د مولانا پیر محمد کاروان نوی غزل

دا سړی سړی نه دی خوښي کوي د بل په غم
خاندي د شبنم په اوښکو نه ژاړي د ګل په غم

لرې دنیا پرېږده دا نږدې زګیروي هم نه اوري
نه په پېښور کړېږي نه هم د کابل په غم

نجونې هلکان څه چې مرغان دي هم خواره واره
زړه چې وي خو سوځي د انسان او د بلبل په غم

ښه ښکاري نرۍ موسکا په ښکلیو خوږو سترګو کې
نه چې اوښکې واړوي له ځان سره کجل په غم

وران به وي جهان چې په کې مینه او موسکا نه وي
پاتې به په نولس کې وي نه به یې کړې شل په غم

وا کاروانه خدای ته ګوره مینه مینه مینه شه
خدای خو دې نه تا واړوي نه پردي نه خپل په غم

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button