د شعر ژبه د نثر له ژبې جلا ده. شررصافی
د خپلې مینې د مذهب په لور روانه مې کړه
هغه هندوه جینۍ نه وه، مسلمانه مې کړه.
د شعر ژبه د نثر له ژبې جلا ده، د شاعر نړۍ د ژبنیز قاموس څخه پراخه ده، نو شاعر اړ دی چې د خپلې معشوقې د مخ لپاره سپوږمۍ، د اننګو لپاره د ګل سرخي، د قد لپاره، سروې… استعاره کړي.
کله چې هم یوه کلیمه د خپلې حقیقي معنی پرته په بله معنی کې وکارول شي، د ادب په اصطلاح کې ورته مجاز وایي، د مجاز او حقیقت تر منځ اړیکه به یا په مشابهت او یا هم په قراینو ولاړه وي.
پورته لیکلی شوی بیت د پښتو ژبي د معاصر شاعر درویش روښان دی.
بیت ډېر سلس، روان او له داخلي بیروني موسیقۍ نه مالامال دی، زه یې په لفظي ښکلا نه غږیږم، هغه څه چې اړتیا یې ده، د دې بیاني ښکلا ده.
په بیت کې هندوه او د هغې مسلماني یاده شوې ده، شاعر خپله معشوقه له هندوې سره تشبیه کړې ده، مشبه حذف شوې او د هغې د لوازمو نه ” د مینې د مذهب په لور ” روانیدل قرینه ده چې له اصلي معنی څخه یې مجازي معنی ته راګرخوي.
او دې ته د اب په اصطلاح کې استعاره تصریحیه وایي.
ولې هندوه یاده شوې؟!
په پښتنو کې دا خبره کره ده چې هندوان هیڅکله خپل مذهب نه پریږدي، او د شاعر معشوقه هم هیڅکله خپل التزام نه پریږدي، له خپلې خبرې نه اوړي، مینه نه مني، خو شاعر له ډطرو هڅو وروسته په دې توانیدلی چې له مینې منکره او عنادګره نجلۍ د مینې په مذهب راواړوي.
ایا په دې کې د هندوې بې عزتي ده؟
نه بلکې د هندوې په خپل دین او مذهب دالتزام مغهوم په کې پروت دی، او دا ځکه چې هندوان خپل دبن او مذهب ته تر ټولو ژمن خلک دی، خپل مذهب په هیڅ صورت نه پریږدي، د ده معشوقه هم په خپل مذهب د هندوانو په څېر کلکه ولاړه ده.
شرر صافى
بره پښتونخوا لوى کور