ادب هدف دی که وسیله

ادب هدف دی که وسیله؟

لیکوال: محمد احسان علي

کله چې سپینه اروپا د مېتا فېزېکس له تورې دورې راووته او د کلیسا عنعنوي اربابیت ته یې ماته ورکړه؛ نو پیوست ورپسې د پانګه‌والۍ او اقتصادي غوړېدا دور راغی، دا هغه ورځې وې، چې لاتیني ژبې د یوې مذهبي لهجې په حیث باندې خپل حیثیت وبایله او خپل ځای یې ورو ورو د اروپا مشهورو ژبو ته پرېښود، چې اېټالوي يې په سر کې راځي، باید ووایم، چې د کلیسا له روایاتو سره په جګړه کې کوم آثار وپنځېدل، تر ټولو مشهور هغه یې د دانته اليګيري (خدايي کومېډي) وه، چې بحث یې تر دې دنیا پر وروسته حالاتو متمرکز دی؛ جنت، دوزخ او برزخ.
تر دې وروسته جوني پوګاچیوف د دانته (خدايي کومېډي) تفسیر کړه؛ بشرپالنې ورو ورو ظهور وکړ او په اروپا کې موډرن(عصري/معاصر) دور یا رنسانس ته لاره جوړه شوه؛ دا څوارلسمه مېلادي پېړۍ وه.
ورو ورو د کلیسا له اسارته خلاص یورپ اقتصادي بسیاینې ته خپله سینه هواروي؛ خو دا لاره هېڅ‌کله له تکلیفه خالي نه وه، د کلیسا د تفتیش د ادارې له لوري د هغه وخت د کلیسایي افکارو ضد خلک په مرګ محکوم شول، جیورډانو برونو ژوندی په اور کې وسوځول شو، ګالیله په اعدام محکوم شو؛ خو دا داسې وخت و، چې کلیسا عصري انسان ته د ډېرو پوښتنو ځواب په قانع کوونکي ډول نه‌شو ورکولی او انسان ورو ورو د راسیونالېزم(د تعقل فلسفې) دایرې ته ورننوت، په داسې حال کې، چې د اروپایي مذهب تکیه له مېتافېزېکس نه پرته پر بل څه نه وه او یواځې زاړه روایات؛ چې راسیونالېسټانو ته پرته له یوې خندوونکې کومېډۍ بل څه نه وو.
بالاخره اروپا په یوه شتمنه جغرافیه بدلېږي او د ډېر تجارت له امله په‌کې د پانګه‌والۍ نظام رامنځته کېږي؛ ورو ورو هغه ښه، چې ادبیاتو د دغه حالت په راوستلو کې له دوی سره کړي وو، هېروي؛ تر دې چې پانګه‌وال د ادبیاتو په اړه یوه ډېره لویه نظریه وړاندې کوي او وايي، چې ادبیات له اجتماع نه یو بېل شی دی او یواځې د ادب له‌پاره دی.
دا خبره ادبیاتو ته له توهین پرته بل څه نه‌ده؛ ادب هېڅ‌کله له اجتماع نه بېل یو شی نه‌دی؛ ادب په ټولنه کې پنځېدلی دی او د ټولنې هر اړخ په‌خپله ارته لمنه کې رانغاړي؛ که ټولنه ژاړي، دی ورسره ژاړي؛ که ټولنه خاندي، دی ورسره خاندي؛ که ټولنه د استعمار پر وړاندې درېږي، دی ورسره درېږي؛ ادبیات د ټولنې یو داسې ژبنی معنوي نظام دی، چې هر څوک یې د خپل کار د ارتقا د وسیلې په توګه کاروي.
زه د شلمې پېړۍ د ستر لیکوال جوهن پاول سارټر دغه خبره سل په سلو کې ردووم؛ خو بیا هم ډېر په زړه پورې غږېدلی دی او د شعر او نثر په اړه داسې وايي: “شعر د یوې ښکلې نجلۍ غمګینه زمزمه ده، چې د آیینې مخې ته ولاړه وي او په‌خپلو زلفو لاس وهي او مبارز لیکوال(نثر لیکوال) او د عمل سړی، چې کله غواړي (د احترام له‌پاره) خپله خولۍ پورته کړي، له کوټې بهر کېږي، د هغې پر زلفو لاس راکاږي او بیا ورسره د کار او مبارزې نه د فراغت پر مهال د لیدلو وعده ټاکي.”
سمه ده، چې جوهن پاول سارټر د تور پوټکیو یو مبارز لیکوال و؛ خو په تحت الشعور کې یې د شاعرۍ په اړه هغه اسطوروي مفکوره موجوده وه، یا په بل عبارت، شعر لا هم په هغه وخت کې د فورمولېسټانو په ولکه کې و او له رښتوني ژوندانه سره یې چندانه اړیکه نه وه.
سارټر وايي، چې نثر له اجتماع سره تړون لري او د اجتماع د ستونزو د حل یوه وسیله ده، په ځانګړې توګه د استعمار پر وړاندې د راپارونې وسیله؛ خو شعر بیا بېل شی دی، هغه له خیالي الفاظو جوړ داسې شی دی، چې له ټولنې سره کومه اړیکه نه‌لري، نه د کوم حقیقت ښکارندوی دی؛ د ده هدف دی، چې ووايي: شعر د شعر له‌پاره.
. . . خو دوولس کاله وروسته دی په‌خپله غلطۍ اعتراف کوي او وايي، چې شعر هم د نثر په ډول له اجتماع سره تړلی دی او شعر او نثر دواړه د ټولنې له‌پاره.
دا هغه وخت دی، چې د تورپوټکو یوه مبارز لیو پولد سدار سنګور، د خپلو شعرونو يوه ټولګه په فرانسوۍ ژبه خپره کړه، چې په مستعمره هېوادونو کې د تورپوټکیو پر بدبختیو بلل شوي وو؛ دغې ټولګې یو ناڅاپي د سارټر نظریه وربدله کړه او کله یې چې د دغې ټولګې په اړه لیکل وکړل؛ نو خورا حیرانوونکي شیان په‌کې وو، یو ځای یې لیکلي وو:”کله چې خوله بندوونکي د دغو تورپوستو له خولو څخه پټۍ لرې کړي؛ نو دوی څه هیله لري، چې د دوی د ستاینې سندرې ووايي؟”
دا خبره د سارټر د تحت الشعور زېږنده وه، په هغو تیارو کندو کې، چې د ده په ذهن کې وې، داسې فکر کېده، چې شعر یواځې د ستاینو او لمانځنو له‌پاره دی؛ خو وروسته پوه شو، چې د لیو پولد سدار په څېر شعر هم لیکل کېدی شي او د ټولنې د دردونو دوا جوړېدلی شي.
. . . خو دا ډول نظریې، چې ادبیات وسیله ده. هم تر نیوکو لاندې ونیول شوې، مورېس بلانشو وايي، چې ادبیات له حقیقت سره په ضد کې رامنځته کېږي، ادبیات له سیاست سره په پایښت کې مرسته نه‌شي کولی؛ ځکه چې سیاست حقیقت او ادبیات د حقیقت ضد دی.
سارټر یې ځواب کې وايي:”ما له ماشومتوبه له ادبیاتو سره مینه لرله، وروسته مې له فلسفې سره شوق پیدا شو او بیا مې خپل فلسفي نظریات په ادبیاتو کې وړاندې کړل.”
دا یوه مسلمه او بدیهي خبره ده، چې ادبیات غایه(زه یې شخصاً نهایة بولم.) نه بلکې وسیله ده؛ د خپلو غوښتنو د څرګندونو وسیله، د خپلو هیلو د څرګندولو وسیله، د اجتماع د ستونزو د راپورته کولو وسیله، د فساد د ښکاره کولو وسیله، د استعمار پر وړاندې د خلکو د راټولولو وسیله، د حکومت د پایښت له‌پاره د خلکو د راجلبولو وسیله ده او د نورو خورا ډېرو شیانو له‌پاره یوه وسیله جوړېدلی شي.
که ادبیات وسیله نه وی، په اتمه زېږدېزه پېړۍ کې به بابا هوتک ولې د مغولي استعمار پر وړاندې له شوره ډکه سندره بلله؟ ولې شهیدې ملالۍ د میوند په سوځنده دښته کې د انګرېز د ماتولو او افغان ځوانانو د ویښولو له‌پاره ادب وسیله وټاکله؟ ولې ناګار د روسي استعمار پر وړاندې د شعر ژبه د ولس د پارېدلو له‌پاره وسیله وټاکله؟ ولې بخت زمینې د سره کمونېسټ حکومت د نظامي ځواک د قوت له‌پاره د سرباز مستې سندرې وبللې؟ ولې وېکټور هوګو د اقتصادي نابرابرۍ پر وړاندې د خپل قلم څوکه وسیله وکاروله؟ ولې مولانا د خپلې سوځندې مینې له‌پاره ادبیات وسیله وکاروله؟
. . . دا ډول نور ډېر مثالونه، چې موږ یې د خپلې ادعا (ادب وسیله ده/ادب د ژوند له‌پاره) کارولی شو.
کوم کسان چې ادب یواځې د هدف په ډول پېژني، هغوی هم په حقیقت کې دې ته قایل دي، چې ادب وسیله ده؛ ځکه چې که دوی فکر کوي، چې د ادب دایره دومره تنګه ده، چې په اجتماع کې سرایت نه‌شي کولی او یواځې په فردي ارتضا پورې منحصر دی؛ نو دا خپله د دې خبرې ګواهي ده، چې ادب د فردي ارتضا له‌پاره یوه وسیله ده.

درنیابد حال پخته هیچ خام
پس سخن کوتاه باید والسلام
“مولانا”

Back to top button