د اعلیحضرت شاه امان الله خان ژوند او کړنو ته کتنه

د اعلیحضرت شاه امان الله خان ژوند او کړنو ته کتنه

لیکوال : محمد موسي غيرت

شاه غازي امان الله خان په ۱۸۹۲ میلادی كال د كابل په پغمان كې زېږېدلى دی، نوموړی د امير حبيب الله خان زوی، او د امير عبدالرحمن خان لمسی دی. مور يې سرور سلطانه بيګم او ميرمن يې ملکه ثريا نومیدې. نوموړی له ١٩١٩ م کال څخه تر ١٩٢٩م کال پورې د افغانستان واکمن و.

زده کړې
ﻏﺎﺯﻱ ﺍﻣﺎﻥ ﺍﻟﻠﻪ ﺧﺎﻥ ﺧﭙﻠﯥ ﻟﻮمړنۍ ﺯﺩﻩ کړﯤ ﭘﻪ ﺷﺎﻫﻲ ﺩﺭﺑﺎﺭ او ﻧﻮﺭﯤ ﺯﺩﻩ کړﯤ ﭘﻪ ﺣﺮﺑﻴﻪ ﻣﺪﺭﺳﻪ ‏( ﺣﺮﺑﻴﻪ ښوﻭنځي ‏) ﻛﯥ ﺗﺮ ﺳﺮﻩ کړﯤ ﺩﻱ. ﺩ ﻣﺤﻤﻮﺩ ﺳﺎﻣﻲ ﭘﺎﺷﺎﻩ ﭘﻪ ﻧﻮﻡ ﯾﻮﻩ ښوﻭﻧﮑﻲ ﻭﺭﺗﻪ ﭘﻪ ځانګړﻱ ډﻭﻝ ﺩ ﭘﻮځي ﺯﺩﻩ کړﻭ ﺭﻭﺯﻧﻪ هم ﻭﺭﮐﻮﻟﻪ .

شخصي ځانګړتیاوې
لوړ اخلاق، خوږه ژبه، قانع کوونکی شخص هوښیار، ځیرک او پرمختګ خوښونکی شخصيت و .

سياست
شاه غازي امان الله خان د خپل پلار د واکمنۍ په وخت کې د کابل والي، د کابل د پوځ او خزاني واکمن او د پلار له مړینې وروسته يې د هيواد چارې په لاس کې واخیستې او د افغانستان پاچا شو.
نوموړي د خپل پلار د مرګ پر اوومه ورځ ملت ته په وينا كې داسې وويل:
“اى د افغانستان معظم ملته! ما د پلار د شهادت پر وخت د سلطنت وكالت په كابل كې پر غاړه درلود او اوس په هغه اصالت د امانت دروند بار پر غاړه اخلم.
كله چې ستر ملت زما پر سر د پاچاهۍ جوغه كېښودله، ما عهد وكړ چې د افغانستان دولت به د نړۍ نورو مستقلو قدرتونو غوندې د هېواد په داخل او خارج كې ازاد او مستقل وي ، د افغانستان خلك به د قانون تابع وي ،جبري كارونه به بند وي.
تاسې به د خپل دين او هېواد په چارو كې ډېر هوښيار اوسئ او په بيدارۍ به وطن ساتئ. زه تاسو، ټول اهل اسلام او ټول بني نوع انسان ته خير او سعادت غواړم.”
غازي امان الله په خپل لومړي خطاب کې افغانستان خپلواک اعلان کړ كله چې امان الله خان انګرېزانو ته د افغانستان خپلواكي اعلان كړه، انګرېزانو هېڅ غوږ پرې ونه ګراوه، نو ځكه دی اړ شو چې د انګرېزانو په وړاندې غزا او جهاد اعلان ،او خلکو ته یې وویل چې تیاری ونیسي او وسلې را واخلی خلکو ورته امین وویل .
دمې د میاشتې په لومړیو کې غازي امان الله خان د جګړې لپاره تیاری وښوده او جنرال صالح محمد خان یې ختیځ لور ، جنرال نادر خان یې سویل لور ته او عبدالقدوس خان یې د ځواکونو په مشری کندهار ولایت ته واستاوه .
جنرال صالح محمد چې نوی د ملي دفاع وزیر په توګه تاکل شوی وه او د ختیځ جبهې مشري یې پرغاړه درلوده جګړه یې پیل کړه.
جنرال نادر خان د مې دمیاشتې په ۲۴ نیټه ګردیزښار ته ورسید او هلته یې اعلان وکړ چې د خپلواکۍ لپاره مبارزه پیل شوې له اعلان ورسته د پکتیا د خلکو قومي مشران ورسره یوځای شول. د مې دمیاشتې په ۲۶ نیټه جنرال نادر خان له ۱۰ زره قومي لښکرو او ۳ زره عسکرو سره چې په توپونو هم سمبال وه دټل په نظامي مرکز برید وکړ .انګریزانو یې په شدت سره مقابله کوله هغه وخت چې قومي ملیشو په دغه سیمه کې د انګریزانو له ملاتړه لاس واخیست دوی له ماتي سره مخ شول او ځانونه اوسلې یې تسلیم کړلې .
د تل په جکړه کې د افغانانو له بریا وروسته پیښور او کوهاټ له خطر سره مخ شول له دې وروسته انګریزانو د جګړې ددریدو غوښتنه وکړه چې افغان دولت هم ددوی غوښتنه ومنله او ټولې هغه سیمې چې افغانانو له انګریزانو نیولې وې هغه یې بیرته دانګریزانو ځواکونو ته وسپارلې په دغو ورځو کې انګریزانو کابل او جلال اباد بمبار کړل چې په کابل کې دخلکو لخوا دانګریزانو پرضد لاریونونه وشول.
انګریزانو په بیلا بیلو لارو وغوښتل چې په غازي امان الله خان فشار راوړي ترڅو هغه مجبوره شي او دسولې خبرو ته حاضر شي بلاخره امان الله خان د سولې خبرو ته تیاری وښوده او دافغانانو او انګریزانو ترمینځ د سولې خبرې پیل شوې
دسولې لپاره خبرې دوه ځله په پنډی او یو ځل په کابل کې وشوې
لومړی ځل دسولې خبرې د۱۹۱۹ دجولای په میاشت کې په پڼډی کې دعلي احمدخان په مشری وشوې.
دوهم ځل دغه خبرې د ۱۹۲۰ م کال داپریل د میاشتې ۱۴ نیټه په میسوري کې دمحمود طرزي په مشری او
دریم ځل د ۱۹۲۱ م کال د جنوری دمیاشتې په ۲۰ نیټه دسولې خبرې په کابل کې د افغانانو او انګریزانو تر مینځ پیل شوی چې د همدغه کال تر دسمبر میاشتې پورې یې دوام وکړ چې بالاخره انګلیسانو دافغانستان خپلواکي په رسمیت و پیژنده او له هغه وروسته دافغانستان خپلواکي په یو شمیر نورو اروپایي او اسیایي هیوادونو لخوا په رسمیت و پیژندله شوه
له هغه وروسته چې دافغانستان استقلال په رسمیت وپیژندل شو دامان الله خان لخوا بیلا بیلو برخو ته له سره کتنه وشوه .
د قانون جوړلو په برخه كې امان الله خان د ١٩٢٢ زېږیديز كال د فبروري پر ٢٩مه په جلال اّباد كې د ملت د٨٧٢ استازيو په ګډون لويه جرگه جوړه كړه، او په ۱۹۲۳ کې يې د افغانستان لومړنى اساسي قانون تصويب کړ .

د غازي امیر امان الله خان ادارې تګلاره!
د احمد شاه بابا د واکمنۍ څخه نیولې تر امیر حبیب الله خان د واکمنۍ پورې ادارې سیستم دودیز او پخوانې و خو کله چې غازي امان الله خان د خپل پلار د مړینې څخه وروسته واک ته ورسېد ډېره لیوالتیا یې درلوده چې اداري سیسټم نوی او عصري کړي مخکې له دې چې په اداري سیسټمونو کې بدلون او سمون راولې او د وخت غوښتنو او اړتیاوو په نظر کې نیولو سره اداري سیسټم ته پراختیا ورکړي لومړی یې د خپلو دولتي لوړ رتبه مامورینو سره مشوره وکړه او د هغه له مخې د دولت په درې ګونو قواو کې ژور اصلاحات او بدلونونه راوستل او دودیزه اداره یې په عصري اداره بدله کړه او دا اصلاحات او بدلونونه د کسبګر، مالدار او بزګر په ګټه و او خلک د پخوانیو درنو مالیاتو او حوالو څخه په تنګ او خفه و همغه و چې اصلاحات او بدلونونه په هره برخه کې راغلل او دغه اصلاحات د ولس له تود هرکلي سره مخ شو دلته په دې برخه کې په لنډ ډول یواځې د نمونې په توګه د هغه څه څخه بحث کوو چې د غازي امان الله خان په واکمنۍ کوم ډول بدلونونه او اصلاحات راغلل او په کومو برخو ته ډېره پاملرنه وشوه.
په لومړی قدم کې غازي امان الله خان د هېواد اصلي وثیقې اساسي قانون د سمون څخه پیل وکړاو اساسي قانون یې د شریعت او ملي ارزښتونو سره سم تنظیم او توشیح کړ او د همدې اساسي قانون په (۱۶) ماده کې داسې صراحت درلود: (د افغانستان ټول وګړي د شریعت او د دولت د قانون پر وړاندې د هېواد په حقوقو او دندو کې مساوي حق لري).
همدارنګه په (۱۰) ماده کې راځي: (د شخص خپلواکې د هر ډول تېري څخه په امن کې ده، هېڅوک پرته له شرعي حکم او قانوني نظام څخه چاته سزا نه ورکول کېږي…) دا او دېته ورته نورې ټولې مادې د افغان ملت او نظام او شرعي اصولو او ارزښتونو خلاف نه وي بلکې د شریعت مطابق او ادارې سیسټم د پیاوړتیا په پار وي. چې بیا وروسته
یاد اساسي قانون په (۷۳) مادو او (۱۰) څپرکو کې په ۱۳۰۳هـ ل کال کې د پغمان په جرګه کې (۱۰۵۰) تنو په ګډون تصویب او د سلواغې میاشتې په ۸مه نیټه د پلې کېدو وړ وګڼل شو دا معاصر تاریخ لومړنې اساسي قانون و چې د ملت پر وړاندې جوړ شو. د اساسي قانون تر څنګ د اساسي قانون په رڼا کې یو شمير نور عادي قوانین هم رامنځته شول چې د هغې جملې دا لاندې یو شمېر عادي قوانین دي:
۱ـ د حاکمانو او مامورینو د دندو د وېش قانون
۲ـ پوځي خدمتونو او تعلیماتو قانون
۳ـ د سرشمېرنې او تذکري اخیستنې قانون
۴ـ مطبوعاتو قانون
۵ـ د دولتي ودانیو جوړولو قانون
۶ـ د دولتي املاکو د پلورلو قانون
۷ـ د تحصیل او ارزونې قانون
۸ـ د سوداګرۍ چارو شرعي محاکمو قانون
۹ـ مقیاساتو قانون
۱۰ـ د صنایعو او تشویق قانون
۱۱ـ د زندانونو د څار قانون
۱۲ـ للمې قانون
۱۳ـ یتیم پالنې او روزنې قانون
۱۴ـ د کرنې د مامورینو د ښوونې قانون
۱۵ـ تعزیه دارۍ قانون
۱۶ـ د دولتي القابو او نښو نښانو قانون
۱۷ـ کورنیو ښوونځیو د خدمتونو قانون
۱۸ـ د شرعي نکاح او ختنې(سُنتې) قانون
دېته ورته نور لسګونه قوانین د ټولنې د سمون او تنظیم په پار جوړ او رامنځته شول.

د وزارتونو د چارو د اجرا لپاره منظم مهالوېش د اونۍ ورځې:
شنــبــه
ـــــــــــــ
ښوونیز او روزنیزو چارو اجرا، مالې چارو اجرا، سوداګریزو چارو اجرا.

یکـــشنبه
ــــــــــــــ
حربیه یا دفاعي چارو اجرا، کورنیو چارو اجرا.

دوشنبــــه
ــــــــــــــــ
وزیرانو شورا مجلس.

ســه شنبــه
ــــــــــــــ
د وزارتونو د پلان شوو چارو د سرته رسولو ارزول او لازم تدابیر نیول.

چهــــارشنبـــه
ـــــــــــــــــــــ
بهرنیو چارو اجرا او لازم تدابیر نیول.

پنجشنبــــه
ـــــــــــــــــــ
ځانګړې یاور اداره امنیتي چارو اجرا عدلې چارو اجرا د کرنیزو چارو اجرا.

پر ﻣﺨﺘﯿﺎﻳﻲ ﮐﺎﺭﻭﻧﻪ:
1. لومړی اساسي قانون یې جوړ کړو.
2. لومړی ځل لپاره تذکره وویشل شوه.
3. د کورني تولید د تقوې قانون شو.
4. د ځمکو لپاره نغدي مالیاتو وټاکل شول.
5. د څارویو د مالیاتو لپاره د محصول مورسی قانون جوړ شو.
6. د مالي ادارو د تنظیم لپاره د اصول دفتري ښوونځی جوړ شو.
7. د کرنې د مامورینو او مالیاتو د ترلاسه کولو قانون جوړ شو.
8. د اداري مامورینو او حاکمانو قانون جوړول.
9. د دولتي املاکو د خرڅون قانون جوړول.
10. دټولو داخلي ګمرکات له منځه وړل.
11. سوداګریزو معاملاتو لپاره د شرعي محکمې جوړول.
12. تر لومړني ښوونځي پورې د زده کړو جبري کول.
13. د لومړي ځل لپاره بانکنوټونه چاپ شول.
14. دبريښنادتوليد ته پراخیتیا ورکړل شوه .
15. د چاپ مطبعې رامینځته شوې .
16. دسمنټو صنعت تولید پراختیا.
17. بورې تولید .
18. ګوګړو تولید .
19. کاغذ جوړولو .
20. ښيښې جوړولو.
21. غوړ ايستلو صنعت .
22. دمېوو د کنسروا کولو .
23. د صنعت د تشویق قانون تصویب.
24. د تقاعد قانون تصویب.
25. خصوصي مالیکت تثبیت شو.
26. سوداګریز شرکتونه شول.
27. دوا جوړونې شرکت.
28. افغان اتحاد،افغان ملګری قمر او جرمنی ضیا تاسیس شول.
29. دولت شرکت امانیه او شرکت ثمر جوړ کړل.
30. سپينو بارتو د تولید فابریکه جوړه کړي.
31. د تلګراف او تیلفون د لاینونو تمدید د مرکز او ولایتونو ترمنځ په پغمان،ننګرهار او کندهار کې د برق سټیشونه تر لاس لاندې ول.
32. .د چرم جوړه ونې کارخانه.
33. د ګوګرد کارخانو ته د بريښنا انرژي ورکړل شوه.
34. د موټرو د ترمیم کارخانه پرزې جوړونې.
35. صابون فابریکو جوړول.
36. عطریات ،جوړول.
37. نجاري فابریکې جوړل.
38. یخ جوړونې پنبې او د غوړو ویستل په کندهار ،مزار شریف او هرات کې جوړې.
39. قند جوړونې فابریکې جوړول.
40. نخي او جیم نساجي فابریکې.
41. ،ټنی جوړه ونې فابریکې جوړول.
42. ،د میوو د ساتنې لپاره ځایونه جوړول.
43. د پنیر او کوچو فابریکې جوړول.
44. کوچو جوړه ونې.
45. ،اوبو ویستل او خاکي تیل ویستل.
46. غازي بند جوړول.
47. د غزني سراج بند جوړول.
48. د څمکنویو اوبه تړل.
49. په همدې ډول د بدخشان د لاجوردو،د هرات نفتو او د اوسپني د ویلی کیدو کارخان د کانونو پرختیا د اوسپني،سکرو ډبره، ،سرب،ابرک تباشیر،مرمر او یو شمیرنو قرار دادونه وروستي شوي ول.
50. او د دولت د کارمندانو باید له کورنیو تولیداتو ګټه پورته کړی وای.
51. د تلګراف له لارې له ولایتونو او نړۍ سره ونښلول شوه
52. په لومړی ځل د اورګاډي لیکه جوړه ول.
53. د نویو لارو جوړول.
54. د پخوانیو لارو بیا ودانول.
55. پلونو جوړول.
56. لومړي ځل د ملکي هوايي چلند اداره رامینځته کول.
57. د پوستي چوپړتیاوو سمول.
58. ، د کابل او سترو ولايتونو سره د هوايې چلند ټينگول. او د کابل او باندنيو هيوادونو لکه ترکيې، ايران، هند، شوروي او نورو سره د هوايي پوستي د ليکو ټينگولو ته يې د خپلو اقتصادي او پراختيايي پروگرامونو په سر کې ځاې ورکړ.
59. د هېواد هوايي ځواک جوړول.
60. د رسینو لومړنی قانون تصویب.
61. د ښځو د خوندیتوب قوانین جوړه ول.
62. د انجنو لپاره د ښووځنیو او مدرسو جوړه ول.
63. د ښځو د خپلواکی او حقوقو ته پاملرنه.
64. دولت جوړونې او د اقتصاد عصري کیدل.
65. د مالیاتو راټولول د پيسو په بڼه.
66. ماليې ریفورم رامینځته کول.
67. د ملي شورا جوړه ول.
68. په نظامي او ملکي برخو کې اصلاحات.
69. د ټلګراف د نړیوالې ادارې غړیتوب اخیستل.
70. د لومړی ولسي جریدې خپریدل د اتحاد مشرقي له خوار.
71. په کال 1306 ه ش کې د راډیو فعالول.
72. 1920 زیږدیز کې ملي کتابتون جوړول.
73. د ښځو لومړنې جریده جوړول د ارشاد النسوان په نامه
74. طلوع افغان ورځپاڼه جوړیدل.
75. په لومړي ځل د بودجې تصویب.
76. د سپورټ لومړني خپرول.
77. د پښتو مرکې ادبې ټولنه جوړول.
78. د مانیه ښوونځی تاسیس.
79. د انیس جریدې تاسیس.
80. د طبابت لومړی قانون تصویب.
81. د ملي شورا لپاره د قانون جوړیدل.
82. افغان زده کړیالان بهر ته د زده کړو لپاره لیږد.
83. په لومړي ځل د میرمنو ګډون د پغمان په لویه جرګه کې.
84. په ټول هېواد کې 322 ښووځیو جوړیدل.
85. په ټول هېواد کې 244 کیلومتره سړک پوښ شو.
86. 391 ډوله کانونو کشفول.
87. افغانستان د پوسټ د نړيوالې ټولنې غړ شو.
88. په ښوونځنیو کې د شاګردانو د نه حاضریدو کبله پينځه افغانۍ جریمه کول.
89. اتفاق اسلام په هرات کې اخبار جوړ کړو.
90. په شمال کې د بیدار په نوم اخبار رامینځته شو.
91. اتحاد اسلام اخبارپه مزار شریف کې رامینځته کړو.
92. اتحاد بغلان اخبار.
93. اتحاد خان اباد اخبار.
94. ستاره افغان اخبار.
95. حقیقت په نوم اخبار.
96. انيس اخبار.
97. امان افغان خپرول.
98. د انسانانو خرڅول منع اعلان شول.
99. بیګار بند شو چې ځينو قومونو ترلاسه کول.
100. اضافي مالیات یې منع کړل.
101. جنسي مالیات په پولي مالیاتو واوختل.
102. د قبایلي خانونو،درباریانو او د شاهي کورنۍ لیرې خپلوانو معاشات او امتیازات یې لغوه کړل.
103. اهل هندو افغانانو ته د ښوونځینو جوړه ول.
104. په بهر کې افغانۍ تولیداتو ته بازار پيدا کول.

اروپا ته د اعلیحضرت شاه امان الله خان سفر
د سفر اراده: د (١٩٢٧) کال د نومبر پر (١٦) مه نېټه اعليحضرت شاه امان الله خان
( تلواک اوسه) له دولتي چارواکيو سره تر سلا مشورې اروپا ته د سفر پرېکړه وکړه او د (١٩٢٧) زېږدیز کال د نومبر پر (١٧) مه نېټه يې لاندې اعلاميه خپره کړه:
زه تر هرڅه لومړى د څېښتن شکر ادا کوم، چې ماته يې د ملت او هېواد چوپړ را په برخه کړ، ورپسې د هېواد پر هغې سوکالۍ، سولې او پرمختيا خوښي ښېيم، چې د خداى د رضا، د هېوادوالو د سرښندنو او د هېواد د خادم امان الله خان د نشت شمېر هڅو په مټ رامنځته شوې.
الحمد لله افغانستان اوس د خپلواکۍ څښتن دى اود خپلواکۍ پربنسټ په نړۍ کې ځانګړى ځاى لري او په ژونديو ملتونو کې شمېرل کېږي، نو خپلواکي چې د هر ملت د وګړيو غوښتنه ده، له موږه غواړي چې د نړۍ پرمختياوې وځيرو او د ناستومانو هڅو په مټ يې راخپلې کړو.
د خپلواکۍ په دغو لسو کلونو کې چې موږ څومره معلومات ترلاسه کړي وو، ټول مو پلي کړل او د ګټورو قوانينو د جوړونې ترڅنګ مو نوې لارې چارې راوايستې. ما پخپله د واکمنۍ د ډېرو برخو کتنه وکړه او پلي شوي قوانين مې وځيرل.
د پرمختګ پر لور نوى ګام: شرايطو ته په کتنې سره مې پتېيلې چې اروپا ته ولاړ شم او پخپلو سترګو د هغه ځاى دود، دويونه(قوانين)، سوله، صنعت او ټولې هغه پرمختياوې او اسانتياوې چې موږ ترې بې برخې يو، ووينم. نظريې يا معلومات دي او که وسيلې يا درمل. دا هرڅه به د امکان تربريده افغانستان ته راوړل شي. زما په اند دا سفر به د ډېره برياوو زېږنده وي.
اروپا ته زما د سفر پرېکړه د ډېرې حيرانتيا وړ نه ده، ځکه ډېر داسې واکمن شته چې له خپل ملت سره رښتينې مينه لري او د کورنيو چارو تر سمون وروسته بهرنيو هېوادو ته ددې لپاره سفر کوي، چې د خپل هېواد د پرمختيا لپاره نوې تجربې ترلاسه کړي. د همدې نېکې ارادې له کبله ماته اروپايي هېوادونو بلنه راکړې ده.
د سفر موخه: که څه هم ما د سفر پر موخه رڼا واچوله، خو کېداى شي ځينې وګړي پرې نه وي پوه شوي؛نو يوځل پرې بيا خبرې کوم:
زما سفر دوه موخې لري: افغانستان ته د اروپا د برياوو او پرمختياوو راوړل او اروپايانو ته دا ويل چې افغانستان هم د خداى د پر ځمکه د يوه هېواد نوم دى. دا هم بايد ووايم چې په اروپا کې ځينې داسې څيزونه شته چې زموږ په ښه نه راځي، ځکه زموږ له چاپيريال سره يورنګي نلري؛ نو کومو قوانينو ته چې موږ اړتيا لرو، هغه به تر پوره غورو فکر وروسته افغانستان ته راولېږدوو او دلته به يې پلي کړو. اصلا زه غواړم د اروپا د پرمختګ راز وپېژنم او هغه څه چې زموږ په ګټه دي او اړتيا ورته لرو، افغانستان ته راوړم او دلته ترې کار واخلم. له دې پرته بله هېڅ موخه نلرم. څښتن دې ما د خپلو موخو پر ترلاسي بريالى کړي.
اړينې لارښوونې: څرنګه چې زه اروپا ته روان يم، نو د دولت غړيو ته پکار دي چې خپلو دندو ته پوره پام واړوي، خپلې سيمې سوکاله وساتي او د خداى په حاضر ګڼلو سره يوه شېبه هم له خپلو دندو غافل نشي. هيله ده چې ګران هېوادوال به زما د سفر په بهير کې له کومې ستونزې سره مخ نشي، بلکې هوسا به واوسي.
چارواکيو ته ښايي چې خپلو کارونو ته ژمن واوسي او په پوره ايماندارۍ سره د ملت د هوساينې او سوکالۍ لارې چارې وپلټي. چارواکي دې په هره پرېکړه کې له نياوه کار اخلي، چې چا ته زيان ونه رسېږي يا يې حق ونه خوړل شي. لوړ پوړيو مامورينو ته پکار دي چې تر ځان ټيټ مامورين وڅاري او که وګوري چې خپلې دندې په سمه توګه نه ترسره کوي، نو ودې يې رټي او خپلو دندو ته دې يې ځير کاندي.
زما د سفر پرمهال به د سلطنت چارې د وزيرانو شورا پرمخ وړي او ياور به لوى سردار محمد ولي خان وي. نوموړى به هغه کارونه ترسره کوي چې په ما پورې اړه ولري؛ نو که يو مامور له کومې ستونزې سره مخ کېږي، له ده سره دې اړيکې نيسي.
موږ به له کابل څخه د ( ١٩٢٧) زيږدیز کال د دسمبر پر ٧مه نېټه پر لسو بجو روانېږو او د کابل، کندهار، چمن،کراچۍ، بمبۍ او عدن له لارې به مصر ته ځو. هلته به حالاتو ته په کتو سره د اروپا د سفر پلان جوړوو.
شاه چې بېرته له سفره راستون شو، نو د اصلاحي كارونو په وړاندې يې خنډونه لا نور هم زيات شول. هماغه و چې له دې سترو خداماتو سره سره د افغانستان نادان ولس په غازي د کفر ټاپه ولګوله. کورنیو جګړو بیا زور واخیست قومي شخړې رامنځته شوې او غازي يې استفعاء کولو ته مجبوره کړ

د غازي وروستۍ وینا:
ﺯﻣﺎ ګرﺍﻧﻮ ﻋﺰﻳﺰﺍﻧﻮ !
ﭘﻪ ﻳﻘﻴﻦ ﺳﺮﻩ ﺑﺎﻳﺪ ﻭﻭﺍﻳﻢ ﭼﯥ ﺯﻩ ﮐﻮﺭنۍ ﺟګړﻩ ﺩ ﻗﻮﻣﻮﻧﻮ ﺍﻭ ﻗﺒﺎﻳﻠﻮ ﺗﺮمنځ ﻧﻪ ﻏﻮﺍړﻡ ﭼﯥ ﺯﻣﺎ ﺩﺗﺨﺖ ﻧﻴﻮﻟﻮ ﻟﭙﺎﺭﻩ ﻭﻳﻨﯥ ﺗﻮﻱ کړﻱ. ﻻﺯﻣﻪ ﺩﻩ ﭼﯥ ﺳﺘﺎﺳﻮ ﻟﻪ ﻣﺨﻪ ﻻړ ﺷﻢ ﭼﯥ ﺩﺩﺍﺳﯥ ﻭﻳﻨﻮ ﺗﻮﻳﻮﻝ ﺯﻣﺎ ﭘﺮ ﻏﺎړﻩ ﻧﻪ ﺷﻲ، ځکه ﻣﺎ ﭘﻪ ﻟﻮمړۍ ﻭﺭځ ﮊﻣﻨﻪ کړﯤ ﻭﻩ ﭼﯥ ﺯﻩ ﺑﻪ ﺩ ﺍﺳﺘﻘﻼﻝ، د ځمکې بشپړﺗﻴﺎ ﭘﻪ ﺳﺎﺗﻠﻮ ﺍﻭ ﺳﺘﺎﺳﻮ ﺩﻳﻮﻭﺍﻟﻲ ﺍﻭ ﺍﺗﻔﺎﻕ ﻟﭙﺎﺭﻩ ﮐﺎﺭ ﮐﻮﻡ . ﺗﺎﺳﻮ ﻭګوﺭﺉ ﭼﯥ ﭘﺨﻮﺍ ﺑﻪ ﺷﻬﺰﺍﺩګاﻧﻮ ﭘﺨﭙﻠﻮ منځونو ﮐﯥ ﺩﭘﺎﭼﺎهۍ ﺩﺗﺮﻻﺳﻪ ﮐﻮﻟﻮ ﻟﭙﺎﺭﻩ ﻳﻮ ﻗﻮﻡ ﻟﻪ ﺑﻞ ﻗﻮﻡ ﺳﺮﻩ ﺍﻭ ﺧﭙﻞ ﺧﻠﮏ ﻳﻮ ﻟﻪ ﺑﻞ ﺳﺮﻩ جنګوﻝ. ﺑﺎﻳﺪ ﻣﻮږ ﺩﺧﭙﻠﻮ ﺧﻠﮑﻮ ﺩ ﻳﻮﻭﺍﻟﻲ ﻟﭙﺎﺭﻩ، ﺩ ﺍﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎﻥ ﺩﺧﻠﮑﻮ ﺩﻧﯧﮑﻤﺮغۍ ﻟﭙﺎﺭﻩ ﺍﻭﺳﻮ . څنګه ﭼﯥ ﺍﻭﺱ ګوﺭﻡ ﺗﺎﺳﻮ ﭘﺮ ﮐﻮﺭنۍ جګړﻩ ﺍﺧﺘﻪ کېږﺉ . (ﺩﺍﺩﻯ ﺯﻩ ﻣﻴﺪﺍﻥ ﺩﺍﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎﻥ ﺧﻠﮑﻮ ﻣﺨﺎﻟﻔﻮ ﺍﻭ ﻣﻮﺍﻓﻘﻮ ﺗﻪ ﭘﺮﯦږﺩﻡ)ﺗﺎﺳﻮ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ منځ ﮐﯥ ﺳﺮﻩ ﺟﻮړ ﺷﺊ ،ﺯﻩ ﺩ جنګ ﻣﺴﻮﻭﻟﻴﺖ ﭘﺮ ﻏﺎړﻩ ﻧﻪ ﺷﻢ ﺍﺧﻴﺴﺘﻰ، ﻳﻮ ﺗﺮﺑﻮﺭ ﺩﺭﻭﺣﺎﻧﻲ ﭘﻪ ﻧﻮﻡ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻮ ﮐﯥ ﮐﻮﺭنۍ جګړﯤ ﺗﻪ ﻟﻤﻦ ﻭﻫﻲ، ﺧﻮ ﺯﻩ ﺩﺩﯤ ډﻟﻮ سړی ﻧﻪ ﻳﻢ ﺍﻭﺱ ﺯﻣﺎ ﻧﺼﻴﺤﺖ ﺩﺍﺩﻯ : ﻳﻮ ﺑﻞ ﺗﻪ ﻻﺱ ﺳﺮﻩ ﻭﺭکړئ ﺍﻭ ﺍﺗﻔﺎﻕ ﻭکړﺉ ﺧﭙﻞ ﺍﺳﺘﻘﻼﻝ ﻭﺳﺎﺗﺊ، ﺧﭙﻞ ﻫﯧﻮﺍﺩ ﭘﺮﺩﻳﻮ ﺗﻪ ﻭﻧﻪ ﺳﭙﺎﺭﺉ . ﺯﻩ ﺳﺘﺎﺳﻮ ﭘﻪ ﺷﺎﻥ ﻳﻮ ﺍﻓﻐﺎﻥ ﻳﻢ، ﮐﻪ ﺗﺎﺳﻮ ﻧﯧﮑﻤﺮﻏﻪ ﺍﻭﺳﺊ، ﺳﺘﺎﺳﻮ ﻧﯧﮑﻤﺮﻏﻲ ﺯﻣﺎ ﺩﻩ ﮐﻪ ﻳﻮ ﺩﺑﻞ ﺩﻭﻳﻨﻮ ﭘﻪ ﺗﻮﯦﺪﻟﻮ ﺳﺮﻩ ﻭﻟﻮﯦﺪﺉ ﺩﺍ ﺑﺪﺑﺨﺘﻲ ﺩﻩ ﺍﻭ ﺩﺍ ﺯﻣﺎ ﺩﺍﻳﻤﻲ ﺑﺪﺑﺨﺘﻲ ﺩﻩ . ﺩﺧﺒﺮﻭ ﭘﻪ ﭘﺎﯤ ﮐﯥ ﭘﻪ ﺩﺍﺳﯥ ﺣﺎﻝ ﮐﯥ ﭼﯥ ﺳﺘﺮګې ﻳﯥ ﻟﻪ ﺍﻭښکو ډنډ ﻭﯤ،ﭘﻪ ﮊړﺍ ﮐﯥ ﻳﯥ ﺩﺍ ﺑﻴﺘﻮﻧﻪ ﻭﻭﻳﻞ :
جنګ ﺗﻮﺻﻠﺢ ﻭﺻﻠﺢ ﺗﻮجنګ ﺍﺳﺖ
ﻣﻦ ﺑﻪ ﻗﺮﺑﺎﻧﺖ ﺍﻳﻦ ﭼﻲ ﻧﻴﺮنګ ﺍﺳﺖ
ﻣﻴﺮﻭﻡ ﺗﺎ ﺗﻮ ﻧﺸــــــــﻨﻮﻱ ﻧﺎﻣــــــــــــــــﻢ
ﺍګــﺮ ﺍﺯ ﻧﺎﻣﻢ ﺗﻮﺭﺍ ننګ ﺍﺳـــــــــــــــﺖ
ﺍﻭ ﭘﻪ ﺩ ﯤ ﺗﻮګه ﺩﺍﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎﻥ ﺩﺧﭙﻠﻮﺍﮐﺊ ﺳﺘﻮﺭﻯ ﺍﻭ ﭘﻪ ﺩﯤ ﻭﺭﻭﺳﺘﻪ ﭘﺎﺗﻲ ﻫﯧﻮﺍﺩ ﮐﯥ ﺩﭘﺮﻣﺨﺘګ ﺩﺳﻤﻮﻧﻮﻧﻮ ﺩﭘﻠﻲ ﮐﻮﻟﻮ بنسټګر ﺍﻭ ﺍﺗﻞ ﻟﻪ ﺧﭙﻠﯥ ﺧﺎﻭﺭﯤ ﻧﻪ ﺩﺗﻞ ﻟﭙﺎﺭﻩ ﻭﻭﺕ.
ﺩﮐﻨﺪﻫﺎﺭ ﺩﺳﭙﻴﻦ ﺑﻮﻟﺪﮎ ﻟﻪ ﻻﺭﯤ ﻟﻮمړی ﻫﻨﺪ ﺍﻭ ﻭﺭﻭﺳﺘﻪ ﺍيټاﻟﻴﺎ ﺗﻪ ﻭﻻړ ﺍﻭ ﺩﮊﻭﻧﺪ ﺗﺮ ﻭﺭﻭستۍ ﺷﻴﺒﯥ ﭘﻮﺭﯤ ﻫﻤﻠﺘﻪ ﭘﺎﺗﯥ ﺷﻮ . ﺍﻣﺎﻥ ﺍﻟﻠﻪ ﺧﺎﻥ ﻟﻪ ﻣﻠﮑﯥ ﺛﺮﻳﺎ ﺍﻭ ﺧﭙﻠﻮ شپږو ﮐﻮﭼﻨﻴﺎﻧﻮ ﺳﺮﻩ ﺩ ﺍيټاﻟﻴﺎ ﭘﻪ ﭘﻼﺯﻣﯧﻨﻪ ﺭﻭﻡ ﮐﯥ ﮊﻭﻧﺪ ﭘﻴﻞ کړ .

مړينه
شاه غازي امان الله خان په کال ١٩٦٠ د اپرېل پر ٢٦مه له دې نړۍ سترګې پټې كړې. او دده د وصيت له مخې د هغه جنازه افغانستان ته راوړل شوه او په جلال اّباد كې د خپل پلار د قبر تر څنګ خاورو ته وسپارل شو.
په ګور يې نور، روح يې ښاد ياد يې تلپاتې.

Back to top button