اسطورې ته ورته  کیسه

اسطورې ته ورته  کیسه  

ليکوال: پير محمد کاروان

مونږ چې ماشومان وو، نیمایي کال مو په کلي او نیمايی مو د غرونو په بانډو کې تېراوه. د غرونو بانډې به د اوبه خور پر غاړه او د یخو اوبو چینو ته نږدې وې. چې په آسانۍ مو د څښاک اوبو ته لاس رسی وي، او هم مو څاروي په اوبو پسې سرګردان نه وي. په بانډو کې به مو د څښاک لپاره د چینې اوبه راوړې. څارویو به د روان اوبه خور پر غاړه اوبه څښلې. د غرونو بانډو ته به څړځای او ځنګل هم نږدې وو، چې شپانه او غوبانه په آسانۍ په کې مېږې، وزې او غواوې و څروي. د دې ترڅنګ څارویو ته پرېمانه واښه ،د څېړیو شنې پاڼې او د سونګ لرګي راوړي. په پرښو کې سرګړي ، بروځې او نور واښه هم ډېر را ټوکېدل. مالدارانو به په دلیو دلیو سرګړي او بروځې او نور واښه رېبل، ذخیره کول به یې چې په ژمي کې یې څاروي له لوږې سره مخ نه شي.

چې شپه به راغله، د بانډو څېره به بدله شوه. ویروونکې غوندې به وه. ځنګل او په ځنګل کې غځېدلې دره به داسې ښکارېده، لکه یوې تورې افسانوي بلا چې خوله خلاصه کړې وي. د غره شمال به د ځنګل د ونو شور زمونږ تر غوږونو رارساوه. دې شور به هم خوند کاوه او هم به نرۍ وېره ورسره وه. تر بانډو لاندې د اوبه خور د اوبو غږ به هم ښه ژوندی اورېدل کېده. ګډ وډي نه په کې راتله او ښه په ترتیب به روان و. لکه څوک ماهره چمبه ماره چې په تنهایۍ کې ورو، ورو چمبه غږوي، او په چمبه کې هم هغه سرود اړوي چې تر سلو ځلو یې هم زیات تمرین کړی وي. موږ ماشومانو به د بانډو د څپرونو له درزونو لاندې اوبه خور ته کتل. د اوبه خور پر غاړه به په شنو وښو کې د ستنو تر څوکو لږې غټکۍ وړې وړې تکې شنې رڼاوې ځلېدې. دا یو ډول ويښته لرونکې وړې حشرې وې چې د ماشومانو د غچۍ ګوتې په اندازه به وې او مونږ پشۍ ورته ویلې. د دې پشیو سترګو به شنې او زرغونې رڼاوې کولې. دا رڼاوې به د اوبه خور پر دواړو غاړو له یوه سره تر بله سره برېښېدې. د اوبه خور په رڼو اوبو کې به یې شنه او زرغون سیوري روان وو. دې ښکلیو او زړه راښکونکو رڼاوو زمونږ ماشوم ماشوم خوبونه تښتول، او ویښ یې ساتلو. په اوبه خور کې چونګښې هم وې. دا چونګښې عادې چونګښې وې،دومره ډېرې هم نه وې. په دوی کې به خال خال یوه غټه چونګښه وه. دې ته مونږ نر چونګښ وایه. دې غټې چونګښې به په کرار شومه دم، ناڅاپي یوه نیمه ناره ایسته. دا ناره به ډېره خوږه لګېده. د چا خبره د موسیقۍ په سُر او تال برابره وه. دې نارې به تر ‌ډېره تی خوري خوبولي ماشومان را ویښول. تی خوري ماشومان به چې دا څنګه راویښ شول، نود ژړا سرینده به یې هم پیل کړه. میندو به دې غټو چونګښو ته ښېراوې کولې.ویل به یې: خولې مو کولپ شه ویده ماشومان مو را ویښ کړل. دا مهال چې زه غټکی وم،د ماشومانو یو څو کیسې مې هم زده وې، نو د اوبو د دې سرودګر غږ خوږ را لګېده. چې دا را ویښ به شوم، بیا به ورته غوږ غوږ وم. پر ځان به هم نه وم خبر شوی، چې همدې غږ به لکه د زانګو ماشوم للو للو کړی وم.

په ځنګل کې رنګارنګ مرغان وو. چې لمر به راوخوت نو د ځنګل مرغانو به هم په آوازونو خولې خلاصې کړې. ځینې آوازونه خو په کې دومره خواږه وو، چې د یوې خوږې موسيقۍ د یوې لنډې ټوټې غوندې به لګېدل. په مرغانو کې یو مرغه و، چې کله کله به یې خوږ او غځولی غږ اېسته. دې مرغه به ډېر وخت د سپوږمۍ په شپه هې هې هې هې غږ کاوه. غږ یې داسې لګېده، لکه یو شپون چې پر خپله رمه غږ کوي چې ورتم شي. کله به چې د شپې له خوا په ځنګل کې د دې مرغه غږ واورېدل شو، نو شپانه به وارخطا شول. دوی به ویل چې وزبي(وزبه) بیا نارې وهي لکه چې په ځنګل کې یې پړانګ لیدلی دی.د شپنو لپاره د وزبي غږ د خطر یو زنګ وو. شپنو به پر خپلو رمو پام کاوه، چې پړانګ یا لېوه را نه شي او له شپاله د دوی مېږي، یا وزې و نه تښتوي.شپنو به د کورنۍ غړو ته ویل: وزبي نارې وهي، پر څارویو پام کوئ. د وزبي له نارو سره به د بانډو سپو هم وارخطا، وارخطا غپل. دې مرغه ته زمونږ خلکو وزبي(وزبه) وایه. یعنې د وزو څروونکی. مونږ ماشومانو ته هم د وزبي(وزبه) کیسه معلومه وه. دا کیسه مو څو څو ځله اورېدلې وه. دا کیسه چې یوه اسطوره یا اسطورې ته ورته ده داسې وه:

ــ په ډېرو قدیمو وختونو کې یو شپون و. د دې شپون د مېږو، وزو شمار نه کېده. د غره په یوه لویه ورشو کې یې مېږو او وزو ته بې شمېره شپلونه جوړ کړي وو. چې سهار مهال به یې رمې څړ ته بېولې، نو شاوخوا ټوله سیمه به مېږو او وزو ونیوه. د شپانه د هې هې هې هې تېره غږ به د غرونو تر لرې ګړنګونو رسېده. چې کله به یې هې هې هې هې  اوږده ناره وکړه، په ګړنګونو کې به یې ازانګې خورې شوې. تر لرې لرې به مېږو او وزو د خپل شپانه ناره واورېده، او بېرته به په شا را وګرځېدې. میاشت په میاشت د شپانه رمې نورې هم پسې ډېرېدې. د شپانه مېرمنه مهربانه ښځه وه. خپل مېړه ته به یې ویل، چې رمې دې ډېرې شوې، صدقه او خیرات په کې کوه. خو شپون بخیل وو، د میرمنې خبره به یې په یوه غوږ اورېده او له بل غوږ به یې وتله. د ورځې نه یوه ورځ یو ملنګ د شپانه مېلمه شو. د شپانه مېرمنې شپانه ته وویل: ګوره سړیه، د رمو شمار دې نه کېږي، دا غریب سړی چې نن ستا مېلمه ده، راځه یو ښه پسه ورته حلال کړه. غریب د ورځو ورځو نهر ښکاري، ثواب به دې وشي،ویې نازوه، دعاوې به درته کوي. شپانه سر و خوځاوه، خپلې ښخې ته یې وویل: زه پوهېږم چې څه وکړم. شپانه له خپلې مېرمنې نه په پټه د پسه پر ځای یو زوړ سپی حلال کړ. د سپي له غوښو یې په خپله ښوروا تیاره کړه. ماښام مهال یې په یوه لوی ښانک کې دمېلمه مخې ته کېښوده، ورته ویې ویل چې ملنګه دارو یې کړه، ډېر څورب پسه مې درته حلال کړی دی. ملنګ چې ښوروا او غوښو ته وکتل، په زړه کې څه اندېښنه ورتېره شوه. ناڅاپه ، په جذبه راغی او په وېروونکي غږ یې نارې کړې. کورې سپيه ، زه ستا غوښې نه خورم.

هغه وه چې د سپي له پخو شویو غوښو سپی جوړ شو،منډه یې کړه او په غپلو یې پیل وکړ. ملنګ بخيل شپانه ته مخ ور واړوه او داسې ښېرا یې ورته وکړه:

بخیله! خدای دې درستې رمې سویې او غرڅې کړه، چې در نه خورې ورې  وي او ته نارې پسې وهې دوی نه راټولېږي. د ملنګ ښېرا ولګېده. یو دم د شپانه د  مېږو او د وزو شپلونه مات شول. مېږې سوېې او وزې په غرڅو واوښتې. په ځنګلونو او دښتو کې خورې شوې. د شوم او بخیل شپانه زړه پښو ته ولوېده. په تښتېدلو رمو پسې یې منډه کړه. خو ورپسې و نه رسېده. آخر په مارغه بدل شو، په همدې وزبي مارغه. اوس چې په ځنګل کې پړانګ او یا لېوه و وینې نو د هې هې هې هې نارې وهي، چې هسې نه د ده مېږې او وزې به وداړي.

.       د اوبه خور پر غاړه او د یخو اوبو چینو ته نږدې وې. چې په آسانۍ مو د څښاک اوبو ته لاس رسی وي، او هم مو څاروي په اوبو پسې سرګردان نه وي. په بانډو کې به مو د څښاک لپاره د چینې اوبه راوړې. څارویو به د روان اوبه خور پر غاړه اوبه څښلې. د غرونو بانډو ته به څړځای او ځنګل هم نږدې وو، چې شپانه او غوبانه په آسانۍ په کې مېږې، وزې او غواوې و څروي. د دې ترڅنګ څارویو ته پرېمانه واښه ،د څېړیو شنې پاڼې او د سونګ لرګي راوړي. په پرښو کې سرګړي ، بروځې او نور واښه هم ډېر را ټوکېدل. مالدارانو به په دلیو دلیو سرګړي او بروځې او نور واښه رېبل، ذخیره کول به یې چې په ژمي کې یې څاروي له لوږې سره مخ نه شي.

چې شپه به راغله، د بانډو څېره به بدله شوه. ویروونکې غوندې به وه. ځنګل او په ځنګل کې غځېدلې دره به داسې ښکارېده، لکه یوې تورې افسانوي بلا چې خوله خلاصه کړې وي. د غره شمال به د ځنګل د ونو شور زمونږ تر غوږونو رارساوه. دې شور به هم خوند کاوه او هم به نرۍ وېره ورسره وه. تر بانډو لاندې د اوبه خور د اوبو غږ به هم ښه ژوندی اورېدل کېده. ګډ وډي نه په کې راتله او ښه په ترتیب به روان و. لکه څوک ماهره چمبه ماره چې په تنهایۍ کې ورو، ورو چمبه غږوي، او په چمبه کې هم هغه سرود اړوي چې تر سلو ځلو یې هم زیات تمرین کړی وي. موږ ماشومانو به د بانډو د څپرونو له درزونو لاندې اوبه خور ته کتل. د اوبه خور پر غاړه به په شنو وښو کې د ستنو تر څوکو لږې غټکۍ وړې وړې تکې شنې رڼاوې ځلېدې. دا یو ډول ويښته لرونکې وړې حشرې وې چې د ماشومانو د غچۍ ګوتې په اندازه به وې او مونږ پشۍ ورته ویلې. د دې پشیو سترګو به شنې او زرغونې رڼاوې کولې. دا رڼاوې به د اوبه خور پر دواړو غاړو له یوه سره تر بله سره برېښېدې. د اوبه خور په رڼو اوبو کې به یې شنه او زرغون سیوري روان وو. دې ښکلیو او زړه راښکونکو رڼاوو زمونږ ماشوم ماشوم خوبونه تښتول، او ویښ یې ساتلو. په اوبه خور کې چونګښې هم وې. دا چونګښې عادې چونګښې وې،دومره ډېرې هم نه وې. په دوی کې به خال خال یوه غټه چونګښه وه. دې ته مونږ نر چونګښ وایه. دې غټې چونګښې به په کرار شومه دم، ناڅاپي یوه نیمه ناره ایسته. دا ناره به ډېره خوږه لګېده. د چا خبره د موسیقۍ په سُر او تال برابره وه. دې نارې به تر ‌ډېره تی خوري خوبولي ماشومان را ویښول. تی خوري ماشومان به چې دا څنګه راویښ شول، نود ژړا سرینده به یې هم پیل کړه. میندو به دې غټو چونګښو ته ښېراوې کولې.ویل به یې: خولې مو کولپ شه ویده ماشومان مو را ویښ کړل. دا مهال چې زه غټکی وم،د ماشومانو یو څو کیسې مې هم زده وې، نو د اوبو د دې سرودګر غږ خوږ را لګېده. چې دا را ویښ به شوم، بیا به ورته غوږ غوږ وم. پر ځان به هم نه وم خبر شوی، چې همدې غږ به لکه د زانګو ماشوم للو للو کړی وم.

په ځنګل کې رنګارنګ مرغان وو. چې لمر به راوخوت نو د ځنګل مرغانو به هم په آوازونو خولې خلاصې کړې. ځینې آوازونه خو په کې دومره خواږه وو، چې د یوې خوږې موسيقۍ د یوې لنډې ټوټې غوندې به لګېدل. په مرغانو کې یو مرغه و، چې کله کله به یې خوږ او غځولی غږ اېسته. دې مرغه به ډېر وخت د سپوږمۍ په شپه هې هې هې هې غږ کاوه. غږ یې داسې لګېده، لکه یو شپون چې پر خپله رمه غږ کوي چې ورتم شي. کله به چې د شپې له خوا په ځنګل کې د دې مرغه غږ واورېدل شو، نو شپانه به وارخطا شول. دوی به ویل چې وزبي(وزبه) بیا نارې وهي لکه چې په ځنګل کې یې پړانګ لیدلی دی.د شپنو لپاره د وزبي غږ د خطر یو زنګ وو. شپنو به پر خپلو رمو پام کاوه، چې پړانګ یا لېوه را نه شي او له شپاله د دوی مېږي، یا وزې و نه تښتوي.شپنو به د کورنۍ غړو ته ویل: وزبي نارې وهي، پر څارویو پام کوئ. د وزبي له نارو سره به د بانډو سپو هم وارخطا، وارخطا غپل. دې مرغه ته زمونږ خلکو وزبي(وزبه) وایه. یعنې د وزو څروونکی. مونږ ماشومانو ته هم د وزبي(وزبه) کیسه معلومه وه. دا کیسه مو څو څو ځله اورېدلې وه. دا کیسه چې یوه اسطوره یا اسطورې ته ورته ده داسې وه:

ــ په ډېرو قدیمو وختونو کې یو شپون و. د دې شپون د مېږو، وزو شمار نه کېده. د غره په یوه لویه ورشو کې یې مېږو او وزو ته بې شمېره شپلونه جوړ کړي وو. چې سهار مهال به یې رمې څړ ته بېولې، نو شاوخوا ټوله سیمه به مېږو او وزو ونیوه. د شپانه د هې هې هې هې تېره غږ به د غرونو تر لرې ګړنګونو رسېده. چې کله به یې هې هې هې هې  اوږده ناره وکړه، په ګړنګونو کې به یې ازانګې خورې شوې. تر لرې لرې به مېږو او وزو د خپل شپانه ناره واورېده، او بېرته به په شا را وګرځېدې. میاشت په میاشت د شپانه رمې نورې هم پسې ډېرېدې. د شپانه مېرمنه مهربانه ښځه وه. خپل مېړه ته به یې ویل، چې رمې دې ډېرې شوې، صدقه او خیرات په کې کوه. خو شپون بخیل وو، د میرمنې خبره به یې په یوه غوږ اورېده او له بل غوږ به یې وتله. د ورځې نه یوه ورځ یو ملنګ د شپانه مېلمه شو. د شپانه مېرمنې شپانه ته وویل: ګوره سړیه، د رمو شمار دې نه کېږي، دا غریب سړی چې نن ستا مېلمه ده، راځه یو ښه پسه ورته حلال کړه. غریب د ورځو ورځو نهر ښکاري، ثواب به دې وشي،ویې نازوه، دعاوې به درته کوي. شپانه سر و خوځاوه، خپلې ښخې ته یې وویل: زه پوهېږم چې څه وکړم. شپانه له خپلې مېرمنې نه په پټه د پسه پر ځای یو زوړ سپی حلال کړ. د سپي له غوښو یې په خپله ښوروا تیاره کړه. ماښام مهال یې په یوه لوی ښانک کې دمېلمه مخې ته کېښوده، ورته ویې ویل چې ملنګه دارو یې کړه، ډېر څورب پسه مې درته حلال کړی دی. ملنګ چې ښوروا او غوښو ته وکتل، په زړه کې څه اندېښنه ورتېره شوه. ناڅاپه ، په جذبه راغی او په وېروونکي غږ یې نارې کړې. کورې سپيه ، زه ستا غوښې نه خورم.

هغه وه چې د سپي له پخو شویو غوښو سپی جوړ شو،منډه یې کړه او په غپلو یې پیل وکړ. ملنګ بخيل شپانه ته مخ ور واړوه او داسې ښېرا یې ورته وکړه:

بخیله! خدای دې درستې رمې سویې او غرڅې کړه، چې در نه خورې ورې  وي او ته نارې پسې وهې دوی نه راټولېږي. د ملنګ ښېرا ولګېده. یو دم د شپانه د  مېږو او د وزو شپلونه مات شول. مېږې سوېې او وزې په غرڅو واوښتې. په ځنګلونو او دښتو کې خورې شوې. د شوم او بخیل شپانه زړه پښو ته ولوېده. په تښتېدلو رمو پسې یې منډه کړه. خو ورپسې و نه رسېده. آخر په مارغه بدل شو، په همدې وزبي مارغه. اوس چې په ځنګل کې پړانګ او یا لېوه و وینې نو د هې هې هې هې نارې وهي، چې هسې نه د ده مېږې او وزې به وداړي.

Back to top button