د ریاض تسنیم په شاعرۍ کې د پښتني ناسیونالیزم جمالیات

د ډېرو هغو سرسري څرګندونو په خلاف چې ناسیونالېزم ته د تعصب په سترګه ګوري په حقیقت کې د یوې جعرافیې د اوسېدونکو د احساساتو، ارمانونو، ارزښتونو، تاريخي حافظې او شريکو ګټو په اړه هغه تصور او تفکر دی چې د خپل ډلییز شناخت په موندلو سره د نورو د شناخت او حدودو د پيژندنې زغم او تحمل رامنځته کوي.

د تاريخي او علمي اسنادو پر بنسټ ناسیونالیستي تمایلاتو او افکارو هغه وخت وده وموندله چې د مذهبي تعصباتو له امله د ځمکې مخ سره تبۍ ګرځېدلې وه او له ځانه سره یې د لسیزو جګړو د بربادۍ انځور پریښی او د انسانانو ژوند یې تریخ کړی و.

دغه تعصباتي وحشت که هرڅو په خپل وخت کې ټولنیز او ډلییز هویت د ورکې سره مخ کړی و خو وروسته له یوې تورې دورې ددې سبب شو چې د جعرافیو د اوسېدونکو ترمنځ د ډلییزو مفاداتو او د هویت د بقا خوځښت رامنځته کړي، د خلکو ترمنځ د ناسیونالیستي فکر ددغه خوځښت  رامنځته کېدل نه یواځې په سیاسي، نظامي او اقتصادي خپلواکۍ ولاړ و بلکې د بیلا بیلو سیمو د خلکو او اوسېدونکو د ټولنیزې پیژندګلو، ژبې، تاريخ، کلتور، فنونو، کسبونو، دودونو له ګډ ژونده د را پیدا شوي جمعي احساس او تصور ښایښتونه یې هم له ځانه سره په غېږ کې درلودل.

نو له دې کبله کله چې د ناسیونالېزم( ملت پالنې) خبره کيږي هغه ددغه فکر یواځې په سیاسي، پوځي او اقتصادي برخو پورې نه وي محدود بلکې له ټولو هغه توکو برخمن وي چې مونږیې پورته یادونه وکړه  نو په دې حساب د ملت پالنې او ملي ګرایۍ تمایل او تفکر د یو قوم د جمالیاتو د تشکیل او جوړښت سبب هم ګرځي.

جمالیات د بشر د فکري نظام هغه نړۍ ده چې د خپل نظم او جوړښت له کبله د ښکلا او ښایست تصور ته څرنګوالی ورکوي، دغه څرنګوالی د یوې ټولنې د افرادو په وسیله د یوې داسې مطالعاتي نړۍ برخه ګرځي چې د هغې د اغیز د ماهیت او هویت د پيژندنې سبب کيږي، نو همدا دلیل دی چې جمالیات او هنرونه سره ډيرې ژورې اړیکې لري.

په دې اړه چې څومره بحثونه د پوهانو او عالمانو ترمنځ شوي یو ټکی چې مشترک دی هغه دا چې د ټولو بحثونو محور ښایست او ښکلا ګڼل شوې ده.

خو په یوناني متونو کې چې دې له پاره کومه اصطلاح کارول شوې له هغې را څرګنديږي چې په دې برخه کې د حواسو په وسیله د اغیز او حس تعبیر دې مفهموم ته مانیزه پراختیا ورکوي.

د « حواسو په مرسته اغیز» او « احساس» مونږ سره د بحث په سپړلو کې دا مرسته کوي چې جمالیات یواځې په پنځو حواسو نه پيژندل کيږي بلکې د هغې « درک او شعور» هم اساسي برخې دي چې په مرسته یې ددې بحث افاديت او ژورتیا د نظر وړ ګرځي.

نو په دې مرحله کې بیا د جمالیاتو احساس په خپله یو ډول تخلیقي عمل ګرځي چې ظاهري تاثر او شعور یې د انسان د تصور د بشپړې بیدارۍ سبب ګرځي.

د جمالیاتو د برخې یو مشهور لیکوال کروچي خو ځکه وايي چې « ريښتینې پنځونه هغه نه ده کومه چې زمونږ په مخ کې ده، بلکې ریښتينې پنځونه هغه ده چې د هنرمند په تخیل کې ترکیب مومي او ددغه تخیلي ترکیب بیان بیا تخلیق دی.نو په دې حساب هغه نالوستی شخص هم هنرمند دی چې له دغه تخلیقي سوچه خوند اخلي.»

د کروچي ددغه نظر په مصداق د پښتو ژبې نوښتګر او د اسلوب خاوند شاعر ریاض تسنیم د خپل ورځني ژوند له ټولو شیبو د تخلیق کار په توګه خوند اخیستی او د حواسو په ذریعه د اغیز او د حس په شعور سره یې د خپلې ټولنې جمالیات دریافت کړي دي.

داسې خاموشه سوزېده هم مزه خپله لري

کوم کوم سړو ته به د ماتو زړونو حال وايو

« د ریاض تسنیم کلیات، مخ ۱۱۷»

دا شپه زمونږ د بدبختۍ حالونه چاته وايي

یوه شېبه د ستورو ډک اسمان ته ودرېدمه

«د ریاض تسنیم کلیات مخ ۱۲۲»

د مشهور انځورګرلینارډو داونچي شاهکار اثر د مونالیزا انځور د جمالیاتو یوه بهترينه بېلګه ګڼل کيږي او په اړه یې د نړۍ پوهانو له راز د دغې ډکې مسکا ډول ډول تعبیرونه کړي دي، دغه انځور د فلورانس د وخت د حاکم د هغې میرمنې یادونه نه کوي، چې د داونچي په اړه یې ډیره لیوالتیا ددې سبب شوه چې د خاوند په خوله له هغه د خپل انځور کښلو غوښتنه وکړه او داونچي یې هم د خپلې جادوګرې ښکلا په منتر کې راګير کړ.

له ښکلا ډک په دې انځور کې د داونچي د ورکې مور نښې هم ښکاري چې د ټول عمري لټون سره سره دده په لاس د یوې جنګي وسلې په ډز مړه شوه او بیا یې ترې مړی هم ورک شوی و، په دې شاهکاره تابلو کې د داونچي هغه دروني حالت هم ښکاري د هنري او جنګي اختراتاو او د شخصي ژوند له مصیبتونو له امله هغه د یو سخت روحي او ذهني عذاب سره مخ و.

دا یو منل شوی حقیقت دی چې د هرې هنري پدېدې د ارزونې او جاج کولو پرمهال کره کتونکو د هغه پېر ټولنیز، سیاسي او کلتوري مسایل او موجود وضعیت هم له پامه نه دی غورځولی او که پام ورته ونه شي نو د هغې هنري فن پارې په تخلیق کې اغیزلرونکي توکي او عوامل به له مو هیر کړي وي چې په دې سره د فن پارې تر شا پروت تاریخي ارزښت او ماهیت هم له ګواښ سره مخ کيږي.

د مونالیزا پر شونډو خاموشه مسکا له ځانه سره سل رازونه لري چې په هر دید یې څرکونه ښکاري او په دغه سلو رازونو کې د هغه مهال د فلورانس سیاسي او اجتماعي وضعیت مهم ځای او نقش لري.

په یو غمجن او ناهیلي چاپیريال کې مسکا که یو ډول انسان ته د ژوند خواږه وریادوي نو بل لورې په شته وضعیت او حالت یو طنز او د بغاوت یوه ښکلې هڅه ده.

که د مونالیزا تصویر د ښکلا او جمالیاتو غوره بېلګه ګڼو نو بیا ددې اصطلاح دا تعریف «چې د حواسو په ذریعه رامنځته شوې اغېزاو شعوربلل کيږي.» ډېر ماناداره کيږي او جمالیات یواځې « خوند» ورکول نه بلکې «شعور» هم رامنځته کوي، چې داسې ده نو بیا ویلی شو چې د ریاض تسنیم شاعري د پښتني ملت پالنې د جمالیاتو یوه غوره بېلګه او ټولګه ده.

د ریاض تسنيم شاعري چې لوستونکی لولي نو په ډېره واضحه توګه د هغه نظریه او فکري بنیاد ترې معلوميږي، ددې وطن او ددې اولس دردونه او پرهرونه د هغه د شاعرۍ په لفظ، لفظ کې څړیکې وهي، هغه که د خپلو ارمانونو یادونه کوي او که د خپلو خوبونو د خپل اولس او ددې خاورې له پاره دي، د هغه په شاعرۍ کې د خپلو تالاشویو ماښامونو ساندو یو سوز پیدا کړی او د پښتنې خاورې خوشبو په کې ساز را پیدا کړی، دغه سوز او ساز د هغه دتخلیقي تجربو بنیاد دی او دا بنیاد یې دومره مضبوط او ښکاره دی په ټوله شاعرۍ کې خور دی. په غزلونو کې یې دغې احساس دروني رنګ خپل او داخلیت یې دومره شدید دی چې جمعي مسله یې د خپل ذات برخه ګرځولې او په ازاده شاعرۍ کې یې د ملت پالنې نظریه دومره پخه او مشاهده یې دومره پراخه ده چې دید او لید ته یې د یو دانشور رنګ ورکړی دی.

د تسنيم په ټوله شاعرۍ کې د سوز او ساز دغې شدت دا خبره اثبات کړې چې دهغه د شعر په شاه یو مضبوط فکر او د ملت یو تصور موجود و.

هغه د پښتونخوا د ساډوبیدونکي چاپیریال سانده هم ویلې او د کابل د تالا شویو میوو ویر یې هم کړی دی.

هغه چې د خپل قوم ډلې ډلې کېدل او خپل منځي تعصاب او تربګنۍ کتلي نو لکه د خوشال خان خټک یې خپل دردیدلی زړه په شاعرۍ کې په درزا شوی دی.

ژوند زمونږه حوصله ده په دې خاوره

مرګ دی هره ساه او شپه ده په دې خاوره

«د ریاض تسنیم کلیات، مخ۱۲۳»

یخې شپې د دسمبر، واورې، بادونه

زړونه ریژي که د شګو کمرونه

د یوه کردار نه ګېرچاپېره چورلي

یک کرداره دي زمونږه داستانونه

«د ریاض تسنیم کلیات، مخ ۱۰۷»

 

نېزې دي او زمونږ غلبیل سینې دي او ماښام دی

تسنيمه! د کوفې د ښار کوڅې دي او ماښام دی

سړيو! خو بس د خپلو هدیرو نه ګرد تاویږو

ګردونه دي او ماتې ماتې پښې دي او ماښام دی

« د ریاض تسنیم کلیات، مخ ۶۵»

په دې او داسې نورو ډېرو ښو شعرونو کې ریاض تسنیم د پښتون قوم د ژوند یوه داسې منظرنامه او د حال مشاهده وړاندې کړې چې ددې خاورينې نړۍ د اوسېدونکو له خوښې پرته یې مقدر جوړ شوی دی، خو شاعر له دغه مقدره شاعرانه بغاوت کړی او لکه د خپلو لوستونکو ذهن چې راويښوي او په دې یې پوهوي چې تاسو د خپل حال د جمود په یوې پردۍ پنجره او حصار کې یې. دا د یو هنرمند مسولیت دی او تسنيم په خپله شاعرۍ کې ترسره کړی دی.

د قومونو د ارتقا تاريخي  پس منظر را ښايي چې دوی د خپلې جمعي بقا او قومي ځانګړنې ساتنې له پاره تل د ژوند د ښکلي کولو او د خپل ټولنیز توب ساتلو له پاره تل له خپلو فکرونو او پوهې کار اخیستی، په عمل او فکر کې دغه مسلسله هڅې د کلتور د جوړېدو سبب شوي او د غه کلتور د هغوي د انساني ژوند په ټولو اړخونو خور و او بیا هم دغه د ژوند نظم او د ژوند نوعیت هغوی هم خوندي کړي او هم د هغو قومونو د ودې او بقا سبب ګرځېدلی دی.

په دغې هڅو کې هنرمندان، شاعران او کسب ګر تر بل هرچا فعال پاتې شوي او هم دوی دي چې پیړۍ پیړۍ یې د خپلو ارزښتونو او ارمانانو ترجماني کړې ده.

د خپل کلتور دغه استازولي یواځې د ښو اقدارو په ستاینه او پالنه نه کيږي بلکې د خپل معاصر ژوند او له بدو تاريخي پيښو د خلکو خبرول او د هغې بد تصویر ورښودل هم د یو باشعوره تخلیق کار د فن ښکلا وي.

او دا ځکه چې کلتور هیڅ کله جمود نه مني او د وخت په تېرېدو او زمونږ د هنرونو د پراختیا سره وخت په وخت هغه هم نوی کيږي بدو دودونو ته شا کوي او ښه رویات له ځان سره ساتي.

په دغه تناظر کې که ریاض تسنيم د یو انقلابي شاعر په توګه په شاعرۍ کې د پاڅون، برید، غچ اخیستنې او د تورې د ویستلو نعره نه ده کړې دا دهغه د شعر په اهمیت هیڅ تاثیر نه لري، بلکې هغه خو قوم پالنې ته رومانوي رنګ ورکړی او د قام پالنې مفکوره یې شیرينه کړې ده.

په ریاض تسنیم کې پروت نشنلزم د هغه په شاعرۍ کې لکه د عشق لکه د مینې د یو خوب او لکه یو ارمان داسې غزونې کوي او په دې توګه د نورو ډیرو خوبیو سره د ولس دغه مینه د هغه د شاعرۍ روح روان دی.

ریاض تسنیم د یو ملت جوړونې له پاره د اجتماعي احساس د ژوندي ساتلو او خلکو ته د ځمکې د خوبونو ورکولو بنجاريتوب کړی، مونږ یو قومي جوړښت غواړو او د هغې له پاره ډېره ضروري ده چې د خپلې ټولنې د ورځني ژوند تجربې، پيښې او عاطفي تمایلات په نظر کې ونیسو، ددې له پاره د یوې ټولنې روان او نفسیاتو ته کوزیدل ضروري خبره ده او ارواښاد تسنیم په خپله شاعرۍ کې په ډير ښه شان دا ابتکار او نوښت کړی دی او فردي او جمعي تصورات یې په یو بل اډانه کړي دي.

خلکه! کډې ګرځول له مانه زده کړئ

چې مې زوړ پاس په اوږو د کور سامان شو

«تسنیم،ریاض، دا کوم رنګ مې کشید کړی، مخ ۵۲»

کال په کال داسې نیستۍ، داسې حادثې راغلې

شي د زلمو ګوټې، د پیغلو پيزوانونه ګآنه

«تسنیم،ریاض، دا کوم رنګ مې کشید کړی، مخ ۳۰»

وییل یې دا د کوم بدن خوشبو درپسې راغله

ویېل مې، ستا له مخه خوشبویانې راپسې دي

«تسنیم، ریاض، کلیات، مخ ۱۶۲»

دا شپه زمونږ د بدبختۍ حالونه چاته وايي

یوه شېبه له ستورو ډک اسمان ته ودرېدمه

«تسنیم، ریاض،چنډن، مخ،۱۴»

ریاض تسنیم په خپلو څو مکالماتي غزلونو کې د خپل مرشد سره په داسې بنیادي پوښتنو غږېدلی چې هغه زمونږ د ژوند مهم د بحث وړ مسایل دي، او بیا یې د خپل مرشد په خوله داسې ځوابونه وړاندې کړي چې که یو لورې شاعرانه خوږلنی لري بل لورې د پاشل شوې ټولنې په اړه فلسفیانه انتقاد نظر هم دی.

تسنیم د ژوند په اړه پوښتنه کوي خو د مرشد ځواب یې زمونږ د حال د ټولنیزتاریخ نچوړ دی، تسنیم د نیمګړو ارمانونو پوښتنه کوي او مرشد یې په مخ کې ولاړو دیوالونو ته ګوته نیسي، تسنیم په خپلو سترګو کې د وچو چینو سوال بیانوي او مرشد یې د سفر د ځیګرخون داستان مخ کې غوړولی.

دا ټولې پوښتنې په ذهن کې د یوې حادثې له امله نه وې پیدا شوې، لکې د یو بصیرت لرونکي تخلیق کار د بصارت هغه له احساس ډکه تجربه ده چې په ځواب سره یې هغه د قوم د خوب د تعبیر تاج محل ودانول غواړي.

دا ټول غزل لوستونکي د ریاض تسنیم د کلیاتو په ۱۲۰ مخ لوستلی شي او د سوال او ځوابه راپیداکېدونکي پوهه ددې سبب کیدی شي چې مونږ د خپل ځان په پيژندلو ددغه بې جوړې شاعري شعري قامت تعین کړلای شو.

زما ددې ټولنې لیکنې موخه هیڅکله دا نه ده چې ګوندې د ریاض تسنيم د شاعرۍ ټول ظرافتونه ګوندې په همدې یوې موضوع ولاړ دي، د نوموړي د شاعرۍ د نور اړخونه په خپل ځای خو که د ملت پالنې په اړه یې بحث کوو د هغه د دوه شعري ټولګو« دا کوم رنګ مې کشید کړی» او « چڼدڼ» سریزې یې هم کفایت کوي چې د خپلو خبرو په توګه یې وړاندې کړي.

ریاض تسنیم په خپله لومړۍ شعري ټولګه کې د ( من آنم) تر عنوان لاندې په خپلو خبرو کې چې په حقیقت کې په نثر کې شاعري ده یو ځای وايي.

« یو سړی دی او هغه د یو داسې قام فرد دی څو چې په دې نه دي خبر چې ددوی په لاسونو کې چې کومه جنډه ده، دا د چا ده؟او دوی په چا پسې روان دي؟»

«تسنیم، ریاض، دا کوم رنګ مې کشید کړی؟، مخ،۰۹»

په خپله دویمه شعري ټولګه ( چڼدڼ) کې د خپلو خبرو پر ځای هغه یو ځل بیا د خپلو لوستونکو سره د ( من آنم) په مخاطبې پیل کوي او یو ځای وايي« خوشال خټک ته وایه، د تورمخي اورنګ په شونډو یوه طنزیه مسکا خوره ده او د سرکاري ټي وي په وړوکي شان سکرين زمونږ دانش د وېنو خوړلیو کتابونو  د ورستو ورستو پاڼو د ډيري نه زیات حیثیت نه لري.»

تسنیم، ریاض، چڼدڼ، مخ۰۹»

د ریاض تسنیم د شاعرۍ‎ لفظونه، استعارې، سمبولونه، تشبیهات او ټولنې شاعرانه تجربې دا په ډاګه کوي چې د فرد په ژبه ګویانه دغه همه جحته شخص څنګه ټولنیز احساس او شعورته ژبه ورکړې او دغه هنر هغه په خپلو هم عصرو شاعرانو کې څومره ځانګړی کړی.

نور د وطن د مینې لوی ثبوت له کومه راوړمخ

لکو رامبیل لټول ما یې بویولې خاورې

طاير ځلاند 

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button