېل لوېديز (لمړی)(تر (لومړي) لنډ او اسان ويل کېړي او ليکل کېږی چې-راروسته غځېدلی دی، (نه لڅ د ءلوڅ پروړاندې). همداراز ډېرۍاړنونه (مېتاتېزونه) د همدې گړدودي ډلې کره گڼل کېږي، لکه (کښته، کښل)، نه روځ که څه هم له تاريخي آر سره سره د بشپړ ډېری ليکنۍ کارېدنې او دودېدنې له پلوه ترې (ورځ) کره راځي،(-ن پر -ل) اړول، لکه مونځ-لمونځ، نمسی- لمسی)يا ننگرهاری( ليمسی- نيمسی)؛ د ژور رغښت(deep strature) له پلوه کره بېلگې، لکه: يوازنی، ورځنی، مياشتنی، کا لنی، وسمهال، وسترمهال، وستربل هم همداسې درواخله پر وړاندې يې: وو(بود)، ول (بودند)…
په دغه هوکې شوې ډله کې د سربلونو(پرېپوزېشنونونو)، وستربلونو (پوستپوزېشنونو) او غبرگبلونو() پر کتابگوټي(۰انگرېزي-پښتو سيندگي) سربېره په سلگونو لښتليکونه (جدولونه) په جلاجلا ډول هم چاپ کړي او دوستانو ته مې، له اجمل خټکه تر ډاکتر نجيب اله وړيا پر وړيا ويشلي دي،
په دې لړ کې بره خوا (د- له) توپير پوره دود شوی، گړدودي لاسوند يې منځنۍ پښتو او د(په-پر) توپير څه ناڅه، گړدودي لاسوند يې بياهم تر ډېره ( سوېل لوېديزه پښتو). ده، (د) تول (اضافي)سربل دی چې سراسري دود لري (په) سربل زياتره لوښن (انسترومنتال) چار (فنکشن) پرځای کوي، لکه: (پر) څوکۍ ناست يم او (په)-څوکۍ دې وهم او داسې نور.
د پېښورپوهنتون (Ma) او (Phd)
د پېښورپوهنتون د پښتو څانگې مشر يو خليل د نازکخيال شاعر اعظم هشنغري ځايناستی شو او له واره يې د ماسترۍ او ډاکترۍ برنامه رامنځته کړه، او زما د گو مارنې لپاره يې له گورنر خورشيدعليخانه سرباندې (فوق العاده) هوکې واخېسته. دکابل پوهنتون په څېر مې په سلايبس کوميټه کې له ادبپوهنې سره د يو برابر ژبپو هنې وړانديز ومنل شو او په هاسټل کې د مېشتېدنې جوگه شوم، نو نورمې نه غو ښتل، په مېرمنې او لور پسې انگلېنډ ته ولاړشم.
له پرېس کلبه تر درگۍ او ملکنډه
نمانځغونډې
خو له هغې روسته چې لورمو د جهاد يانو له خپلمنځي جگړو له کبله له کابله لاس پرسرشوې وه،او د زړه سواندې انگرېزې دوستې په سکالرشېپ دغلته راتلونکې وه، نو مور يې له خپل نړيوال سازمانه د يوې ميا شتې چوټۍ له مخې ورسره راغله، خو د بي بي سي پښتو خپرونې په سلا او دلور په ټينگاريې خپله استعفا پېښور ته را واستوله او پښتو وياندۍ ته يې غاړه کېښوه.ترهغې روسته چې.دوا ړو د ښاروندۍ(تابعيت) رښته او پاسپورتونه ترلاسه کړل، نو مورولور راپسې جلا جلا را غلې او په ترڅ کې راته مېر منې په لندن يا اکسفورډ پو هنتون کې د کارموندنې په اړه، د پښتو او نورو آرياني ژبو له کورناستي استاد مېکنزي له خوا ډاډ راکړ، نو هله له(Visiting Profc) پازې لاس پر سرشوم. پرسبا سهار راپسې د (خليل ادبي ټولنې) مشر سيدصابرشاه له څېرمه غريب اباده را غی، چې زما ټاکلې (۶۵)مه زورځ (زېږکاليزه) به سبا بل سبا په پرېس کلب کې را ونمانځي او لا وار له مخه يې دتل لپاره رېټاير شوي پرېشان ختک؛ سليم راز او نور لرو بر ليکو ال او شاعران پرغوږ وهلي دي). په غونډه کې پرېشان په خپله وينا کې له خپلې پرېشانۍ راپيل کړه: (د افسوس خبره ده چې د نورو ډېرو جلاوطنو غوندې به د زيار سېب لاش ته سترگې پرلاريو)، له دې ناخبره چې زه لا تراوسه لا ژو ندی گړندی گرځم او د هغه لاش يې بيا کلونه وړاندې تورو خاورو ته سپارلی- زه به يې خپل يوشعر ورډالۍ کړم: د خټک زون څه عجيه غوندې دی
څوک يې خوشال، څوک يې پرېشان پيدا که!
د درگۍ نمانځغونډه د انتقادي د ريالېست شاعر (رحمت شاه سايل) د اړوندې ټولنې له خوا ترسره شوه چې د مشر تابه ډلې (خالق زيار، صاحب شاه یابر…) او نورو رابللو په لړ کې فدرالي وزير افضل خان لالا هم راغلی وو. غونډه م لوړ مازيگر پايته ورسېده، ډاکتر ذاکر حسين خپل گا ډي ته له ځان سره وخېژولم او دملکنډ د اوږدړي بازار درېلارۍ ته يې ورسولم.
په کور کې تر پيالې چاې روسته سره دوه پر دوه د سيندخواته پلی پر چکر ووتو. د دير لوري ته ترپله ورپرېوتو او د هغې غاړې گلکڅونو په لړ کې يې پر مخامخ غونډۍ د (چرچل) په وياړ جوړشوي ( پاټک) ته وپاملم، ځکه د غلته يې په بريدمنۍ کې يو جنگيالی يوسفزی په دې مکارۍوژلی وو چې د هغه له بر يده يې د ځان ژغورنې لپاره ټوپک پرځمکه اېښی وو او دې ناځوانه انگرېز پسې له جنگي قانون پرخلاف له جببه تمانچه رايستلې او هغه ساده پاکزړی پټان يې ويشتلی وو!
کورته له راستنېدا سره سم يې چپی شاعر سيال را وباله او تر نيمې شپې مو درې کسيزه سندربوله وغځوله!
له هغه ډاکتر دوست سره مې لسيزه پس د بېرمېنگهم په هغه نمانځغونډه کې وليدل چې د اړوندې تولنې په سروالۍ د خدی بښلي کبير ستوري د لمړي تلين له کبله رابلل شوې وه.
ستا او د نورو درنو پښتنو فرهنگيالانو د ليدو او بيابياليدو په هيله دې پر ستر څښتن سپارم !
ستاسې د ټولو منندوی زيار له اکسفورډه