ښه شیان په لوی لاس مه پردي کوئ

ښه شیان په لوی لاس مه پردي کوئ

عبدالغفور لېوال

هغوی چې د «غربي فرهنګ» تر نامه لاندې د «تمدن» او نومياليو علمي پرمختګونه ارزښتونه د کرکې په ډبرو ولي، نه لویدیځ (غرب) پېژني او نه هم د فرهنګ په مانا پوهیږي.

ایفون یې په لاس کې وي، لپټاپ ته ناست وي او ولسواکي، د بیان ازادي، ټاکنې، جمهوریت او د ښځو زدکړې د (غربي فرهنګ) تر سرلیک لاندې ښکنځي.

له پخوا زمانې راپه دېخوا، بیا په تېره، د نړیوالتیا Globalization په زمانه کې هیڅه یوازې ختیز (شرقي) نه دي او هیڅه هم بشپړ لویدیز ( غربي).

دا پولې ډېرې پخوا ړنګې شوې دي.

د لرغونیو یونانیانو تر ټولو ستر خدایګوټی (زئیوس) نومېده، ده خپل نوم له هیندي اساطیرو پور کړی و. په زړو هیندي اساطیرو کې یې (دیو – دیوس) خدای ته ویل، همدا په یونان کې زئیوس او په روم کې ژوپيتیر شو. د لمر اروپايي خدایګوټی هماغه د منځني ختیځ او زاړه مسوپوتامیا (ننني عراق) شمش دی. شرقي مسیح و عیسویت د غربي فرهنګ سرچینه ده او له توکمیز پلوه اروپاییان ځانونه آرین ګڼي، چې له ځینو سپینو بوميانو سره ګډ شوي دي.  لویدیز ټبرپوه «شارون ترنر» باور لري، چې په ( انګلو۔ ساکسون ) کې ساکسون ساکان (اسکیتان) دي او دا سکه د پښتنو د تره زامن کیږي.

یوناني فیلوسوفي عربي او مسلمانو حکیمانو وژباړله او بېرته یې اروپا ته ورمعرفي کړه.

د اوسنۍ تکنولوژي ۹۰ سلنه فیزیکي تولیدات په چین، جاپان، کوریا او اندونیزیا کې جوړیږي او دا شرقي (آسیايي) هېوادونه دي.

د نړۍ تر ټولو ستره دیموکراسي هیندوستان ده او د اسلامي نړۍ تر ټولو باثباته دیموکراتیک نظامونه په مالیزیا و اندونیزیا کې واک لري. دا یو هم لویدیز هېوادونه نه دي.

د جامو ډول تر هرڅه وړاندې په اقلیم پورې اړه لري او ورو ورو په فرهنګ بدلیږي، په خورا لرغوني مصر کې ښځو تي نه پټول او سرونه یې خرییل، ټیکری او لونګي هیندوستاني اصل لري او یو روایت داسې هم دی، چې خورا لرغونیو عربو سوداګرو د هیندوستان له جنوبي څنډو څخه د لونګۍ د تړلو عادت حجاز ته وړی، ځکه په شګلنو ګرمو سیمو کې ورته اړتیا وه. لُنګ د ګرمو سیمو جامه ده، چې د پښو منځ ته هوا ورننوځي او چسپ پتلونونه د لانده او سوړ اقلیم اړتیا وه…

دیموکراسي او جمهوریت یوازې د نومونو په بڼه له زاړه یونان و روم څخه اخیستل شوي ګڼل کیږي، مګر تر دې زړه بومي ولسواکي او انتخابات په جرګه يي بڼه په هیندوستان و اریايي تمدن، چیني تهذیب او غرنیزو پښتنو کې تجربه شوِي دي.

افغاني فرهنګ له ښوونځيو د نجونو شړل نه دي. افغاني فرهنګ لنډۍ، کاکړۍ غاړې، د ملي هیندارې نکلونه، هزارګي فولکلور، بامیاني دمبوره و چاربیتۍ، اتڼ، قرصک، سنګردۍ، دوبیتۍ، قابلي، اوزبېکي غالۍ و ګڼ پاولیدار دي، چې باید وساتل شي. افغاني فرهنګ یعنې لوګري موسیقي، بدخشي غیچک او د آدم خان رباب.

د نړۍ اوسنی تمدن، پوهه، تکنولوژي، فیلوسوفي، جمهوريت، ولسواکي، ټاکنې او ټولنیز اړیکي نه د شرق دي، نه دغرب بلکې د ټول بشریت دي.

لویدیزوال اوبه څښي او ډېرې یې څښي، وايي روغتیا ته ګټه لري. موږ هم باید ډېرې اوبه وڅښو، چې روغتیا ته مو ګټه لري، دا له کافر لویدیځ څخه تقلید نه، بلکې روغتیايي تجربه ده.

هر هغه څه چې زموږ ټولنیز ژوند سوله ییز کوي، هر ټولنیز قرارداد چې د واک شخړه له منځه وړي، هره تکنولوژي، چې ډوډۍ بودولای شي او هر هغه سیاسي سیستم چې موږ ته کور، برېښنا، اوبه، خواړه، جامې، ښوونځی او پوهنځي راکولای شي باید راخپل یې کړو، دا هرڅه د هیچا نه دي، دا هرڅه د ټولو دي.

ښه شیان په لوی لاس مه پردي کوئ.

Back to top button