د خیال خوځند انځورونه

د خیال خوځند انځورونه (صور)

لیکوال: استاد عبدالغفور لېوال

چې آئینې ته ښکاره دیدار کړې
آئینه درسته سره ګلزار کړې

چې شونډې کېږدې د جام په مورګو
اوبه په جام کې رُبِ انار کړې

خوشال

په بلاغت کې د خیال انځورونه (صور= صورتونه، څېرې، شکلونه، مخونه) پر تشبیه او استعارې ډېر راڅرخي.
ژبنی هنر وايي یوڅه او مراد ورڅخه بل څه وي، چې شباهت (تشبیه) یې د اړیکيو اصلي تړاو دی. د سینما تر اختراع وړاندې د انسان په لاس د طبیعت انځور شوې بڼې د ولاړو تصویرونو په شان د ده حافظې ته تللې او خوځښت (حرکت) په حافظه کې نه ثبت کېده. ځکه خو تشبیه، استعاره او د بیان نور ارکان ولاړ ول:
شیدا وايي:
هېڅ خبر لکه نرګس په احوال نه یم
چې په څه چمن کې ناست یم تماشا کړم

یو ولاړ تصویر دی، چې شاعر یې له نرګس څخه راکوي او ځان ورسره تشبیه کوي. پخواني خیال د نقاشۍ د تابلو په شان ولاړ خیالونه شعر او هنري نثر ته ننه ایستل، د سینما په شان خوځند انځورونه یې داسې سره پرلپسې راوړلای نه شول، چې ستاسو ذهن له یوه ځایه تر بل ځایه په کلامي هنري خوځښت کې ولېږدوي.
خوشال دغه کار په عجیب مهارت په خپلې دغې څلوریزې کې کړی دی:
تصور یې کړئ :
تشه آئینه ← د معشوقې څرګندېدل ← او ← تشه آئینه ډکېدل← بیا داسې ښکارېدل لکه ګلزار
په جام کې اوبه ← د معشوقې شونډې← د معشوقې شونډې د جام په مورګور اېښوول← د جام اوبه رنګ اړول← رنګ اړولې اوبه داسې ښکارېدل لکه د انار رُب.
په شعر کې د خوځنده انځورونو اوډون هغه وخت بریالی وي، چې پنځوونکی د ګڼو ولاړو (مجرد، چې د خوځندوالي ماهیوي تومنه ونه لري) انځورونو د سره څنګ په څنګ کولو او بیا د خوځولو له لارې د یوې ژوندۍ یا خوځنده انځوریزې ټولګې په رامنځته کولو کې حسي تجربه ولري. کټ مټ لکه د سینمايي شېبو لومړني خوځښتونه .
که خوشال ویلي وای: ته په آئینه کې ګلزار غوندې یې او شونډې دې په اوبو کې د انار د رُب په شان دي. دا به د ولاړو انځورونو داسې لړۍ وای، چې تر منځ یې د خیال خوځندوالی نه شو حس کېدلای.
زموږ اوسمهالي شاعران چې د سینما او بېشمېره خوځنده انځورونو لیدنۍ تجربې ډېرې لري، ولې کړلای نه شي په خپلو شعرونو کې خپل تخییل خوځند وساتي؟ په تېره بیا، چې موږ په نويو قالبونو کې له قراردادي وزن و قافیې ازاد لاس هم لرو.
ځکه زموږ په حافظه کې د پخوانیو شاعرانو په تقلید تشبیهات او استعارې ولاړې دي، نه روانې.
په شعر کې د خیال انځورونه (صور) د خپل حرکت له مخې مهم دي.

Back to top button