محمد موسي غيرت: منظور او PTM ته د بريالۍ مبارزې تګلاره
ممکن منډیلا، ګاندي، مارتین لوتر کينګ او دا ډول نور د عدم تشدد د لارې رهبران او انقلابيون مو لوستی يې!؟
نلسن منډيلا : له هر ډول انساني حقوقو د محروم قوم هغه تور ژړنی ښايم چاچې په خالي لاس د خپل ويده، سست، بيکاره، مظلوم او غلام قوم، را پورته کېدو،حق او ازادۍ ته ملا وتړله او په ټوله مانا يې یاد مبارزه رښتونې او بریالۍ کړه.
منظوره پوهېږئ!؟ منډيلا تر ۱۰ کالو د مبارزې په رهبریت، اهم لوري، جلسو او احساساتي چېغو کې چا ونه ليد، منډیلا لس کاله د همدې فکر لارویان وروزل، د ځوانانو ليګ، د قبایلو ټولنې او دجنوبي افريقا دملي کنګرې دعادي مامور په صفت يې تر ۱۵ کالو د خپلو رهبرانو پيغامونه، او سپارښتنې د عسکر، خياط، مزدور، او بزګر په جامو کې د جنوبي افريقا تر ټولو وګړو پورې ورسولې.
له ۳۰ کالو زيات زندان او بله هره نادوده يې وليدله، ولې مات نه شو، د محبوبيت، رهبریت او واک په کيسه کې نه وه، کله چې کنګرې او خلکو پرې د رهبریت باور وکړ ډير ښه يې سرته ورساوه. منډيلا هغه وخت رهبر شو، چاچې دخپل فکر او وطن د ازادۍ ميلونونو فکرونه روزلي و.
منډيلا يوازې سره خولۍ،نرې تکبیر، مرګ پر پنجاب او غونډو ته جذباتي ويناوې ونه کړې!
منډيلا يرغليزې، زنداني، ښځينه، انقلابي، جاسوسي، مدني، او فکري ډلې تشکيل کړې، منډیلا د رهبریت قوی ټيم جوړ کړ او بلاخره يې په ډير ښه شکل يې د پیړیو پاتې شوی غلام قوم او يوې سترې مستعمرې ته خپلواکي ترلاسه کړه.
ګاندي :هغه وخت مبارزه پيل کړه، کله چې ټول هند مستعمره او ملت يې خورا ځپلی و، لوږې غربت، ظلم او استبداد د اوج ټوپونه وهل، د هند ستره خاوره د انګرېزي ښکېلاک په ګټه څرخيده، لنډه دا چې په قوم او هيواد يې هره بده نادوده عامه وه.
ګاندي په همدې کړکیچن وخت کې د عدم تشدد لاره غوره کړه ۳۳کاله يې له شهرت، ماديات طلبۍ او ځان غوښتنې پرته په مبارزه لاس پورې کړ. سک، هندو مراټي، مسلمانان، جټ او بل هر قوم يې په يو ټغر راټول کړل انګريزان يې په اتحاد، داخلي توليد، د نه خوړو په اعتصابونو او کار بنديز وويرول، هماغه و چې د ګاندي ژور مخته تګ، د لوې زغم مبارزې هند ازاد او د انګریزي ښکېلاک په مخه يې د ازادۍ کلکه څپیړه ورکړه.
مارتين لوتر کينګ : د مرييتوب په خاور د ازادۍ څلی هغه څوک چې د نژادي تبعيض په وړاندې په امريکا کې را ولاړ شو، او تور پوستو ته يې په نره او ميړانه ټول بشري حقوق تر لاسه کړل.
مارتين لوتر کينګ يو دم چيغې او احساسات پيل نه کړه بلکې په امريکا کې د ميشتو تورپوستو له۶۰ رهبرانو يې يو سازمان جوړ کړ، په مدني او سوليزو خوځښتونو يې پيل وکړ په ډير زغم يې په قوم کې د ويښدنې انګيزه را ژوندۍ کړه، او د يوه قوی خوځښت له تشکيل وروسته يې په ټولو خپلې غوښتنې ومنلې او خپل قوم ته يې د مرييتوب له سپک او ذليل ژوند نه نجات ورکړ.
مالکوم ايکس :له زياتې مبارزې وروسته ناکام او مغزي تکليف ورته پيدا شو، د مخالفینو لخوا بندي کړل شو، ولې په بند کې يې د مغزي توازن د ترلاسه کولو او بيا مبارزې په موخه يې مطالعه پيل وکړه، د بند نه له ازادېدو وروسته مالکوم د اسلامي ملت له ټولنې سره يوځای شو، کوم وخت چې له يادې ټولنې سره يوځای کېده نو دغې ټولنې يوازې ۴۰۰ غړي درلودل، د مالکوم کم ساري مبارزې، زحمت خواريو او ۸ کاله کار دغه تعداد له څلورسوو ۴۰ زرو ته ورساوه او له يوې قوې لښکر وروسته يې تورپوستو ته د خپلواکو هيوادونو د ترلاسه کولو رښتونی مبارزې بريالۍ کړه، او بلاخره په همدې لار کې يې خپل ژوند له لاسه ورکړ،ولې فکر او مبارزې یې لکونه انسانان راولاړ او ياده لاره يې په ښه مينه تعقيب کړه.
فيډل کاسټرو : د کيوبا د غريبو خلکو رهبر هغه وخت انقلاب بريالی او تر ډيرو د کيوبا واکمن پاتې شو، کوم وخت چې د ولس او بيل خصوص د ځپلو خلکو ملاتړ يې خپل کړ. نوموړي يوازې د څو تکړه انقلابي څيرو په مټ د امريکا په لويه وچه کې د کپيټالستي نظام په خلاف د سوسياليستي نظام ريښې ټینګې کړې، او د روسيې د همکارۍ له جذبېدو وروسته يې د ميزايلکی بحران پر مټ د امريکا متحده ايالت وننګول او تر ډيرو د کيوبا واکمن پاتې شو.
منظوره! پورتنيو برياليو انقلابيانو کلونه زندان د کورنۍ د غړو وژل، درندې جزاوی سپکاوی، بې کوري، جلا وطنتوب او سل نورې نادودې وليدې، ولې مايوسه او په شاه نه شول تر هغو چې انقلاب اومبارزه يې بریالي کړه.يوازې په احساساتي چېغو، غونډو، لاریونونو، او سوليزو حرکاتو يې بسنه ونه کړه بلکې مبارزه يې سيستماتيکه،تخنيکي اومسلکي پر مخه بېوله د فکر قوي لارویان يې وروزل، بديل رهبران يې پيدا کړه، تهاجمي ډلې يې برابرې کړې، له بهرنيو هيوادونو يې مرستې جلب کړې، د نظام منفي نقاط يې پيدا او پرې وې ننګول رهبريت يې له خيانت او شهرت طلبۍ ليرې و،دبشري حقونو او نورو سازمانونو د مرستې په تمه نه شول دداخلي تولید او د خپل چاپيريال له امکاناتو يې ګټه پورته کړه، او بلاخره ښې رهبرۍ اوږد زغم، او قوي هوډ يې انقلاب او مبارزه بريالۍ کړه.
د PTM رهبریت او منظور ته هم اړينه ده، ترڅو د بریالیو انقلابونو تګلارې وڅارئ، او په پوره قوت، پخې ارادې او ستر شهامت يو داسې مبارزه پلان او پلي کړي، چې د مايوسۍ څرک او د ماتیدو هيڅ منفی ټکی ونه لري.
د پښتانه انقلاب د بريا، ميړانې او تاريخي ځليدا په هيله .