کاروان د انځور جوړونې له هنر سره بلد شاعر

کاروان د انځور جوړونې له هنر سره بلد شاعر

لیکوال: صدیق الله بدر

يو شمېر ادبپوهان شعر هغه پديده ګڼي چې د بشري ټولنې له ټول افرادو سره تړاو لري، له دې کبله د شعر تعریف هم د هر چا په پوهې او اخستنې پورې تړلی، هر څوک د يو شعر په لوستلو سره هغه تعریف کړي. دا خبره د ادبپوهانو هغې خبرې ته قوت وربښي چې وايي شعر مطلق تعریف نه لري او څوک دې پر دې ټينګار وکړي چې د شعر همدا یو تعریف دی او بس.

د دې نظريې پلويان په دې باور دي چې د شعر لپاره مطلق تعریف د هغه له رنګارنګیو او ښکلاوو د سترګې پټولو په معنی دي.

خو سره له دې هم د شعر د پېژندلو لپاره ځینو ادبپوهانو ځينې تعریفونه وړاندې کړي دي.

په پښتو کې يو تعریف چې ډېر زړه ته پرېوزي او د شعر ټول جوړوونکي توکي په کې رانغښتل شوي، هغه د ارواښاد استاد محمد صدیق روهي تعریف دی، چې وايي: ((شعر په وزم لرونکې ژبه د خيال او فکر عاطفي تړون دی.))

د دې تعریف جامعيت په دې کې نغښتی چې د شعر د ټولو توکو ترمنځ توازن او تناسب ته په کې توجه ښکاري.

که څه هم شعر ته د لومړنیو تعریفونو له مخې شعر يو مخيل کلام دی او د خيال پر توکي ډېر زور اچول شوی، خو دغه خیال خامخا د یو فکر زېږنده او لېږدوونکی دی. کله چې داسې دی نو په کار ده چې د دې دواړو ترمنځ توازن او تناسب ته پوره پام وشي.

دلته چې د کوم ښاغلي شاعر پر شعر و شاعرۍ درسره غږېږو او شعرونه د نورو لپاره د الهام منبع دي، هستونې يې له پورته یادو ځانګړنو برخمن وي. داسې انځورګر شاعر چې هر انځور يې له پوره حسي او عيني قوت نه برخمن دی. د کامیاب انځورګر شاعر قوت په دې کې وي چې موږ يې انځورونه حس کړو او یا يې ووينو.

د دغه شاعر شعرونه هره ورځ نوې ښکلاوې او رنګينۍ خپلوي او له دې کبله دا ګرانه ده چې د شعر پر يو مطلق تعریف تکیه وشي. د ده په هر شعر کې نوې ښکلا موږ اړ باسي چې يې د هر شعر له مخې هغه ته یو تعریف غوره کړو. دا هغه شاعر دی چې خپل تصورات په ښکلي ډول د شعر په قالب کې ځایوي.

خو دلته د ادبپوهانو دا خبره یادول اړین بولم، ټول هغه کسان چې له شاعرانه ليد او احساس نه برخمن دي، دا ځواک نه لري چې خپل تصورات په ښکلي او ګټور ډول د شعر په قالب کې ځای کړي. دا د هغو کسانو کار دی چې پر ژبه برلاسي وي، ښکلي او غږيز توري پېژني او د انځور جوړونې له هنر سره بلد وي.

دلته په دې بحث کې د همداسې شاعر په شعر او ژوند درسره غږېږو چې مسرې يې د غزل څانګې او توري يې د دغې څانګې غوټۍ دي. دا شاعر، دا انځورګر او دغه د کلماتو ساحر پير محمد کاروان دى:

مسرې د غزل څانګې د غوټيو په شان توري

راځي ورته د شاتو د مچيو په شان توري

دا يوه منظزه ده، داسې یوه منظره چې هم يې سړی احساسولای شي او هم چې ورته وګوري، کتلای يې شي. دلته مسرې له څانګو

او توري له غوټيو سره تشبیه شوې دي، له داسې غوټيو خو ضرور د شاتو مچۍ راتاوېږي.

کاروان زموږ د زمانې هغه انځورګر شاعر دى چې په شعر کې د کلماتو د استادانه او مناسبې کارونې ښه چل ورځي. يو انځورګر که له رنګونو سره پوره بلد نه وي ښايي داسې رنګونه سره وکاروي، چې منظرې ته تاوان ور واړوي، خو کاروان هغه انځورګر دى چې:

د نري تار پر صراط وړمه ګنهګارې نغمې

په هر قدم کې رانه سر توييږي تال څاڅي

کاروان د شاعرانه فطرت خاوند دى او د هغه شاعري فطري ده. د فطري شاعرۍ يوه نښه د تخيل اوچتوالى دى. د کاروان ډېر کم بيتونه داسې دي چې يو ترکيب نيم په کې راغلى نه وي، نور ټول حتى هره مسره يې د ترکيبونو يو لړ وي.

د هېواد نازک خيال او استاد شاعر محمد صديق پسرلى په دې باور دى چې کاروان فطري شاعر دى، استاد وايي څوک چې فطري شاعر وي خامخا يې په شعر کې قوت موجود وي: ((د ده په شعرونو اکثر نوي خيالونه وي او کوم ترکيبونه چې کاروي ډېر شاعرانه وي.))

د استاد په وینا د همدغو ځانګړنو له مخې کاروان زموږ د عصر له ډېرو اوچتو شاعرانو څخه دی.

ځينې په دې اند دي چې په شاعرۍ کې مضمون او محتوا تغيير نه کوي، کوم څه چې تغير کوي هغه بيان دى. د دوى له نظره شاعري له کلماتو سره لوبې دي. کله چې موږ د کاروان شعرونه لولو نو دا خوبي او دا ښکلا په کې له ورایه احساسوو. ځوان شاعر عبدالرحمن ومان نيازى چې د يوه داسې نظر پلوى دى او په همدغه ديد يې د کاروان د شاعرۍ مطالعه کړې، کاروان يو استاد منظره کش او انځورګر شاعر بولي: (( ده پښتو ژبې ته ډېر نوي ترکيبونه بښلي دي چې له هغه سره زموږ د اوسمهالۍ پښتو شاعرۍ رنګ او خوند بدل شوي دي.))

ومان د همدې ګروهې له مخې د ځوان نسل پر شعر وشاعرۍ د کاروان د شاعرۍ د ډېر اغېز ښندلو خبره کوي. د ده په اند تر کاروان مخکې هم شاعري شوې ده خو ده په کې داسې انځوریزه شاعري نه ده لېدلې: ((

هغه د زاڼو له کتاره راوتلي غشي

د کليوالې شین خالۍ د زنې خال وړی دی

دا یوه عجیبه او ښایسته منظره ده چې ممکن يو نقاش په يوه میاشت کې هم ونه شي کولای هغه رسم کړي.))

د ومان په نظر د کاروان د شعر محتوا هماغه زړه محتوا ده خو ارایه يې بلکل نوې او انځوريزه ده.

راځئ چې د کاروان په خپل غږ د هغه همداسې يو شعر واورو چې سرترپايه د انځورونو يو لړ دى:

ربابي ملنګه راشه

تبرزين په اوږه کيږده

او يو پړک له لمره راوړه

دې پېلوځو ته د ستورو

د سپوږمۍ خبره راوړه

له ترخو مو زړونه ډک دي

بس خوږه سندره راوړه

تری تم يې را پيدا شه

ربابي ملنګه راشه

د غم تورې تورې لړې

راخورې څپې څپې دي

سېلۍ ګرځي په غبار کې

د غاټول پټې تپې دي

سپينې ورځې رانه ورکې

رانه تاوې تورې شپې دي

هله پړک وکړه رڼا شه

ربابي ملنګه راشه

سرې په وينو جنازې مو

په بروځو وې تړلې

د څېړۍ کټ کې مو يوړې

د نښتر څانګو وهلې

مودې کيږي چې نغمې مو

وې کږلې او کږلې

د نغمو مسته دنيا شه

ربابي ملنګه راشه

بيا د مستو سرودونو

د غزل کتاب درواخله

دا غوټۍ د زړونو وا کړه

دا ګلاب ګلاب درواخله

منکرانو ته ټک ورکړه

چندڼي رباب درواخله

د سندرو اژدها شه

ربابي ملنګه راشه

جينکيو مو منلې

درته نذر د لونګو

دا ګېډۍ زلفې يې ګوره

لکه تور لوګی د بنګو

پاچهۍ دې صدقه شي

ستا له سرو سترګو ملنګو

په اتڼ او په ګډا شه

ربابي ملنګه راشه

ډېر بدرنګ وختونه ګرځي

نه چې موږ درنه بدرنګ کړي

خپل رنګونه رانه اخلي

په پردي رنګ به مو رنګ کړي

غلچکي دي رانه پټ به

د ليلا د بنګړو شرنګ کړي

د غرور ډکه ښکلا شه

ربابي ملنګه راشه

وچکالي د نغموغله

باراني ترنم راوړه

د رحمت ساقي درجار شم

ډکه لپه له خم راوړه

راته شونډو کې موسکی شه

په لېمو تبسم راوړه

کټ کټ شين شه په خندا شه

ربابي ملنګه راشه

پولادي موږکان ګرځي

ځځيرلې يې چمبې دي

وژل شوی د ډول ږغ دی

د شپنو شپېلۍ کڼې دي

روغ مو زړونه پاتې نه دي

ماتې ګوډې سريندې دي

د دې ټولو مسيحا شه

ربابي ملنګه راشه

رام د دنګو دنګو غرونو

دا مغرور مغرور ديوان کړه

د نغمو د ښاپېريو

يو کاروان په کې روان کړه

څڼې څنډ وهه ياهو کړه

په مستۍ څيرې ګرېوان کړه

ته مو يار ته مو اشنا شه

ربابي ملنګه راشه

 

په شعر کې منظره کشي او د خوږې ژبې د کارونې ځانګړتيا، کاروان ته تر نورو ځوانو شاعرانو يوه برتري ور په برخه کړې، چې دغه برتري د کاروان خپل ځانګړى سبک دى. که موږ وغواړو چې د دغه مهال د ځوانو شاعرانو د شعرونو مطالعه وکړو، نو د کاروان شاعري به په جلا او په ځانګړې توګه مطالعه کوو. دغه برتري تر ډېره بريده د کاروان شاعري د نورو لپاره د الهام يو ډول منبع ګرځولې او پر ډېرو ځوانو شاعرانو د کاروان د شاعرۍ اغېز پروت دى.

ځوان کره کتونکى نور الحبيب نثار، چې له ډېر وخت نه د کاروان د شاعرانه بڼدارونو ملګرى او د هغه د هر تازه شعر لومړنى اوريدونکى پاتې شوی، په شعر کې د شاعرانه ژبې په کارولو ګروهمن دى. د کاروان د شعر د ژبې او پر نورو شاعرانو د هغه د شاعرانه انداز د اغېز ښندلو په اړه وايي: (( کاروان صاحب عمدتا د غزل شاعر دی، او په کې خپله لاره لري، خصوصا د ژبې اړخ يې غني دی.))

د نثار په اند په شعر کې د خوږې او شاعرانه ژبې کارولو ته اړتیا ده، خو پوښتنه دا ده چې ژبه څنګه شاعرانه کولای شو، نثار وايي چې دا کار موږ د نويو ترکيبونو په جوړولو سره کولای شو: (( د نویو ترکیبونو جوړول اسانه کار نه دی خو کاروان لګيا دی نوي ترکیبونه جوړوي او ښه يې جوړوي، زما په نظر کاروان د پښتو شعر او پښتو غزل لپاره يوه ډېره ښه شاعرانه ژبه ایجاد کړې.))

ځوان او صميمي شاعر باز محمد عابد په داسې حال کې چې وايي له کاروان سره په بلدتيا له شعر او شعریت سره يې بلدیتا پیدا کړې وايي چې کاروان په پښتو شاعرۍ کې يو انقلاب رامنځته کړی: (( دی داسې نوي ترکيبونه کاروي چې خواصو ته يو ډول هيجاني کیفیت ورکوي، مثلا د چنار خبرې کوي په شعر کې دی وايي:

لکه ملاله پښتنه پېغله د ورونو په ورا

په شنه ګېډي ګېډي کميس کې ګډېدم ګډېدم

او د ګودر اوبو به راته چمبه وهله

دلته چنار له يوې پېغلې سره تشبیه شوی، د باد په وخت کې چې چنار کومه څپه وهي داسې ښکاري لکه يوه پښتنه پېغله چې د ورور په ورا کې په ګېډي ګېډي کمېس کې ګډېږي. د ګودر اوبو د چمبه وهلو تصویر يې هم له همداسې کيفیت نه برخمن دی.))

د کاروان د شعر يوه بله ځانګړنه د هغه په شعر کې د وزن تر څنګه د پوره دروني موسقيت شتون او سندريزتوب دى.

کله چې د کاروان شاعري مطالعه کوو نو ځاى ځاى د ده په شعرونو کې د منظمو او برابرو زماني وقفو تر منځ د مشابه اوازونو تکرار ته متوجه کېږو چې ګڼ شمېر ادب پوهان او شاعران دغې ښکلا ته د اهنګ يا وزم نوم ورکړى او ځينې يې بيا د شعر دروني وزن بولي.

د کاروان په شعرونو کې دغه ښکلا ډېره تر سترګو کيږي خو دلته د مثال په ډول د هغه په يوه بيت اکتفا کوو:

ولې راته وايې چې لږ وار کوه وار څه معنى

کار د مينې کار دى له دې کار نه انکار څه معنى

په دغه بيت کې د ((ار)) سر په سر تکرار شعر ډير اهنګين کړى دى. راځئ چې د ښاغلي کاروان د دغه غزل له لوستلو هم خوند واخلو:

غزل

ولې راتــــه وایې چې لږ وار کـــوه وار څــــــــه معنـــــــی

کار د مینـــــې کار دی له دې کار نه انکـار څه معنــــــی

لیچې په لاس راکړه چې ولول څڼې خــــــــورې وي پرې

شرنګ د بنګړو خوند کوي تش تار دستـــــار څه معنی

ووایــــــــه د ژونـــد د فـــلسفـــــــې شـــــــاګــــــــرده ووایه

سر په اوږو څه معنی او سر وي په دار څــــــه مــعنـــــی

غاړه کې مې لاس یوسه چې حـــس لـري او روح لــــــري

مړې مړې مرغلرې وړې پېيلې په تــــار څــــــــه معنـــــی

خلک په کـــــــې خدای لټوي ته ماشوم خبـــــــر هــــــم نه

پوی به شې او لوی به شې چې ستــرګې د یار څه معنی

دا غــــریب ســــړی ګــــورئ له غـــرونو پرون راغی، نن

دومره جــګ برجونه د سندرو د ښــــــــــــــار څـه معنـــــی

ښــــايــــي چــــې له دې ښاغلي لویه ښکلا ورکـــــــــه ده

دومره د ښــــکلا په لټون سترګې په لار څــــــــه معــنی

لاس د ښکاري څه وایي؟ او زړه د غرڅې څـــــه وایـــــي

غواړمه یوه معــــــنی لالیه چې ښکار څـــــــه معنـــــــی

چــــــــوپ شمــــه که ووایم چې دنــګه یاره تــــــا ښــــــیم

خلک راته وايــــــــي چــې « کاروانه » چنار څه معنـــی

د تورو او ورته کلماتو بیا بیا تکرار په شعر کې د داخلي موسيقۍ د رامنځته کېدو سبب ګرځي او د کاروان کابو ټول شعرونه له دې ځانګړنې برخمنې دي او یو خاص خوند يې په کې پیدا کړی دی.

استاد اسدالله غضنفر په دې نظر دي چې د کاروان صاحب نثر دی که نظم، روان لوستل کېږي او ښکلې موسیقي لري: (( د ده په جملو کې به داسې کلمې په مشکله پیدا کړو چې د یو بل په څنګ کې روانې ونه لوستل شي. د ده کلام د هغې موسیقي یوه عظیمه خزانه ده چې په جملو کې د تورو له تکراره زېږي. دی وایي: څڼو ته څنډ ورکړه چې خلک په رڼا پسې مري. دلته د ( ڼ) تکرار د شعر موسیقي یو په دوه کړې ده.

همدا خبره چې زلفې لرې کړه چې د مخ رڼا دې ښکاره شي، نورو شاعرانو هم کړې ده، خو د کاروان اصلي کمال دا دی چې نوې ژبه ورته پیدا کوي. مونږ په اشنا ژبه کې وایو چې زلفې له مخه لرې کړه، یا زلفې له مخه یوې خواته کړه، خو کاروان صاحب راته وایي چې څڼو ته څنډ ورکړه. یوه بل شاعر ممکن ویلي وای چې خلک دې د مخ د لیدلو ارمان کوي، مګر کاروان صاحب عادي شاعر نه دی، دی د غیرعادي او نویو جملو په اهمیت پوهېږي او وایي: خلک په رڼا پسې مري.))

استاد غضنفر د فورمالیستانو له قوله وړاندې وایي چې شعر په اصل کې د ژبې له نا اشنا کولو زېږي او د ژبې د نا اشنا کولو خصوصیت د کاروان صاحب په شعر کې بېخي ډېر دی: (( دی وایي، ( په اوبو کې راشنه شوه سپوږمۍ)، داسې نه وایي چې په اوبو کې راښکاره شوه. دی وایي، ( له شپې تاو شوی د سپوږمۍ شال دی)، ده ویلي دي: ( سپوږمۍ له لرې، لاس راتېر کړي، د چنارونو له څانګو څانګو)

د کاروان صاحب تصویرونه، ترکیبونه، لفظي او معنوي صنایع او د جملو طرزونه د ژبې د نااشنا کېدو کامیابې هڅې دي. موږ په عادي ژبه کې وایو، عبادت کوم، یا عبادت مې وکړ؛ خو کاروان صاحب په یوه غزل کې ویلي وو، چې ( موږه .. دغه عبادت کړی دی)، دلته دا د نقلي ماضي فعل د کلام ژبه نا اشنا کړې وه.))

ځينې ادبپوهان او شاعران په شعر کې د ښکلاوو ترڅنګ د يو ټولنيز پيغام په لټه کې وي، دوى د يو ټولنيز شاعرانه رسالت د ترسره کولو غوښتونکي دي، دوى غواړي چې شاعران د خپلې ټولنې په وړاندې ژمن کړي. له نيکه مرغه د کاروان په شعر کې دغه ښکلا هم موجوده ده او د دغې ښکلا شتون کاروان د خپلې ټولنې په وړاندې پوره ژمن شاعر ښکاره کوي.

ښاغلى غروال چې په همدې نظر دى وايي، ښه شعر هغه دی چې د ښکلا په يوه غونچه کې نغښتی پیغام قوم ته ورسوي: (( د ده شعر ځکه زما خوښېږي چې له ښکلا سره جوخت قوم ته په کې پیغام پروت دی. دی د وطن له روانو حالاتو نه په الهام اخستنې د یوه داسې تاثر او احساس په رڼا کې شعر لیکي چې هغه قوم ته د منلو وړ وي.))

استاد محمد اصف صمیم کاروان د ٢٣ کلنۍ غمېزې انځورګر شاعر بولي او دا د هغه برياليتوب ګڼي چې په شاعرانه انداز يې د دغې غمېزې ښه عکاسې کړې ده: (( زه په شاعرۍ باندې د بحث په ترڅ کې تر شاعرۍ او هنر زیات په شاعر باندې زیات زور اچوم، ځکه د شاعر تر پېژند او شناخت وروسته د شاعر پر هنر خبرې ګړېدای شي. له ښه مرغه له شلو کلونو راهيسې چې زه کاروان پېژنم او شاعري مې يې لوستې، د ده د شاعرۍ کومه ښکلا، کوم اغېز، کوم نقش او کوم خاپونه د اورېدونکي او لوستونکي په ذهن کې پاتې کېږي، په هغه کې د ده د شخصیت ډېر زیات لاس دی.))

استاد صمیم دا خبره ځکه کوي، کوم شاعر چې د خپل شعر له سپېڅلتیا، د خپل هنر له تقدس سره او حتی د خپل شخصیت له تحفظ سره دومره مینه ولري، لکه کاروان يې چې لري، نو د هغه هم باید همدومره اغېزناک وي.

علم ګل سحر هم کاروان د ټولنيزو ارمانونو ترجمان بولي: )) کاروان صاحب ځينې ټولنيز او لوړ انساني مسایل په داسې هنري ژبه بیان کړي دي چې په هر چا باندې ډېر جالب اغېز کوي او ځينو مسایلو په طنزیه انداز اشاره شوې ده، مثلا دی وايي:

د څو کېږدیو او يو څو دانو خرما په بدل

لاړې عربو ته د لمنځو او نښترو بېړۍ

یا مثلا نور لوړ انساني ارزښتونه په ښه ژبه بیان شوي دي:

مرغان دې راشي زموږ لپو کې دې ځالې وکړي

غر مو کېږدۍ نه لري کلی مو چنار نه لري.))

‎د همدې څرګندونو په نسبت ښاغلی سحر په دې نظر دی چې د کاروان په شعر کې د فکر او خیال ترمنځ تناسب موجود وي او د هغو کره کتنو نظر ردوي چې وايي د کاروان په شعر کې خيال تر فکر ډېر قوي دی.

سحر دا هم وايي چې کاروان د کلي والو او سيمه ييزو اصطلاحاتو په کارونې سره پښتو ژبې ته انرژي وربښلې ده: (( ده پخپلو شعرونو کليوالي مسایل او حتی هغه کلیوالي مکالمې راوړې دي چې د نورو ورته پام نه دی اوښتی او ده ورته ښه وده ورکړې او له دې کبله زه خو وايم چې د کاروان په شعر کې د پښتو ژبې يوه پانګه خوندي کړې ده.))

د شاعر لپاره په شعر او شاعرۍ کې يوه خوږه شېبه دا ده چې د خپل ويل شوي کلام په خاطر ولمانځل شي او څوک يې تقدير کړي. که څه هم کاروان په دنيايي لالچ کې ډېر بې نيازه انسان دى او د دنيا په مال و منال زړه نه تړي او نه هم په دې خوشاليږي چې څوک دې هغه ونازوي، دی له شعر سره مينه لري او هغه ته ریاضت کوي او دا تمه نه لرې چې څوک دې هغه له خپلې مينې سره د مينې کولو پخاطر ناز ورکړي او یا يې تقدیر کړي خو د تقدیر کولو او نازولو هم خپل ډولونه وي، چې کله کله ډېر زیات مثبت اغېز ښندي. اوريدلي به مو وي چې پخوا به ډېر شاعران د دربارونو له خوا په زرو تلل کېدل، خو اوس په دربارونو کې دا متره نشته. کاروان يو ځل د خپل يو ښه شعر په لیکلو د هيواد د يوه نوميالي او نازکخيال شاعر محمد صدیق پسرلي له خوا، د هجرت پر مهال، د يوې مشاعرې په بهير کې ونازول شو، استاد پسرلی د هغې شېبې یادونه داسې کوي: (( يو شعر يې و، ګمان کوم د چنار موضوع يې په کې راخستې وه، ډېر يو خوندور خيال و په کې، په هغه ورځ دومره مې یادېږي چې ومې ويل نه سلطان محمود غزنوي يم او نه جهانګير و شاه جهان چې په طلاوو مې تول کړی وای، دغه یو مات ګوډ قلم لرم دغه به دروبښم. د کاروان صاحب اکثر شعرونه د دې وړ دي، چې که سړی قدرت ولري، باید جایزه ورکړي.))

کاروان صاحب ډېر زیات شعرونه ويلي او تر اوسه د هغه درې شعري ټولګې د (( له ماښامه تر ماښامه، چنار خبرې کوي او د ښاپيرۍ ورغوى)) په نومونو چاپ شوي دي. د دې ترڅنګه د هغه دوې د کېسو ټولګې هم چاپ شوې دي چې لومړنۍ ټولګه يې له نرګسه تر نرګسه او دويمه يې غره ته روان سړى نوميږي. کله چې د کاروان صاحب لومړني شعرونه مطالعه کوو دې پایلې ته رسېږو چې دی له هغه پیله پوخ شاعر دی او دا ځانګړنه يې تراوسه ساتلې ده او دا ځکه چې دی د شعر لپاره ریاضت کوي. استاد غضنفر په دې اړه وايي: ((د کاروان صاحب دا خبره مشهوره ده چې د شعر لپاره ریاضت په کار دی. معنا دا چې زحمت به باسې، هاله به پرمختګ کوې. خو که هر څوک دا نظر نه مني او د خپل مخالفت د ثابتولو لپاره په مثال پسې ګرځي، زما په ګمان پخپله تر کاروان صاحب به ښه مثال ونه مومي.

د ده لومړني خپاره شوي شعرونه هم با ارزشه وو. شل، دوه ویشت کاله پخوا مې په تهران راډیو کې د راغلیو لیکونو پروګرام چلاوه. د راډیو مشرانو راته ویلي وو چې که یو لیک ډېر مهم وګڼئ، د نورو ژبو د پروګرامونو له چلوونکو سره یې شریک کړئ چې ویې ژباړي او هغوی یې هم خپاره کړي. په دې منځ کې پښتو خپرونې ته یوه ډېره ښکلې ادبي ټوټه راغله. نویو تصویرونو او موزیکالې ژبې یې خورا خوند راکړ. لیکنه د پیرمحمد کاروان وه. بېخي نوی او نا اشنا نوم. خو د لیکنې ښکلا خپل کار وکړ. دوه زړی نه شوم او لیکنه مې د څو نورو ژبو له چلوونکو سره شریکه کړه. کاروان صاحب د خپل ریاضت په ابتدا کې لا د رنګینو خیالونو یو کاروان و او د ادبیاتو تاریخ راته وایي چې داسې پېښې نادرې دي.

ځینې کسان په اوله کې ونه ځلېږي، مګر د خپلې مینې او ریاضت په زور ورو ورو په روڼو ستورو بدل شي. ځينې نور بیا په ابتدا کې لا توجه جلب کړي او وستایل شي، اما دغه ستاینې یې له لارې وباسي، مغرور او کبرجن شي او ګمان وکړي چې کمال ته رسېدلي دي.

د کاروان صاحب خوش نصیبي په دې کې ده چې خپل فطري استعداد هیڅوخت مغرور نه کړ او د زیار و ریاضت لمن یې پرې نه ښوده.))

کاروان د يو ښه شاعر تر څنګ اوچت داستان ليکونکى هم دى، دا چې دى فطرتاً شاعر دى نو تر ډېره بريده د هغه کېسې هم شاعرانه دي. شاعرانه په دې دي چې د کيسو موضوعات يې شاعرانه وي. نورالحبيب نثار د کاروان د کيسو دغې ځانګړنې ته په پام سره وايي: (( د کيسو ژبه يې لکه غزل ژبه ډېره شاعرانه او پسته ده، معمولا کله چې موږ چا ته کيسه کوو، د کيسې له نوم ښکاره ده چې موږ يو چا ته يو حال وايو، د کيسې د رنګينولو او تنوع لپاره کېدای شي کيسه لیکونکی ځينو ځینو ځايونو کې د صحنې د ایجاب له مخې اړ دی چې هغه شاعرانه کړي، مثلا د مينې يوه صحنه دې په هغه کې راشي که داسې يو څو جملې په هغه ځای کې له هماغې سره مطابق شاعرانه راشي بده نه ده، خو که داسې وي چې سر نه تر پايه د کيسې ټوله ژبه شاعرانه وي، د لوستونکي او اوريدونکې چې له کيسې نه کومه تقاضا ده، هغه نه شي پوره کولای.))

دلته مو يوازې له موضوع سره د ارتباط له مخې د ښاغلي کاروان پر کيسو لنډ وغږېدو، خو د کاروان کيسې د خپل ځانګړي نوښت او جوړښت له کبله د ځانګړي بحث غوښتنه کوي، خدای دې توفیق راوبښي چې پر دې کار هم بریالی شم او تاسې د ښاغلي کاروان له پټو ښکلاوو خبر کړم.

Back to top button