ویښوونکی (لنډه کيسه)
ویښوونکی (لنډه کيسه)
مومند محمدي اڅړ
د ژوند پر لالهانده ډګر له کلونو مزله وروسته یې د وروستۍ شپې په وروستۍ برخه کې په دې وچه دښته کې اړولي وو.
د ټولو شونډې د تندې له امله چاودلې وې او د ډیرې کمزورۍ له امله یې پښتۍ پر سپیرو وجودونو له پاسه پرتې وې.
د توند باد له شڼهار، د شګو له توپان او وچو اغزیو له رغړیدا سره سره د قبیلې نیمایي هغه وګړي چې ستړي ستومانه وو په درانه خوب ویده شوي وو. خو هغوی چې د ژوند له حیرته ډکې منظرې لیوني کړي وو لا هم ویښ وو چې ځینو یې په چوپه خوله د دوړو په منځ کې د اسمان په کنارو پسې سترګې غړولې او ځینو یې د لیونو غوندې له بیدیا سره خبرې کولې او په کړس کړس یې خندل.
تنکی ځوان چې د دښتې پر ټټر ځلیدونکې سپوږمۍ د خپلو وړانګو په نیزو د خاورو او شګو د توپان ټټر څیراوه او د هغه د سترګو په دریاب کې یې لامبل د غر په څیر ولاړ و. هغه د ژوند د مزله ستړیا او توپان ته د نه تسلیمۍ پریکړه کړې وه او د یوه زړور جنګیالي په څیر یې سر هسک کړی و.
د شګو توپان ولاړ و، د ختیځ پر افق په سمندرونو کې د لمبیدلې لمر له سرو څڼو څاڅکي څڅیدلي وو، پر مخ یې د مهربانۍ اوبه په وچیدو وې او ورو ورو دې ته تیاریده چې د خپل غضب پر تبۍ د دښتې ټټر وتبي.
د قبیلې نیمایي وګړي لا هم ویده وو او نیمایي ويښ لیوني یې لا هم په کټ کټ خنداګانو او بې سازه بې سروده سندرو بوخت وو.
تنکي ځوان خپلې سترګې په هغو سیورو کې ګنډلې وې چې له ختیځ افق څخه د لمر له غیږې د دوی په لور راروان وو. سیوري ورو ورو رالنډیدل او هر یو یې په سرو اوښانو بدلیده چې په دواړو انډیو کې یې د اوبو مشکونه تړلي وو. قافله بې څښتنه او بې څاروانه د قبیلې په لور راتله.
ځوان له ځان سره وویل:
– لمر زموږ لپاره اوبه رالیږلي!
بیا یې بې دریغه پر ویدو وګړو چیغې پیل کړې:
– هلئ پاڅئ، اوبه دي!
بیا یې لیونو ته نارې کړې:
– هلئ دا اوښان ونیسئ!
بیا یې په پوره زور ټولو ته نارې کړې:
– ګورئ دا دی قافله روانه ده، له لاسه مو ووځي، د ژغورلو مو همدا یوه موکه ده، که نه تر مازدیګره به ټول هلاک شو!
د هغه نارې هیچا هم نه اوریدې، ویده وګړي نه ویښیدل او لیونو یې هم خبره نه اوریده.
له دې هڅو وروسته ورغئ چې د اوښانو د کاروان مخه ونیسي او ویې دروي، خو هغوی همداسې پخپله لاره روان وو او د تم کیدو نیت یې نه و.
بیا یې منډې کړې، د قبیلې هر ویده وګړی یې په زوره زوره وخوځاوه او هر لیونی یې له ګریوانه ونیوه او په زوره زوره یې وڅانډه چې په سد راشي. خو نه ویده راویښیدل او نه هم لیونیان په سد راتلل.
د قافلې وروستی اوښ د ویدو او لیونو د قبیلې له مخې په تیریدو و، خو له ځوان سره هیڅوک هم نه وو چې درولي یې وای، مشکونه یې ترې راښکته کړي وای او د قبیلې د ټولو تږو پر شونډو یې د سړو اوبو جامونه ایښي وای او تندې یې ورته ماتې کړې وای.
یوازې لږ همت په کار و؛ پاڅیدل، یا په سد کیدل.
تنکي ځوان په ډیرو چیغو د لیونو خوشالۍ ګډې وډې کړې او د ویدو خوبونه یې نا ارامه کړل. ویده وګړي په خوب کې وزمیدل او بیا یې بیرته د خوبونو د بلا غیږې ته ځانونه وغورځول. لیوني په غوسه شول، ډبرې یې په لاسونو کې واخیستې، له تنکي ځوانه راچاپیر شول او د ډبرو باران یې ورباندې پيل کړ.
د تنکي ځوان وینې د دښتې تږو شګو زبیښلې.
غرمه مهال د لیونو سیک هم ځواب ورکړی و، نور یې په پښو کې د دریدو دمې نه وي او د دښتې پر سرو شګو پړمخې غورځیدلي وو. ویده وګړي راویښ شوي وو خو له خپلو ځایونو یې د خوځیدو توان نه درلود؛ داسې احساس یې کاوه لکه پر ټترونو یې چې چا درنې ډبرې ایښې وي.
قضا مازدیګر د دوزخ پریښتو په تورو بګیو کې یوه قبیله لاس تړلې پیښمانه ارواوې کینولې وې او د اور د لمبو په لور یې لیږدولې. کله چې په نیلي اسمان کې د یوه ستوري له څنګه تیریدې نو یوې سپینې سپیڅلې اروا له خپګانه په ډکو سترګو ورته کتل.
په دې دښته کې لا هم ډیر هډوکي پراته دي چې تر ننه هیڅوک هم نه دي ورته راغلي.
له هغې ورځې وروسته دلته بیا د خاورو او شګو توپان هم نه دی راغلی او د دښتې شګې هم د قبیلې د ویدو وګړو په څیر ویدې دي.
پای