شعر د نقیب احمد عزیزي له نظره

شعر زما په نظر له انسان او طبیعت سره عاطفي، ذوقي او احساسي اړیکه ده او لیکل یې پر نورو باندې د خپلې شخصي تجربې، احساس، برداشت، عاطفې او لیدلوري د احساسولو هڅه.
د انسان احساسات په بیان تسکین کېږي، خو د عادي محاورې ژبه فقط د فکري مسایلو د تعبیر جوګه ده، احساسات په عادي ژبه نه بیانېږي.
د شعر هدف دا نه دی چې موږ ته د نصاب په ډول یو څه را زده کړي، خو دا کولای شي چې د انسان او طبیعت په باره کې ډېر نابلده شیان راباندې حس کړي او یا په بلدو شیانو کې نابلده دخالت وکړي.
هیڅ انسان دا مهارت نه لري چې خپلې ټولې عاطفي خبرې پخپله وکړي.
شاعر هم اړ وي چې د بل شاعر په تجربه کې د ځان د سمو نه بیانېدونکو احساساتو او عواطفو د بیان خوند وګوري.
الهام شته خو الهام هم زموږ په وجود کې ایجادېږي. لکه له سمندره چې وریځ پورته شي او بېرته پر سمندر را ووري.
هر شاعر ته بویه چې انسان او طبیعت ته له خپل نظره وګوري، کنه بیا د نړۍ لپاره یوازې یو شاعر هم بس و.
هر وخت انسان دې ته نه شي تیارېدای چې د احساس او عاطفي نړۍ بیان وکړای شي، یوه شېبه نیمه داسې راځي چې یو د لفظونو او معناوو سیل د ذهن ونې ته را والوځي او چوڼهار شروع کړي. مرغۍ په ونه کې څلرویشت ساعته پرله‌پسې نه وي ناستې، نه یې ونه لاسي ځان ته را الوځولای شي خو ممکن ښې شنې یا میوه‌دارې ونې ته مرغۍ زیاتې را والوځي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button