د ټولنپوهنې لنډه پېژندنه

د ټولنپوهنې د علم لنډه پیژندنه

ټولپوهنه د ټولنیزو علومو یوه څانګه او د ټولنې او د ټولنیزو پدیدو د څیړلو او مطالعې علم او پوه ده.
دغه علمي څانګه بشري ټولنې او د ټولنو د غبرګون او هغه جریانات چې دغه ټولنې یې په اوسني وضعیت کې ساتلي او یا هم هغوې ته بدلون ورکوي څیړي. ددې څانګې موخه د ټولنې د جوړیدونکو برخو لکه راټولیدنې، نهادونه، سره ورته ډلې، قشرونه، ټولنیز خوځښتونه، ټولنیز بدلونونه، ټولنیزې نا همغږي یا بې نظمي لکه جرایم، سرغړونې او انقلابونه تر څیړنې او مطالعې لاندې نیسي.
دا چې انسان یو ټولنیز موجود دی، د دوئ ډیری کړنې د ټولنیز جوړښت(Social Structure) په واسطه کنټرولېږي. دغه موضوع په ټولنه کې د ځینو ټولنیزو ارګانونو (سیاسي، اقتصادي، مذهبي، ښوونې او روزنې …) د انسانانو د کړنو او د دوئ د پرېکړو د مشخص کولو لپاره د دې ارګانونو د شتون اړتیا ته اشاره کوي.
ټولنپوهنه پر انساني کړنو د ټولنیزو ارګانونو د تاثیر او پر یو او بل د دې ارګانونو تاثیر، د دې ارګانونو رامنځته کېدل او له منځه تللو باندې بحث کوي.
دا چې ټولنپوهنه زموږ کړنې (رفتار) د ټولنیزو موجوداتو په توګه مطاله کوي د دې علمي رشتې د مطالعې او څېړنو ډګر لکه په واټونو کې د انساني لنډمهاله اړیکو او تماسونو را نیولې د نړیوالو ټولنیزو بهیرونو تر مطالعې پورې رسېږي.
ټولنپوهنه د ټولنې د پېژندلو علم دی چې د ټولنې جوړښت، د هغې داخلي اړیکې، د هغې نهادونه او ټولنیز واقعیتونه څیړي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button