د سهار پلوشې او د مازيګر زوال
د سهار پلوشې او د مازيګر زوال
ليکوال: دوکتور اجمل ښکلی
د سوابۍ د افغان کډوالو په بر کيمپ کې چې به د مانيرۍ له سرک کوڅې ته وروګرځېدې، پر يوه غاړه يې کامه وال او پر بله يې هډه وال پراته وو، ترمنځ يې کوڅه ډېره غټه نه وه، د دواړو غاړو د ښځو تګ راتګ ډېر و او سړو هم له يو بل سره ملګرتياوې پاللې او مېلمستياوې کولې، موږ ته مخامخ د چوکړې حادثې کور و، چوکړه يې ځکه بلله، چې په يوه سترګه کاڼۍ وه، نوره هم له رنګه سکاڼۍ وه او له جوړښته هم چندان ښکلې نه وه، په پاخه پېغلتوب واده شوه، خوشحاله وه، مېړه ورته ګران و، شاوخوا ښځو ته به يې چې خپل ډول ډال جوړاوه، د مېړه صفتونه به يې پيل کړل. په کومو ټولنو کې چې نارينه برلاسی وي، تر سرو زرو وروسته د نسب، منصب او کسب وکار له امله د ښځې لپاره مېړه د وياړ وړ وي او په مجلس کې پرې خپله غاړه لکه ساتي.
د حادثې د کور کېن اړخ ته د خمزوري لويه هوجره وه، چې د سوابۍ له اوبلن طبيعت سره سم په ګڼو ونو بوټو شنه وه. د حادثې د کور ښي لور ته د جمدر ماما او غونچې کور و، له دواړو سره خبره نه کېده، اوس هم چې د جمدر کلمه چېرته ووينم، همغه جمدر ماما راياد شي، چې د جمدر غوندې تېز و. د سرتور په نامه يې يو زوی لاره، چې ورک به شو او غونچې ترور به د لويې کوڅې په دې سر کې غږ وکړ، د تورکمنو له بازاره به ورته سرتور ځان رارسولی و. د جمدر ماما مور او يو پوډري ورور هم له دوی سره اوسېدل، چې چندان ورځ يې نه درلوده. زموږ په لور کې سرک خوا ته درېيم کور د ابراهيم و، يو ورور يې په افغان جهاد کې شهيد شوی و او دی په دې ډاګ کور کې له خپلې زړې مور سره يوازې اوسېده، چې تر جمدر ماما کم جنګېرک نه و.
په کيمپ کې رنګارنګ خلک وو، خلکو راشن اخيسته او کار يې نه کاوه، دې ته وزګار وو، چې د يو بل په کار کې کار ولري. داسې سړي هم وو، چې د يوه خبره به يې بل ته کوله او موږ به له مشرانو اورېدل چې پلانی لوی شيطان دی، پلانی او پلانی يې سره وجنګول. دا جنګول چې زه اوس فکر کوم، د رخې زېږنده وو او له وطنه له دې کليوالو سره راغلي وو، چې که به يو کس جامې لږې پاکې وې، د بل پر زړه به نه ځايېده.
زما چې ياد شي، د هډه والو خوا ته کورونه به د ګلونو او مېوو په بوټو ښکلي وو؛ خو د کامه والو په کورونو کې د لويو ونو ځنګلونه وو، چې بيا يې د کوټو په سرونو واچوي.
د جمدر ماما ښي اړخ ته ګاونډی ملتان ماما له خپلو دوو مېرمنو سره اوسېده، دواړو ته يې ګوړې ويلې، مشره يې چې لږه توره وه، د تورې او کشره يې چې سپينه وه، د سپينې ګوړې په نامه يادوله. د ګوړې په خوږو کې يې هم د مشرې او کشرې توپير نه و هېر کړی، توره ګوړه که هر څومره خوږه شي، سپينې ته نه رسي.
موږ چې واړه وو، د کامه والو او هډه والو ترمنځ مو ډېر توپير احساساوه، زما نشي ياد چې دواړو خواوو دې د ملګرتيا تار تر خپلوۍ هم غزولی وي. دواړو خواوو له تګ راتګ سره و بله فاصله ساتله او د يو بل په اړه يې عجبې خندوونکې او سپکې خبرې کولې، چې موږ ماشومانو يې هم اغېزمن کړي وو، ډېر وروسته پوه شوم، چې هډه او کامه نه د نړۍ يو ګوټ او بل ګوټ دی او نه آن د افغانستان يو سر او بل سر، بلکې د يوه ولايت دوه نېژدې پرتې سيمې دي.
د ماشومتوب احساس او اوسنۍ مشاهده مې دې ته ځير کوي، چې ماشومان بابېزې او مزخرفې خبرې هم جدي اخلي او توپيرولو او بېلولو ته ډېر تمايل لري، ځکه چې پراخه شننه نشي کولای او وېش يې په ډېرو سطحي بېلندويو ولاړ وي، د قبايلي ټولنو غټان هم دا ځانګړنه لري، چې د پيوستون پرځای بېلتون ته لېوال وي، موږ که غواړو، چې له نړۍ سره واوسو، بايد خپلو بچو ته له نړۍ کرکه ورزده نه کړو، چې سبا ورسره د تعامل پر ځای جګړې ته ملا وتړي.
زموږ په کوڅه کې به چې د سرک پر مخالف لوري لاړې او له پينځو شپږو کورونو به تېر شوې، په کبلو پوښلی يو ژور لښتی و، پر ښي لور يې دوکان، د خوږو پوليو ماشين او چې ښه به ورتېر شوې، د ګوپيانو د پټيو په اخر کې د وردک بابا کور و. هغه وخت په څلورانې څلور ژاولې کېدې. چې تره به مو له سنده راغی، زموږ نصيب به په څلورانيز کې وشو، دوکان ته به مو منډه کړه او که د پوليو د ماشين ډز به مو واورېد، ځان به مو يې چنۍ ته ورساوه، چې تر ډز وروسته راورېدلې پولۍ راټولې کړو.
خو تر دې مهم زموږ د کوڅې کيڼ لوری و، چې په يوه تنګه کوڅه پيل و. د تنګې کوڅې شاوخوا دنګ دنګ کورونه وو. په دې لوري به موږ هله تاوېدو چې ډاګۍ يار خان کې به د پلار ترورزي کره تلو. د پلار ترورزی مې تر پلار ډېر مشر و؛ خو سره خواږه وو او موږ ماشومانو دا خوږلني د دوی ترمنځ په ټوکو ټکالو، ډېر تګ راتګ او د نيا او د خور ترمنځ يې په “وۍ خورې” او “الله خورې” غوندې مينه ناکو الفاظو کې ليدله. د مني او ژمي په موسم کې به زموږ د خپلوانو تګ راتګ ډاګۍ ته ډېر شو، چې وږي، ګنې او سانچک راوړي.
هسې خو دا ډېره اوږده لار نه ده؛ خو هغه وخت چې به موږ پلي تلو، سخته اوږده راته تمامېده، په لار کې د جوارو شنه پټي له پرخو ډک، چې ځينو ځايونو کې به يې رېبلو خنډونو پښه وهله، د سهار د لمر پلوشو به د بوټو شينوالی لا جوت کړی و او د مازيګر لمر به پر پټيو يوه سړه خاموشي خپره کړې وه، د هغه وخت واهمه او احساس زه په الفاظو کې نشم بيانولای، لکه يو خوږ خوب، چې بيانېدای شي، خو احساس يې نشي انتقالېدای او دا ځکه چې د خوب او ماشومتوب ترمنځ ځينې ګډ ټکي دي، په دواړو کې د عقل و شعور مداخله کمه او خيال پياوړی وي، ماشومتوب کې هره خوا سړي ته يوازې رنګونه ښکاري. په لويېنه سړی پوه شي، چې دا رنګونه مازې څېرې دي، د دې څېرو تر شا د ګټو يو کاروبار روان دی، کاش هغه د ماشومتوب احساس او مشاهده په ژوند کې يو ځل بيا راتلای.
زموږ کور چې په لومړي ځل له پېښور نه لاهور ته ته، نيمه شپه مې له ټرکه سر اوچت کړ، د پمپونو او هوټلونو د رنګارنګو ګروپونو رڼاوو عجيبه خوند درلود، لکه د رنګونو يوه نړۍ چې اباده وي، خو لويېنې او بيا بيا سفرونو د ګروپونو له رڼاوو سره دومره عادي کړو، چې هغه ښکلا رانه پکې ورکه شوه، اوس چې هر څومره هڅه وکړم، هغه رنګونه پکې نشم ليدای، چې په وړوکوالي مې پکې ليدل. لويوالی هغه جبري تاوان دی، چې د رنګونو د غميو په له لاسه وتو حاصلېږي. زه د نوستالژۍ تر حده پر پخوانۍ نړۍ مين يم؛ خو د وخت تقاضا دا ده، چې نويتوب ته غاړه کېږدو او يا د نړۍ له مخه پو فنا شو، وخت جبر دی او جبر نازولی دی، ګنې د هغه وخت د لالټين د رڼا خوند په اوسنۍ برېښنا کې چېرته شته او د اوسنيو پخو کوټو ناسته د هغه وخت په خامو کوټو کې د بخاريو تر څنګ ناستې ته چېرته رسي.
د نيا خور به موږ کره کله کله شپو ته راتله، سره له دې چې دواړه سره مېرنۍ وې، خو ډېرې خوږې وې، د لالټېن رڼا ته به يې تر نيمې شپې بنډار تود و، پر مخامخ دېوال به يې د مخ سيوري دومره اوږده شوي وو، چې د شيشکو فکر دي پرې کاوه. سره پسېدې به، که په خوا کې به ورسره ناست وې، هم به پر دې نه پوهېدې، چې څه سره وايي، يوازې د “وۍ خورۍ” او “وش خورۍ” په عبارتونو به دې اندازه لګوله چې مهمه او خوندوره خبره يې ترمنځ روانه ده. د خويندو وروڼو جګړه به په دې وه، چې له نيا سره نن زه څملم. بيا به چې کوم يو ورسره څملاست، نيمه شپه به اوبو ته راجګ شو، اوبه به يې نيمې وڅښلې، نيمې به يې ګرېوان کې توی کړې، نيا ته به يې کړه، چې اوبه راباندې توی شوې، هغې به خوږه موسکا وکړه: “کېنه!” زه پوهه شوم، ماشوم ته به اندازه وشوه، چې دا زما د اوبو تويولو تجربه د بشر په تاريخ کې لومړنۍ تجربه نه وه، نورو ماشومانو هم کړې.
له وړوکوالي تر غټوالي زه په دې خبره پوه شوی يم، چې ماشوم مينه او رخه ژر پېژني او له مينې ژر متاثره کېږي، د ذهن کاسه يې وړه وي، وړې فاصلې او واړه توپيرونه ورته ډېر لوی ښکاري، لکه د لالټين له رڼا په مخامخ دېوال د اناګانو جوړ شوي انځورونه او د رنګونو او خوبونو يوه نړۍ يې اباده کړې وي او د نړۍ په اړه خپل يو نړۍ ليد لري .
ماشومان ډېرو وړو خبرو او د يوې صحنې وړو وړو جزيياتو ته متوجه وي او هڅه کوي، چې تحليل يې کړي. زما د خپل چاپېريال ډېر واړه جزييات ياد دي او کله کله يې په يادولو خوند اخلم، چي څرنګه به مو پياز او د کدوانو زړي ښخ کړل او راشنه به شول.
څو کاله مخکې سوابۍ ته لاړم، چې خپله ورکه کوچنيواله پکې ولټوم، هغه کوڅې او هغه کورونه ووينم او خپل هغه احساس راژوندی کړم؛ خو په غوړساکو له پوښولو غرونو ا و د سرک د غاړې له خام جوماته پرته هر څه د غنمو پټيو لاندې کړي وو، جومات هم هغې د وړکتوب نړۍ ته بونه تلم او فکر مې وکړ، چې که هر څه په خپل ځای وای، هم يې هغې وخت ته نشم بېولای، ځکه “سيند که هغه هم وای، د وخت روانې اوبه او زه هغه کس نه وم” او نه په هغه فکري حالت کي وم، د لويۍ احساس هر څه تر شا پرېښي وو او ما بايد دا منلي وای، چې هغه ژوند يوازې په خيال کې کولای شم، په عيني نړۍ کې نه.