هغه ليک چې سخت يې وژړولم
لیکوال: خوشنود خرمي
ژباړه: محب الرحمن ماليار
شپاړس کاله مخکې مې له پلار سره زړه بدي راغله ماسپخښين مهال و مونږ دواړو يو بل ته تېرې زياتې وکړې ، زه ځوان وم ګنی دا مسله دومره جدي نه وه چې خوا مې پرې بده شوې وای بس هسې احساسات مې په عقل غالبه وو نه مې غوښتل چې د پلار له ځوابه پاتې راشم ؛ پلار مې هم زما په څېر جدي،انديښمن ،سودايي و او زړه يې ډېر نازک و له زينو په تراټ راغی او ښه کلکه څپېړه يې مخ ته را سيخه کړه په هزارګي ژبه راته له غوسې سور شين واوښت په رېږدېدلي لهجه يې راته کړل چې( د تمام آغیل یک باچه نیه که د مقابل آته خو مثل تو وری ایستاد شونه)
يعنې په کلي کې ستا په څېر سپين سترګی مې نه دی ليدلی چې خپل پلار سره ژبه واړوي او دپلار په وړاندې ودرېږي .
همدې څپېړې ،همدې خوابدۍ او همدې لانجې زما پر مخ د برخليک نوي ورونه پرانيستل نور مې هېڅ ونه وېل ، شپې ناوخته لاندې خونې يعنې تل خونې ته کېوتم د پلار واسکټ مې په ديواله راځړېدلی و د پلار جيبونو ته مې لاس وروړ دقيق مې حافظه کې نه دي پاتې چې څومره نغدې پېسې وې خو دا مې ياد دي چې دهمدې ورځې په پرون يې پسه پلورلی و دپلار له جيبونو مې هرڅه را واخيستل ګهيځ ملا اذان له کوره ووتم همداسې روان وم ، کور رانه سوکه سوکه لرې کېده بيا مې رو رو کلی پناه کېده له کوره لرې شوم ،له کورنۍ هم فناه شوم بالاخره له ښاره هم ووتم په هغو لارو مې سترګې ښخې شوې چې کلونه وړاندې مې پلار پرې تللی د ايران زاهدان،تبرېز او اصفهان ته ورسېدم نه پوهېږم چې زما له تېښتې وروسته به مې په کورنۍ کومې ورځې راغلي وي .
په دې هم نه يم خبر چې د کور کلي په وړاندې به مې کورنۍ څومره سپکه شوې وي ؟په دې هم خبر نه يم چې پلار به راپسې څومره ځايونه لټولي وي ؟څومره ناکراره شپې به يې له اندېښنو رڼې تېرې کړي وي ؟خدای خبر چې مور به راپسې څومره له ځوره زړه خوړلی وي ؟خو ددې تېښتې د نفسګيره داستان زور يوازې ما حس کولی شو.
احساساتي ځوان وم او تجربه مې ډېره خامه وه د همدې خام باور او سرتمبګۍ له مخې مې مسير نه و معلوم بس ځان سره مې منلې وه چې (ځم چې هرځای ته ولاړم)
څلورکسيزه کورنۍ مې درلوده ؛ دې کورنۍ کې زه وم ،مور مې وه، پلار مې و او يوه لس کلنه خور مې وه چې مرجان نومېده.
د ژوند د زړه تنګون په سختو لارو کې مې ټول هېر کړل خو کله کله به مې د مور څېره سترګو ته ودرېده چې راته به يې وېل :زويه د پلار په وړاندې دې غږ مه جيګوه .
مور ته مې هم کومه اندېښنه نلرله له ټولو نهايت خفه او خوابدی وم .
له دې کشمشکونو پينځه کاله واوښتل داچې له ټولو خفه وم ددې ستړي کلونو په اوږدو کې مې دخپل د کورنۍ هېڅ غړي سره هېڅ ډول اړيکه نه لرله په يوې ګوښې ځای کې يوه کارخونه کې مې د غالۍ اوبدلو کار پېل کړ دځان ،وطن او کورنۍ په هکله مې چاسره بحث نه کاوه نه مې کورنۍ ته د ډاډ لپاره کوم ليک ولېږه ان له خپلو قوميانو مې ځان څنډې ته کړ .
هلته چا نه پېژندم؛ څوک نه پوهېدل چې زه څوک او له کوم ځايه راغلی يم. ښايي کورنۍ مې هم منلي وي چې زه نور ژوندی نه يم ؛ ښايي ددوی زړونو کې زما لپاره کوم ځای نه و پاتې ځکه دوی هم څوک نه و پوښتلي چې محمد چېرې او څنګه دی ؟
بيا به مې هم ځانته ويل: نه ، نه داسې نه ده زه د مور نازولی زوی وم ، په پلار هم ګران وم ځکه زه يې يوازنی نرينه اولاد وم زمونږ ټولنه کې د زوی لرل د بقا او پايښت په مانا ده ځکه چې څوک زوی نه لري دهغه مال ميرات وي .
خور راته د يو نهال اميد درلود چې سختو ورځو کې ددې نيالګي سيوري ته به پناه راوړي .زما د تېښتې پېښه يو تصادف و چې ما يې اټکل نه و کړی .
ددې ذهني کشمکشونو برسېره مې ځان هماغسې په څنګ نېولی و .
نه مې غوښتل له کورنۍ سره کومه اړيکه ولرم او نه هم ددې لېوال وم چې څوک مې احوال وپوښتي .
پينځه کلونه مې په يوازيتوب کې واوښتل ، نه پوهېږم چې ما مې پلار ته ولې دومره زجر ورکړ نه پوهېږم ما له هغه د څه شي غچ او انتقام اخيستل غوښتل؟ او ولې مې زړه د کينې له اوره داسې ورته پړسيدلی و ؟
په دې کلونو کې مې يوه ورځ زړه ښه نه کړ چې يوازې همدومره وايم چې پلاره ژوندی يم ؛ موری زه دلته يم او زه ښه يم. بس همدومره ويلو ته مې خوله نه جوړېده ؛ څومره ماشومانه ضد نيولی وم چې مې خپل پلار ته دا ډول زجر ورکړ .
يو وخت د اروپا لارې اسانه شوې د کډوالو د يوې څپې سېل په اروپا ورمات شو چې زه هم ددې کډوالو يوه برخه وم ددې لوی سفر موزې مې کلکې پښو ته واچولې له يو اوږده مزل وروسته د اروپا په دروازو ور ننوتم ايټاليا ته لاړم او هلته راته د هغه ځای تابعيت راکړل شو. د يو انسان په توګه مې درناوی وشو. نوې لارې او نوې ارزوګانې مخ ته راغلې، نوي خلک مې ژوند ته راغلل؛ په دې رنګين ښار کې مې هغه له خټو د جوړ کور رنګين رنګ ونه وليد، د مور ،پلار او خور هجر راته ژوند خورا بې رنګه او پيکه کړی و. څه وخت له همدې رنګين ژونده ستړی شوم د مور ،پلار او خور ياد زما په هوساينو سيوری غوړولی و ، نه پوهېدم چې هغوی به چېرته وي مرجان به اوس ځوانه وي هغه به څنګه وي ؟کورنۍ به مې ښه وي کنه ؟همدې انديښنو په مخه کړم اوس مې د هغه عقدې اور سوړ شوی و نور مې له کورنۍ او خپل قومه کينه نه کېده.
هرڅه مې هېر کړي و دا هېرول هلته شوني شول چې زه يوې بلې ټولنې ته ننوتم او په يوې بلې ژبې غږېدل مې پېل کړل او بيا کله چې د يو کال بېلتون پر جريان کې دې څوک ديوې شېبې لپاره په زړه را ونه ګرځي نو طبعاً دوی ستا لپاره مړه دي ؛ يوه ورځ چا وپوښتلم چې افغانستان کې دې کورنۍ شته؟ نو بې له ځنډه مې ووېل چې نه ؛ نه يې لرم .
يوه شېبه مې سر ګرېوان ته کوز کړ ځان سره مې ووېل :هو وطن کې کور او داسې معصومه کورنۍ لرم چې ډېر بې باکه او احمقانه ډول مې يوازې پرېښودل .
او بيا مې دوی هېر کړل هېڅ مې ددوی په حال فکر ونه کړ چې دوی به څنګه وي څه حال به يې وي ؟
بله ورځ کار ته ووتم ژوند همداسې تېرېده لکه سړی يوازې په دې دنيا کې خپل دځان لپاره فکر کوي د بل چا هېڅ اندېښنه ونه لري. همدې بې تفاوتۍ کې شپې او ورځې اوړېدې چې تېر کال زما د تېښتې او فاميل سره زما د اړيکو د پرېکون پينځلسم کال پوره شو ؛ يو سهار مې دخپل د خونې ځړېدلې پردې راونغاړلې او له کړکيو مې يوه شېبه بيرون کتل چې زه يې د تېر ژوند ،کور او فاميل خاطرو ته يوړم کتل مې چې ماشومان د باران تر شبنمي څاڅکو لاندې لوبېږي مور او کورنۍ مې سترګو ته ودرېدل ددوی د يادونو دطوفان هجوم مې خونې او زما ژوند کې غوغا ګډه کړه .
يوه ورځ د اسمان لمن وريځو پوښلې وه د باران پاسته څاڅکي را ورېدل او د ونو پاڼې ورته نڅېدې دباران همدې څاڅکو لاندې يوه کورنۍ چې مور ،پلار او اولادونه وو په لوبو اخته وو باران دڅو شېبو لپاره ذهنا خپل کلي ته يوړم او هلته يې خپل د خټين کور دديواله ترڅېرمه تم کړم يوه شېبه همدې تصور کې وم چې زه د خپل خړګي کور خواته د باران څاڅکو ته ولاړ يم کله مې مور ته غږ وکړم او کله خپلې خور مرجان ته نارې وهم او په دې سره مې غريو ونيسي .
دا له معجزې کمه نه وه چې له پينځلس کلونو وروسته مې دکورنۍ د مينې طوفان په زړه را ننوت ، زړه او ذهن مې کلي کې و خپلې کورنۍ پسې زړه تنګون سخت پسې را اخيستی وم؛ په هغه ورځ له کوره ونه وتم کار ته هم نه شوم لاړ ؛ ټوله ورځ مې وژړل او ښه په چيغو چيغو مې وژړل سر مې له ديوال سره وجنګوه او هرڅه رانه تاوېدل د ژوندون ټولې خاطرې مې له سترګو تاوېدې د کلي تيږو او لرګيو پسې خفه وم دکلي هغه خټين کورګی مې ذهن ميخ و او پلار به مې هميشه دهمدې کورګوټي په زينه ناست و او ماته به يې خوشکې کولې بيا به مې مور را غبرګه کړه چې هلکه پلار سره دې خبرې مه اړوه .
زما ذهن سوال سوال و او همدې پوښتنو پسې را اخيستی وم چې وخت يې نه دی چې بايد کورته لاړ شم ؟ ايا ما بد نه دي کړي ؟ ايا شونې ده چې کورنۍ بد حال کې پرېدم او بې چورته ژوند وکړم؟ددې پوښتنو په ځواب زه هم نه پوهېدم په دوېمه ورځ لاړم وطن ته د تګ لپاره مې ټکټ وکړ اوس همدې کش وګير کې يم چې زما تګ منطقي دی ؟ کورنۍ پسې زړه تنګون مې تش احساسات دي که نه ؟ د پرواز شېبې ډېرې سختې وې خو ما خپل نهايي تصميم نيولی او تادي مې درلوده چې څومره ژر کېږي بايد لاړ شم او له پلار نه مې د احساساتي چلند بښنه وغواړم ، با وجود ددې چې ډېر بد انسان وم ، دومره عمر مې په ضد ،بې رخۍ او يوازېتوب کې تېر کړ له ټولو مې لاس اخيستی و ددې ټولو سربېره مې صبر ونه شو چې کابل ته ورسېدم شپه تر شپه مې ټکسي ترخپلې سيمې دشهرستان ولسوالۍ پورې کرايي کړه او له چلوونکي سره مې تر خپل کلي خبره وکړه او بيه مې ور پرې کړه ؛ کرۍ شپه مو ستړی مزل وکړ سبا ماسپخښين ورسېدو زمونږ د کلي بڼه هغسې نه وه څنګه چې پينځه لس کاله مخکې ترې را وتلی وم ، ترې لاړم او تری تم شوم او بيا مې هېڅ ترې خبر نه درلود .
د کلي بڼه بدله وه ، خلک په کې بدل وو زلميان اوس دپاخه عمر خاوندان شوي وو او د پاخه عمر خاوندانو د زړښت په درشل ولاړ وو او دهغه وخت عمر خوړلي ټول په ابدي مرګ تللي وو ، کله چې موټر کلي ته رالنډ شو نو چلونکي ته مې ووېل: هغه څنډې خواته لاړ شه ، هغه څو ونې چې درته ښکاري هغه څنډې ته خټين کور زمونږ کور دی. زمونږ د کور شاوخوا زاړه کورنه نړول شوي وو په ځای يې نوې ودانۍ ولاړې وې چې له امله يې زمونږ دکلي بڼه يوڅه بدله برېښېدله خو يوازې زمونږ د غربت جونګړه په خپل حال ولاړه وه بادونو او بارانونو خوړلي ديوالونه ، د کړکيو اسماني رنګ او زما د ماشومتوب څلی هماغه په پخواني قامت ولاړه وه هماغه کورګي چې په جلا وطنۍ کې زما تخېل ته کډه وکړه کټ مټ هماغسې وو. له موټره را ښکته شوم خلکو ليدلم خو چا نه پېژندم ؛ څېرې مې بدلون کړی و خو زما همزولی نسل تر ما پاخه ښکارېدل د وطن سختو ورځو يې پر څېرو ژور اغېز درلود .
دسختو حالاتو تراژېدۍ يې په څېرو کې له وراېه مجسمې وې .زما پوستکی لس کاله هوسا ژوندانه ځوان ساتلی و. په هر حال ما هم څوک نه پېژندل پلی وخوځيدم روان شوم چلوونکي ته مې کړل چې زما غوټې راپسې را واخله. هغه غوټو کې مې يو څه ډالۍ او سوغاتونه خپلې مور ،خپلې يکي يوې خور مرجان ته را اخيستي وې او خپل پلار ته مې هم ځان سره ځانګړی سوغات راوړ دهغه قهر او غوسه مې هېره وه د کور په انګړ چې را ننوتم يو ناتوانه او کمزوری سپين ږيری په برنډه کې ناست دی؛ وجود يې خپله سيکه بايللې غټې چشمکې يې ايښې وې د غږ اورېدو غوږۍ يې غوږونو کې ايښې وې چې تارونه يې ځوړند پراته وو .خواته يې ورغلم ؛ پام يې راته نه وو ښه نږدې شوم چې ګورم پلار مې دی آه څومره کمزوره شوی و …
منډه مې کړه په لاسونو يې پريوتم لاسونه مې ورته ښکل کړل، غاړه مې ترې تاوه کړه ، زما چيغو اسمان کوڼ کړ فضا زما د کړيکو له اورېدو ډېره ناتوانه وه په مخ مې ښکل غېږ کې مې ټينګ ونيوه او په غريو نيولي غږ مې وويل: ابامحمد يم!
خو ابا مې هېڅ عکس العمل ونه ښوده ښايي ؛هغه نور د ليدلو او اورېدلو ځواک له لاسه ورکړی و خو زه يې هماغسې غاړه کې پروت وم ژړا مې نه درېدله زه يې ځای ته راوستلی ونه شوم ، همداسې غلی او بې تفاوته ناست و. راسره ونه غږيد زما په راتګ نه خوښ و او نه خوابدی ، همدې حال کې يوه ښځه له زينو را کوزيدله ما فکر وکړ ښايي مور مې وي خو زما اټکل ناسم وخوت بلکې هغه ستړې ستومانه او تازه له کاره را ستنه شوې مېرمن مې خور وه چې نستوڼي يې هماغسې بډوهلي و زړې جامې پر تن وې غربت يې څېره سېزولې وه چې ماته مخامخ شوه يوه ناتراشه چيغه يې له خولې ووته او بېرته يې د زينو په طرف منډه واخيسته چې خواته يې ورغلم ومې نه پېژنده کرۍ شېبه ورته متوجې وم خو دا هماغه يوه او نازولی خور مې وه چې زما ناځوانيو د غربت د تناره لمبو ته پرېښې وه .مرجان خبرې نشوای کولای ټول بدن يې لړزې پسې اخيستی و ، دخپل د ټيکري پيڅکه يې د غاښونو لاندې ټينګه نيولې وه او اوښکې يې همداسې بې واره د سترګو له کاسو ورېدل غېږه مې ترې تاوه کړه د مرجان چيغو زمکه او اسمان لړځول غوښتل يې دپينځلسو کلونو دردونه راته وژاړي ، غوښل يې د پينځلسو کلونو بې وسي او بې کسي راته وژاړي ، غوښتل يې د پينځلسو کلونو انتظار او نهيلو درد راته وايي ، غوښتل يې چې زما د بې رخيو او ناځوانيو حال راته وايي خو غريو نيولې مرۍ يې نه پرېښوده يوازې يې دومره ووېل د ابا سترګو درپسې ديد پرېښوده، غوږونه يې زمونږ ساندو کاڼه کړل ، تېرکال مور هم مړه شوه مور مو نېستۍ ، نااميدۍ او غربت مړه کړه بيا يې چيغو فضا ولړوزوله زما ذهن کې دقيامت جرس غږيده د خور چيغو مې زما ذهن کې انګازې کولې هغه په حقه وه .
مرجان په يوازې ځان ډېر درانه غمونه راکاږل هغې نفقه ګټله د مور له خوړو تر درمله يې هرڅه برابرول د کوڼ او نابينا پلار پالنه يې کوله د خپل د ورک ورور د وير بار يې په زړه بار کړی و، مرجان د کور اخرنۍ اميد وه چې زمکې يې کرل د خلکو فصلونه يې ريبل کورنۍ ته يې يوه مړۍ ډوډۍ برابروله . ددې ټولو تراژيديو سيوری يې په څېرې غوړېدلی و د هغې چاودې او سوزيدلي مخ هرڅه ويل د هغې له پرې شويو ګوتو او تڼاکو لاسونو دردونه څڅېدل .
زه راغلم خو هرڅه هغسې نه و؛ زه ډېر ناوخته راستون شوم …..