له انساني ژوند سره د خرافي باورونو ټکر
له انساني ژوند سره د خرافي باورونو ټکر.
لیکوال: عبدالغفور لېوال
په ګڼو اروپايي کورونو کې کوشنۍ یا لویې باغچې وي او په ځينو کې یې میوه يي ونې هم ولاړې وي.
د میوو د پخېدا په فصل کې ګورو، چې خلک د خپلو کورونو د باغچو له ونو میوه نه راټولوي او نه یې خوري. له مڼو، شلتالانو، آلوګانو، ناکو او انځرو ډکې څانګې زمکې ته راکږیږي، میوې چې پخې شي، توییږي، پر زمکه خوسا او ورستیږي، خو کور خاوند کار نه پرې لري…
ها خوا به په لویو پلورنځیو کې ګورې چې بوډۍ یا ځوان، نیکه یا پېغلې درې څلور مڼې یا څه نوره میوه په پاکټ کې رانیولې او (یورو) پرې ورشمېري…
د پلورنځیو میوه هغسې پخه، خوږه او رسېدلې نه وي لکه کورنۍ. ځکه له لرې باغونو یې وخته راشکوي، چې خرابه نه شي، په سړخونو کې یې ساتي، څه کیمیاوي لوبې هم پرې کوي، خو خلک دا اخلي او د کور طبیعي خوږه میوه نه خوري…
ومې پوښتل: ولې؟
وېل:
یو باور شته، چې د کور میوه د حضرت مسیح حق دی، هغه راځي او خوري یې…
حضرت مسیح غریب، د څومره ډېرو کورونو میوه خوري؟
حیران شوم، په زړه کې خندا راغله. خو باور باور دی.
موږ چې له دې باوره بهر یو، پوهیږو چې دا کیسه مسخره ده. اقتصادي تاوان دی. له چاپېریال سره ظلم دی، خو هغوی چې د دې باور پر افیونو اخته دي دا ورته جدي مسئله ښکاري.
خدایزده زموږ به څومره کیسې هغوی ته – چې په باورونو کې راسره شریک نه دي – د خندا وړ ښکاري او راپورې خاندي به.
ښه! خو دا به هم نه هېروو:
د مدني او پرمختللیو ټولنو چې د باورونو او افکارو پر ازادۍ باور لري، یوه ښېګڼه دا ده، چې ستا له باور سره کار نه لري، دا اصلاً ورته مهمه نه ده، چې ته څه ډول فکر کوې او څه باور لرې. که ته په اروپا کې اوسیږې او ستا په کور کې ونه ولاړه وي او میوه یې وخوري، تا ته څوک بد نه ګوري، نه درپورې خاندي، تکفیروي دې نه، وژني دې نه او کافر دې نه بولي…
د انساني ټولنو اصل له باورونو کرکه و تېښته نه ده، بلکې هر چا ته د خپل باور د لرلو د حق منل دي او دا، چې: ” ستا یې لاره، زما یې لاره! ”
ته حق لرې، هرډول چې غواړې فکر وکړې او باور ولرې، خو راشه دا حق ماته هم راکړه!
یو پر بل به په جبر و زور خپل باورونه نه تپو، هغه که خرافي دي یا نه، پر دې استدلال کېدلای نه شي.