توبه

توبه!
په ټول ژوند کې له داسې وېروونکې تجربې سره نه يم مخ شوی. بدن مې اوس هم لړزانده دی. خدای دې زما د ټولنيزو رسنيو دښمنان هم له داسې وېروونکې شېبې نه په خپل امان کې ساتي. آمين!
يو، يو نيم ساعت مخکې مې د جماعت اسلامي او جمعيت علماء په اړه يو پوسټ ليکلی و. د هوټل په دمه ځای کې کاملا له خپل پنسل سره بوخته وه او انځورونه (خاکې) يې جوړولې. بهر له پر له پسې دريو، څلورو ورځو راهيسې واوره وريږي. د تړليو تالارونو او د کاملا د خاکو له ليدلو او وخت په وخت کاملا ته په ماته، ګوډه فرانسوي او روانه انګليسي باندې د عارف خټک د پوسټونو له ژباړلو ستړی شوی وم. کاملا ته مې کړه: ته پوی شه او ستا خاکې. زه بيرون د ځنګلهٔ ليدلو او قدم وهلو ته وځم. راسره و يې نه منله. ويل يې؛ موږ له خپله ښاره دوولس سوه کيلومتره لرې يو. وېروونکي ځنګلونه دي. خلک هم انيووېټ (د شمالي کاناډا، ګرين لېنډ او الاسکا بومي وګړي) دي. نه په فرانسوۍ پوهيږي او نه په انګرېزۍ. د واورې توپان دی. هسې نه، په کومه بلا واوړې!
ما وېل؛ په هوټل کې مې زړهٔ تنګ دی او بيا مې هسې لاپه ورته وکړه، چې د ځايي خلکو په ايګلو igloo او gigolo زه پوهېږم. ژبه مې نه بنديږي… انيووېټ وګړي له واورې جوړو کورونو ته ايګلو وايي او عمرخوړلې ښځې چې د جنسي سړښت لپاره کوم ځوانان ساتي، هغوی ته ژيګالو وايي. خدای خبر، چې دا دواړه د کومې ژبې کلمې دي. ما هسې پرې خپل رنګ پوخ کړ. عينکې مې پاکې کړې. د واورو جمپر او بوټان مې واغوستل او د ځنګلهٔ لاره مې ونيوه. پر يوې لوحې باندې د خبرداري تر څنګ په ځنګلهٔ کې د مېشتو بېلابېلو ژويو (ځناورو) انځورونه وو. د سترګو ليد مې کمزوری دی، ډېر پرې پوی نشوم. هسې مې سرسري او بې پروا وروکتل او ترې تېر شوم. ما وېل؛ چې ډېر وي، خو بس زمری، پړانګ او لېوهٔ به وي. پښتون بيا له زمري او پړانګانو کله وېريږي؟ پنځلس، شل دقيقې وروسته مې د ګڼ، تيارهٔ ځنګلهٔ په منځ کې لاره ورکه کړه.
يو ځای مې په واوره کې د دوو پليو کسانو پلونه وليدل او ورپسې شوم. شاوخوا اسمان څکې ونې دي. ځمکې سپينه بړستن اغوستې ده. پر واوره باندې د خپلو بوټونو خرپهاري د ځنګلهٔ د هيښوونکې چوپتيا يواځيني ماتوونکي غږونه دي.
د ناڅرګندو مخکې تلليو په پلونو پسې اووه، اتهٔ دقيقې تللی وم، له لاندې واورينې ځمکې نه مې سترګې راپورته کړې او له پښو مې ځمکه وتښتېده. مخامخ يو واورين يږ په ولاړې ويدهٔ دی. يخ، کرخ شوم او د سترګو په رپ کې مې ځان د نژدې دنګې، پلنې ونې تر شا پټ کړ. لومړی خو مې فکر وکړ، چې ساه ونيسم، ځکه هسې نه، يږ زما په لوړه ساه اخيستو راويښ نشي. بيا مې ورو، ورو لږ مغزی راتاو کړ او د يوې سترګې له کونجه مې يږ ته وکتل. د ظالم زوی کرار ويدهٔ دی. بيخي هماغه سپين يږ و، چې د لسم ټولګي د بيالوجي په مضمون کې مې ليدلی و. خدای خبر، له کله راهيسې ويدهٔ و، چې له واورې سره بيخي واوره شوی و. فکر مې وکړ، چې په راغلې لاره پښې سپکې کړم، خو که دا بلا راويښه او راپسې شوه، نو بيا مې هېڅوک نشي ترې خلاصولی. پر ونې د ختلو تجربه مې نه وه. له خدايه ج پرته مې بل هېڅ ژغورونکی تر سترګو نشو. له اعوذ بالله او بسم الله وروسته مې د معوذتينو (وروستيو دوو قرآني سورتونو) ذکر پيل کړ. د يږ په اړه ځانګړې دعا د وظيفو او اذکارو په کتابونو کې شته نه. د داړونکو ژويو (ځناورو) دوه ډولونه دي: د پيشو له نسله يعنې Feline او د سپي له نسله يعنې Canine. له يو څه زړهٔ نا زړهٔ توب وروسته مې پخپله د زولوجيست په توګه شننه وکړه، چې مخامخ پرته بلا د سپي له جنسه ده، نو ځکه به پرې د سپي حکم سم خيژي. له سپي نه د ځان ژغورنې دعا (صم بکم عمئ) مې ولوسته او په پټو سترګو مې د يږ پر خوا ورچوف کړه. په يوه سترګه مې وروکتل، يږ ځای پر ځای ويدهٔ و. د وظيفو د کلاسيکو کتابونو دعاګانې، ذکرونه او وظيفې مې ټول په ذهن کې راتاو شول. د سلګونو فرضي پېښو او حالاتو لپاره چې کومو مشرانو بزرګانو وظيفې او اذکار ټاکلي وو، د هغوی ټولو په سرونو کې زما غوندې حالت سره د مخامخېدو په اړه هېڅ فکر نه و پيدا شوی او نه يې په اړه څه ليکلي وو. د حسن بن صباح په اړه په خپل کتاب کې مولانا عبدالرزاق کانپوري يوه دعا په حسن پورې تړلې ده، چې په لوستو يې دی د سفر له نورو ملګرو سره يوځای له سمندري توپانه ژوندي راوتلي وو. هغه دعا مې ولوستله. حاضر امام او غايب امام مې راوننګول. منتونه او نذرونه مې ومنل. ژمنه مې وکړه، چې که دا وار له دې بلا روغ خلاص شوم، د پلار و نيکهٔ په دين به کلک پنځه وخته ديوبندي لمونځ کوم. کمبخته يږ په نذر و نياز ښورېدهٔ هم نه. فکر مې وکړ، چې که په عربي دعا وکړم، ښايي ژر اغېزه وکړي….. (اللهم انی اعوذبک من هذاه الخرس ابيض) مې څو واره په ژبه او په زړهٔ کې ولوسته. هر څه بې ګټې وو. بيا مې وويل، چې راځه، ناد علی ولوله. چې څنګه مې (نادا عليا مظهر العجايب) له خولې ووتل، زړه ته راغلل، چې هسې نه، د شيعه وو په مشرکانه اذکارو خدای ج خپه شي او خامخا مې په يږ و نه داړي. حصن، حصين او حزب البحر ته مې پناه يووړه. ژر مې پام شو، چې د شيخ ابوالحسن شاذلي رحمه الله (درود تنجينا) په داسې وېروونکو ستونزو کې ازمويل شوې نسخه ده او بيا مې نو (اللهم صل علی محمد و علی محمد صلاة تنجينا بها من جميع الحاجات و تطهرنا بها من جميع السيات و ترفعنا بها عندک علی درجات و تبلغنا بها اقصی الغايات من جميع الخيرات فی الحيات و بعد الممات انک علی کل شئ قدير) لوستل پيل کړل… بيا مې د ياسين سورة د تلاوت اراده وکړه. بيا مې فکر وکړ، چې ټول قرآن کريم له فاتحې نه راپيل کړم. آخر زما د قرآن کريم حفظ د همدغو ستونزو د هواري لپاره و. پام مې نه برابرېدهٔ. څو آياتونه مې ولوستل. په پټو سترګو مې د يږ پر خوا ورچوف کړل او د سترګو له کونجونو مې وروکتل. ظالم بيخي ساه هم نه اخيسته. فکر ته مې راغلل، چې د لياقت بلوڅ او عبدالاکبر چترالي په اړه مې پوسټ کړی و او د هغوی ازار راپسې شوی دی. خو که د هغوی ازار راپسې شوی وي، نو سيد بختيار المعاني خو هم د رسول الله ص آل او د طوطه کان بابا اولاده ده، د هغه ستاينه ولې په ښه رانغله؟ اوس ورو، ورو پر دې راضي شوم، چې تقدير ته ځان وسپارم. بس د همدغهٔ يږ له لاسه مې مرګ ليکلی و او په نيم زړه مې دا مرګ ومانهٔ. بيا مې له مرګه وروسته د ځان په اړه په ټولنيزو رسنيو کې پوسټونه ذهن ته راغلل. شمس کاکړ صاحب به راپسې ليکي:
“د امريکا په لويه وچه کې د چکر پر مهال زموږ پر ملګري رشيد يوسفزي باندې د يږ حمله. انا لله و انا اليه راجعون”. انعام رانا به ليکي: “ګران ملګری رشيد يوسفزی د يږ په بريد کې له نړۍ وکوچېد”.
مذهبي خلک به راپسې ليکي: “د الحاد له عبرته ډک پای… خدای پاک د خپلو داړونکو ژويو په وسيله هم ملحدان له منځه وړي… ” او مذهبي لوچکان به له دې هېڅ خبر نه وي، چې رشيد يوسفزي د مرګ په کومي کې څومره کلمې او ذکرونه ويلي وو، يا دا چې د رشید يوسفزي په سينه کې د الله ج د کلام تر څنګ د رسول الله ص سلګونه احاديث هم خوندي پراتهٔ وو او کافر يږ قرآن او حديثو ته هم و نه کتل.
ملتپال، چې دوست و دوښمن يو هم نه بښي او پاکستان پالان، چې له عامه حس، عقل او پوهې سره يې پخه دښمني ده، به د خپل، خپل فکر له مخې زما نااټکل شوې او عجيبه و غريبه مړينه پر حکومت وراړوي.
د مړينې په همدغو اعلانونو کې ورک وم، چې کتل مې، مخامخ دوه همجنسپالې Lesbian جينکۍ په خپلو کې په څټلو او ښکلولو لګيا دي. ورسره يې سپی هاخوا، دېخوا ورته ګرځي. حيران شوم. دا خدای دښمنې له يږ نه هم نه وېريږي او دلته په دې ناشرعي کار لګيا دي. په دې وخت کې يې د سپي ما ته پام شو او راباندې را ويې دانګل. يک نشد، دو شد. يږ مې بيخي هېر شو. په ناپامۍ کې مې چې له سپي منډه کړه، پر واوره وښويېدم او نېغ د يږ په ګېډه ورننوتم. همجنسپالې جينکۍ له غېږو سره بېلې شوې، سپی يې کنترول کړ او يوې يې ما ته مخ راواړاوهٔ:
He speaks aloud but never bites.
مطلب “غاپي، خو خوړل نه کوي”.
ما واورين يږ هېڅ نه و ليدلی. دغو ظالمانو له واورې نه په دومره هنر يږ جوړ کړی و، چې زه پرې د رښتيا دوکه شوم. انسان څومره اسانه تېروتلی شي! د جېروم کې جېروم Jerome k Jerome (د پاريس پلاستر) ماهی خو يوه تشه کيسه وه. دغه واورين يږ خو زما پښتني غرور، زړه ورتيا او مېړانه را دړې، وړې کړل. شکر دی، چې شاوخوا کوم بل پښتون نه و.
ژر مې ځان راټول کړ، په وچ زور موسکی شوم. دواړه جينکۍ زموږ غوندې په هوټل کې مېشتې سيلانيانې وې. يو څه (سمه ده، څه خبره نه ده او …..) مو سره وويل او بې له دې چې نور ورته وګورم، د هوټل خوا ته په منډه شوم.
په لاره کې مې د خپل بې زړه توب له شرموونکو خيالونو نه د خلاصون لپاره په زړه کې دواړه جينکۍ وښکنځلې. ولې يې د سپي لپاره په انګرېزي کې د It اشاروي ضمير پر ځای He وويل؟ بيا د سيد سعادت علي شاه د Exploring the world of English اصول را په زړهٔ شول، چې په مينه د ماشوم، څاروي او بې ساه شيانو لپاره د He کارول روا دي. بيا مې دواړه جينکۍ په زړهٔ، زړهٔ کې د همجنسپالنې پر سر ورټلې. حديث راياد شو، چې “سحاق النساء زناء بينهن … په خپلو منځونو کې د ښځو څټل، راڅټل د دوی زنا ده”. ورسره دا هم راياده شوه، چې سر اېچ، اې آګب دغه حديث موضوعي بللی دی او ليکلي يې دي، چې سبک يې د اسلام د پيغمبر صلی الله عليه وسلم د خبرو نه دی. په همدې فکري جرح و تعديل کې هوټل ته ورسېدم.
کاملا په خپلو خاکو کې بوخته وه. له لرې مې ورغږ کړل، چې له لويې بلا خلاص شوی يم. په ډېره سخته مې ځان ژغورلی او بيا مې کيسه ورته راپيل کړه. کاملا له تلوسې او وېرې تر ژړا راورسېده. په دلاسا يې زما پر سر لاس راتېر کړ. ويل يې: ډېر کړاو درباندې راغلی. دا بده وه، بده وه. يوه دقيقه صبر شه، زه درته کافي راغواړم.
چې بېرته راغله، نو ما خبره پسې وغځوله. ما وېل؛ شکر! چې هغه يږ د واورې و او زه بچ شوم.
کاملا له يو څه طنزي حيرانتيا وروسته له خندا شنه شوه. بيا يې وويل: چې بيا هېڅکله د پښتنو د زړورتيا ډوزې راته و نه ولې.
ما دلته هم د پښتنو پزه ورپرې کړه. يا الله! يا ستار! هر څه چې وي، زما د زړهٔ درزا اوس هم ځای ته نه ده راغلې. انسان په خټه کې ډارن دی، که څه هم چې د زړورتيا ډوزې ويشتونکی پښتون وي.
جادويي رياليزم، نيم ريښتيا، نيمه کيسه…

لیکوال: رشید یوسفزی
ژباړه :پروفیسر عارف الله حق پرست

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button