د افغانستان اوبه او ایران:محمدقسیم جسیم

دافغانستان اوبه او ایران

دافغانستان او ایران ترمنځ د اوبو پر سر له ۱۸۷۲ څخه جنجال روان و چي بلآخره د افغانستان پخواني صدر اعظم موسیٰ شفیق او دایران صدراعظم عباس هویدا ترمنځ ۱۹۷۳ کال دمارچ په میاشت کې په کابل کې څو مادیي تړون لاسلیک شو.
د معلوماتو له مخې په تړون کې ایران ته په کال کې ۸۲ ملیارده متره مکعبه اوبه ورکول شوې؛ همدارنګه دښه نیت او ګاونډي توب په خاطر په هره ثانیه کې څلور متره مکعبه اوبه هم منل شوې دي.
په هغه وخت کې افغانانو دا تړون د ځان په تاوان باله، که څه هم پخواني پاچا مرحوم محمد ظاهرشاه څو ځایه ویلي و چې د هلمند د اوبو وېش مسله لکه زما پراوږو بار داسې و، خو اوس چې حل شوه ډېر راضي یم؛ خو بیا هم د مرحوم موسیٰ شفیق په مشري کړی تړون د افغانانو لخوا په عامه سطحه ښه نه دی استقبال شوی. دهغه وخت وکیلانو په پارلمان کې د هلمند د اوبو موافقه یو مخ ردکړې. لویو سیاسییونو دتړون سره مخالفت کړی دی. دتړون پرضد د شپږو سیاسي حزبونو له خوا یوه جبهه د “ملي متحده جبهې” په نوم جوړه شوې ده او د دوئ لخوا مظاهرې هم شوې دي. ملي متحدي جبهې دحکومت دکلک مخالفت سره سره شپږ میاشتې د مرحوم داودخان ترکودتا پورې د تړون پر ضد جلسې کولې. کله چي مرحوم محمد داود خان قدرت ونیو دا تړون یې تایید کړی چط وروسته د ملګرو ملتونو په رسمي اسنادو کط قید شو.
چې دښه نیت اوبه هم پر جمعه شي تر یو ملیارد متره مکعبه اوبو ډیرې کمېږي. په داسي حال کې چط د راپورونو پر بنسټ اوس د کال ایران ته له ۶،۷ څخه نیولې تر ۷ ملیارده مترمکعبه اوبه ځي.

دنړیـوالو تړونونو پر بنسټ اوس د هر متر مکعب اوبو بیه له نیم ډالر څخه نیولې ترڅه کم یو ډالره رسېږي، چې په دې حساب تر یوه میلیارد زیاتو ډالرو اوبه ایران ته مفتې ځي. که څه هم د هېواد تر ورانۍ مخکې افغانانو ځان تاواني او ایرانیان ګټمن ګڼل. د کمال خان بند د شروع کیدو سره سم ایران رنګارنګ دسیسې د بند دخرابۍ او کاربندېدلو لپاره جوړې کړې خو ډېره نتجه یې ورنکړه، اوس بیا ایران په دې فکر دی چې د هېواد نوي واکمنان دځان په ګټه بل نوي تړون ته وهڅوي.

ا.ا باید په دغه ملي حساسه موضوع کې له احتیاطه کار واخلي بل تړون ونکړي، او یانور امتیازات ایران ته ونه مني. که ممکنه وي دښه نیت او ګاونډي توب په نامه اوبه هم نورې ورنکړي ځکه ایران زموږ سره هیڅ ښه نیت او ګاونډي توب نه دی کړی. که ایران اوبه غواړي دپوهانو، ماهرینو اوسیاست مدارانو سره ترسلا مشورو وروسته ترموقت وخته پرایران اوبه خرڅط کړي ځکه ممکن افغانان په اینده کط خپلې اوبه په خپله مصرف کړي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button