د بېباورۍ ملي کړکېچ (بحران) 

د بېباورۍ ملي کړکېچ (بحران)

ليکوال: استاد عبدالغفور لېوال

موږ هرڅومره، چې له بېباورۍ او د اعتماد له نشت څخه سرټکوو، هریو مو همدومره د همدغه بحران په رامنځته کولو کې ونډه لرو او مسئول یو.

تاسو به وایاست: څنګه؟

خو د دې (څنګه؟) تر ځوابولو وړاندې، د افغانستان د ستونزې یوازینۍ حللاره د ملت ویښ، روښانه او شعوري راپاڅېدل دي، دا تر هغو نه کیږي، چې موږ یو پر بل بېباوره یو، چې داسې هر یو بېباوري خپروو، نو تر پایه به ریښتیني مشران ونه مومو.

په افغانستان کې د سیاسي – ټولنیز او ان فرهنګي چارو په برخه کې هڅه کول، داسې دي، لکه له سپینو جامو سره چې د منډيي (مندوي) په درې لوېشتو خټو کې روان یې، په زرګونو خلک دې ترڅنګ منډې وهي او ستا تمه وي، چې سپینې جامې دې ونه لړل شي. هغوی چې سپېڅلي دي او نه غواړي جامې یې ککړې شي، زړه نه ښه کوي، په دې خټو کې ورګډ شي، ځکه نو میدان هغوی ته ورپاته دی، چې نه شرم لري او نه سپینې جامې یا د ځان پاک ساتلو وسوسه و اندېښنه.

څه مانا؟

هغوی چې بد خلک دي، پرېکړه یې همدا ده، چې بد اوسي، ورته بد ویل هغوی اصلاح کولای نه شي. حللاره دا ده، چې د ښو خلکو په هڅولو او صحنې ته راوستلو، بد خلک څنډې ته وشړل شي.

د افغانستان په نږدې نیمه پېړۍ کړکېچ کې، هغوی چې ارادي خیانت کړی او ډېر بدخلک دي، تر سلو زیات نه دي، ورځه دا یې زر کسان. ښايي زر دوه زره نور داسې وي، چې له دوی سره یې د ګټو په خاطر ملګرتیا کړې وي، دا یې لس زره ونیسئ، د ټولو خاینینو شمېر تر لسو زرو نه اوړي، خو موږ لګیا یې هرڅوک چې په مخه راځي، ښکنځو یې او سپکوو یې. موږ ته څلویښت میلیونه افغانان ټول بد ایسي.

دا هېڅکله په دې مانا نه ده، چې پر خاینینو او بدو خلکو به نیوکه نه کوو او د ملت محکمې ته به یې نه راکاږو، نه ! دا به کوو، خو لږ ترلږه د همدې راکاږنې لپاره هم باید سره یوه خوله شو، یو لاس شو او پر یوه ګډه لاره چاره خو سره سلا شو. همدا اوس خو د یوې برخې خلکو لپاره خاینین د بلې برخې خلکو لپاره اتلان دي.

یوه ازموېینه:

پر فیسبوک یا تویتر یو فرضي نوم وړاندې کړئ، چې په هغه نامه شخصیت اصلاً نه وي موجود. د دغه فرضي افغان په اړه نظر پوښتنه وکړئ، وبه ګورئ، چې د ښکنځلو او سپکاویو سیلاو به پرې راشي، څوک به یې له پلار ونیکه غل بولي او څوک به یې عیاش و غلام و کافر و څه وڅه… لکه دوی ټول یې چې پېژني.

ځکه خو وایم، چې په روانه بې باوري کې موږ هر یو مسئول یو.

د (هر) افغان په خوله، د (هر) افغان سپکاوی، زموږ د دوښمنانو دسیسه ده، ټولو ته د ټولو په خوله ښکنځلې د دې لپاره ټولیزې (تعمیم) شوې، چې موږ په خپلو کې بې باوره شو او دوښمن ګاونډي په دې خړو اوبو کې پرېمانه کبان ونیسي.

نوره مو خوښه، خو که غواړو له روان خونړی کړکېچ څخه ووځو باید یو پر بل باور وکړو، یو پر بل باور د ملتپالنې تاداو دی، له دې تاداوه پرته نه ملت شته، نه هېواد او نه انساني ژوند و ژغور.

Back to top button