د سرکش رخش رستم
د سرکش رخش رستم
لیکوال:ډاکټر احسان الله درمل
د رستم زړه غواړي کاروانه شعر څه ټوکې نه دي
پر دې سرکش رخش دې پام لره رکاب نه لري
پر دوه ډوله اثارو خبرې اسانې نه وي. یوه هغه چې ډېر عادي وي او بل هغه چې ډېر لوړ هنري ارزښت لري. پر اول ډول اثارو به څه وایې؟ او پر دوهم ډول به کومه مهمه خبره اول کوې؟ کاروان او اثار یې په دوهمه ډله کې دي. چې لولې یې ذوق او زړه به دې د یوه فوق العاده ناآشنا کیف په څپو کې لاهو وي، خو چې خبرو ته شې، د کیف دا څپې څنگه تشریح کوې؟ لا لویه پوښتنه دا چې د هنري متن په کُل کې اجزا څنگه داسې سره غاړه غړۍ شوي دي، چې دا کیف یې زېږولی دی؟ مطلب د کیف دا څپې له کومو څاڅکو جوړې شوې دي؟ د کاروان د شعر په اړه متحدالمال خبرې ډېرې او په کتابونو کېدای شي، خو داسې لیکنې چې دې دوو مهمو کره کتنیزو پوښتنو ته ځواب ووایي، کمې دي او یا به ښایي ما نه وي لوستې.
زه دا څه موده د کامل شاعرانه شخصیت په اړه فکر کوم. تر ډېر فکر کولو وروسته چې د کامل شاعرانه شخصیت کومې بېلگې ذهن ته راځي، په اول سر کې یې کاروان وي. غواړم په دې وړه لیکنه کې، که وتوانېدم، له دې رازه پرده واړوم.
پوهېږو چې شعر د یوه کُل په توگه له مختلفو عناصرو یا اجزاوو رغېدلی دی. دغه هر عنصر یا جز د شاعر د شخصیت له یوې برخې سرچېنه اخلي او په دې توگه کامل شاعرانه شخصیت د شاعرانه شخصیتي عناصرو یوه داسې ټولگه وي، چې له عامو او عادي انسانانو توپیر لري. ناظم ته ځکه شاعر نه وایو، چې په شعر کې یې د شاعرانه شخصیت د عناصرو جلوه نه وینو. د ناظم په تولید کې یوازې نظم یا د منظمولو هنر وینو. مانا عام خلک خبرې په نثر کوي، خو ناظم یې یوازې منظومولای شي. له نثري جملې منظومه جمله جوړولای شي. خو څرنگه چې نظم یا اهنگ یواې د شعر یو عنصر دی، ځکه نو د ناظم تولید شعر نه بولو او ناظم ته شاعر نه وایو. د ملک الشعرأ بهار په قول:
وای بسا ناظم که او در عمر خود شعری نگفت
له پورتنیو خبرو ښکاري چې که ناظم د شاعر درجې ته ځان لوړول او خپلې منظومې خبرې په شعر بدلول غواړي، نو په ځان کې به د شاعرانه شخصیت نور عناصر هم پیدا کوي او ممکنه ده چې د دې عناصرو جلوه وروسته د هغه په تولید کې هم ووینو او په دې توگه یې تشې منظومې خبرې په شعر بدلې شي. مانا په شعر کې به یې هم یوازې د آهنگ پر ځای نور شعري عناصر ور زیات شي. له بلې خوا له دې خبرو دا پایله هم اخیستلای شو، چې آهنگینول یا منظومول دومره لوی او مهم عنصر نه دی، چې ناظم په شاعر او منظومې خبرې په شعر واړوي. ښکاري چې اصلي او بنسټیز عناصر نور دي چې له ناظمه شاعر او له منظومو خبرو شعر جوړوي. البته د لویو او واقعي شاعرانو آهنگینول هم د ناظمانو تر تشو منظومولو ډېر لوړ او له سلو ظرافتونو ډک وي. مثلاً کاروان صاحب وایي:
ډول به شم، اتڼ به شم، شغا به شم د څڼو
بیا به طالبان د جوماتونو په گډا کړم
په دې بیت کې صرف یوه خبره نه ده منظومه شوې. د منظومولو طریقه یې هم داسې ده، چې د شاعر د خبرې په تصویرولو کې مرسته کوي. د «ډ» او «ڼ» د درنو تورو تکرار د ډول غږ را تداعي کوي. په اوله مسره کې د درو وړو، وړو جملو څنگ په څنگ راتگ د اتڼ لټونه راباندې ویني او په همدې مسره کې د «ش» څلور ځلې تکرار هغه ششششش راباندې اوري چې اتڼچیان یې د اټن پر مهال له خولو باسي. ناظم چې ډېر زور ووهي، خبره به منظومه کړي، خو کومه خبره چې کوي، هغه د شعر د داخلي موسیقۍ، د تورو او کلیماتو د انتخاب او بالاخره د جملو د اوډون په مرسته راباندې لیدلای نه شي. له بله اړخه ناظم ممکن د خوشحالوونکې خبرې لپاره غمگین او د غمگینې خبرې لپاره پاروونکی وزن انتخاب کړي، خو لوی شاعران د هرې عاطفې د اظهار لپاره داسې آهنگ انتخابوي، چې هماغه عاطفي حالت را تداعي کوي. هوبهو لکه لوی سندرغاړي چې د هر ډول شعر لپاره یو کمپوز نه انتخابوي.
و مو ویل چې اول عنصر چې ناظم له عامو خلکو بېلوي، نظم یا آهنگینول دي، خو په همدې عنصر کې هم لوی شاعر له ناظمه لاره بېلوي. ناظم له آهنگه صرف دومره استفاده کوي، چې خپله خبره له نثره بېلوي خو شاعر د دې عنصر له ټول ظرفیت او د هغه له مختلفو اړخونو داسې گټه اخلي، چې شعر یې د آهنگ په لحاظ هم له پامه نه شي غورځېدای.
دوهم او ډېر مهم عنصر چې عادي انسان شاعر ته ډېر ور نږدې کوي، عواطف دي. شاعر د ناظم په څېر له عامو وگړیو صرف دومره توپیر نه لري، چې نثر په نظم اړولای شي، بلکې اصلي توپیر یې دا وي، چې د شاعر د روح او زړه هنداره تر عوامو ډېره حساسه او روښانه وي. په دې هنداره کې د وړو، وړو دردونو او ډېرو هغو پېښو تصویرونه هم ډېر روښانه او واضح ښکاري، چې د عامو خلکو په زړونو او روحونو هیڅ اغېز نه لري. د دې خبرې د لا وضاحت لپاره زه دلته د خپلې یوې پخوانۍ لیکنې د لوستو توصیه کوم، چې «عاطفي پوله» نومېږي. په نارمل حالت کې انساني ذهن په عاطفي لحاظ خنثی وي. یعنې انسان نه خوشحال وي، نه خپه؛ نه غوسه، نه مهربان؛ نه مین، نه له کرکې لبرېز او…. خو په بهرني چاپېریال او یا هم د انسان په داخل کې یو څه پېښېږي، چې انساني ذهن له دې خنثی حالته باسي او عاطفي کوي یې. د چاپېریال او زموږ د دروني بدن د بې شمېره پېښو په وړاندې زموږ ذهني عکس العملونه عواطف دي. تاسې به وایاست چې دا خو د ټولو انسانانو طبیعي ځانگړنه ده چې د پېښو په وړاندې خامخا یو ذهني غبرگون ښیي او عاطفي کېږي، نو د شاعر کمال او توپیر؟ مهمه پوښتنه ده. توپیر دا دی چې د عامو انسانانو او شاعرانو د عاطفي کېدو لپاره د پېښو شدت او بڼې توپیر کوي. هغه پېښه چې شاعر هیجاني کوي، ممکن د عامو خلکو پر ذهن هیڅ اغېز ونکړي او کومه پېښه چې عام خلک اغېزمنوي، که شدت یې سلمه برخه هم شي، ممکن شاعر اغېزمن کړای شي. موږ ناظم ته ځکه شاعر نه وایو، چې ناظم په عاطفي لحاظ له عامو خلکو سره چندان توپیر نه لري. ممکن ناظم انقلاب ته د ککرو قصابه ووایي، خو شاعر په عاطفي لحاظ دومره نه بې حسه کېږي چې خلک د ککرو قصابې ته تشویق کړي او که انقلاب هم غواړي، نو د استاد پسرلي غوندې یې غواړي:
ملت انقلاب غواړي، نه ټانکونه نه توپونه
په لټ یې د ویده غوندې آرام واړوه
د مرغانو او هوسیو وېشتل د عوامو لپاره ښکار او خوندوره مشغولا ده. د دې ښایسته وو موجوداتو مرگ زموږ لپاره او حتی د ناظم لپاره داسې پېښه نه ده، چې عاطفي یې کړي، خو شاعر د اوښ په مرگ دردناکه مرثیه لیکلای شي او د مرغانو او هوسیو ښکار ورته ظلم ښکاري. ولولئ کاروان صاحب:
زه خو ستا په باغ کې د بهار بلبلې نه ولم
زه خو د خوږو نغمو په ښکار پسې را وتی یم
خدایه ورغوي د صیاد کې تېره غشی مات کړه
د الوت مینې د بلبل وزرونه وتخنول
چا په پنجه د پړانگ لیکلي د هوسۍ په څرمن
چې د هوسۍ وینې مباح دي او وبال نه لري
د ناظم په شمول عام خلک له کایناتو او خپل چاپېریال سره یوازې بیولوژیکي اړیکي لري، خو شاعر د کایناتو له ذرې، ذرې سره داسې زړه تړلی وي، چې فکر کوې د وجود یوه برخه یې ده. ځنگل زموږ لپاره ځنگل دی چې میوې یې خورو؛ لرگي یې سېزو او آن چې په ټټر کې یې ارې او تبرونه ښخولای شو، خو د شاعر د راز و نیاز داسې ملگری دی چې خط و کتابت ورسره لري او یوه بل ته زړونه تشولای شي:
مینه مې ومنه په مینه مینه
ستا پر کرکڼه پر مماڼه سلام
ستا د نښتر پر زلفو زلفو سلام
ستا د څېړۍ پر پاڼه پاڼه سلام
چې ستا پر سر ده له کتاره وتې
پر هاغه ستړې ناسته زاڼه سلام
له بله اړخه د شاعر جمالیاتي ذوق تر عوامو ډېر تېز وي. عام خلک او آن ناظمان په خپل چاپېریال کې ډېرې هغه ښکلاوې نه شي درک کولای، چې لویو شاعرانو ته ښکاري. دغه ښکلاوې په عادي حالت کې ښایي زموږ پام ور وا نه ړوي، خو چې د شاعر په شعر کې یې وگورو، نو موږ هم پرې مین شو. همدا دلیل دی چې لوی شاعران د انساني ټولنې د عواطفو او جمالیاتي ذوق کړۍ لویوي او هغوی له پدېدو سره د مینې او عاطفې په تار تړي.
کلی لرو، غر لرو، د ستورو ډک اسمان لرو
شین د بوډۍ ټال گوره نری، نری باران لرو
د شاعرانه شخصیت د ماڼۍ په جوړښت کې یو بل ډېر مهم توکی تخیل دی، چې ناظم یې نه لري. تخیل د شاعر عواطف او افکار په تصویرونو اړوي او ابدي کوي یې. عواطف که لندې خټې وبولو، نو تخیل د هنرمند کلال په څېر دی، چې له دې خامو خټو رنگانگ لوښي جوړوي او پر هغوی نقش و نگار کوي. عام خلک ممکن ووایي چې شمال دی او زموږ ډیوه شیشه نه لري، خو شاعر وایي:
ظالمه شپه ده، زړه سوی لږ شان هم شمال نه لري
زموږ غریبه ډیوه گۍ د شیشې شال نه لري
په یوه بیت کې درې استعارې او یو تشبیهي ترکیب. شپه ظالمه ده؛ شمال بې زړه سویه دی؛ ډیوه گۍ غریبه ده او د شیشې شال نه شي اخیستلای. موږ ټولو ممکن د ځنگل د نښترو پر سر سپوږمۍ لیدلې وي، چې وړانگې یې ښکته را لوېږي. عام او عادي ذوق لرونکي خلک او آن ناظمان ممکن دې منظرې ته ډېر پام و نکړي، خو شاعر یې د تخیل په لاس داسې ابدي کوي:
نښتر د څانگو ږمنځې پرې ورو، ورو راتېروي
سینگار یې کړه د وړانگو له کمڅو سره سپوږمۍ
سپوږمۍ د شنه اسمان پر تخت ناسته ناوکۍ ده، چې د وړانگو اوږدې څڼې یې را زانگي او نښتر لکه مین زلمی د خپلې دې ناوکۍ پر څڼو د اوږدو څانگو ږمنځې تېروي.
له عامو وگړو څخه د شاعر عاطفي توپیر هغه په یو داسې انسان بدلوي چې خپل چاپېریال په متفاوته بڼه درک کوي؛ د حسن هغه وړې ذرې هم ویني چې موږ یې نه وینو او د حسن هغه بڅرکي هم ورته ښکاري چې زموږ نه ور پام کېږي خو د تخیل ځواک شاعر ته دا ظرفیت ورکوي چې له دې پټو او مرموزو ښکلاوو، له دې نه حس کېدونکیو دردنو او کیفونو داسې تابلوگانې جوړې کړي، چې هم موږ ته د درک وړ او هم ابدي شي. هر څومره چې د شاعر تخیلي تابلو نوې وي، هماغومره هنري ارزښت لري. شاعر د تخیل په مرسته یو داسې جهان جوړوي، چې اجزا یې زموږ له مشترک چاپېریاله اخیستل شوي وي، خو د امتزاج په پایله کې یې چې کوم تصویرونه او کومې پدیدې پیدا کېږي، هغه د شاعر د خلاق ذهن پیداوار وي، ځکه خو د لویو شاعرانو تولید ته تخلیق یا Representation وایي او د ناظمانو خبرو ته منظومې خبرې.
ته د ښکلا د غره پر سر ولاړه
لکه مغروره او سرکشه ونه
سر دې آسمان ته رسي
د سپینو ستورو د رازونو په جیبونو کې لاسونه وهې
او د اوږدو وریښمینو څڼو په پستو متروکو
د گل وږمې وهې، پر مخ ستړي بادونه وهې
ته د گلونو پرخې پرخې د بلبلو د سندرو په تارونو پېیې
پښو ته پایزېب جوړوې
د رڼو وړانگو له بنگړیو نه په ډکو لاسو
د شنه آسمان له تاخ راکوزه کړې چمبه د سپوږمۍ
په گودرونو، په سیندونو، دریابونو کې یې وغږوې
درې، غونډۍ، غرونو، ځنگلونه ورته ونڅوې…
صرف په دې څو مسرو کې د شاعر د تخیل عظمت د درک وړ دی. تاسو خپلې معشوقې هم لیدلې او د پښتو د کلاسیک او معاصر شعر په دیوانونو کې له گرځېدونکیو معشوقو سره هم بلد یاست. خو دا معشوقه چې په دې څو مسرو کې تصویر شوې، له دې ټولو معشوقو بېله او بېخي ځانگړې ده. دا معشوقه د ښکلا د غره پر سر لکه مغروره او سرکشه ونه ولاړه ده، چې سر یې آسمان ته رسېږي؛ د سپینو ستورو د رازونو په جېبونو کې لاسونه وهلای شي؛ اوږدې څڼې یې داسې پستې مستې متروکې دي، چې د گل وږمې او ستړي بادونه په وهي؛ گواکې دا معشوقه د گل د وږمو او د بادونو شپني کوي. پوهېږئ د دې معشوقې پایزېب له څه شي جوړ دي؟ د بلبل د سندرو په تارونو یې د گلونو پرخې پرخې پېیلې دي او د خپلو نازکو پېښو پایزېب کړي یې دي. بنگړي یې؟ له رڼو وړانگو جوړ دي. چې سر یې آسمان ته رسي، نو د آسمان له تاخه د سپوږمۍ چمبه هم را کوزولای شي او غرونه، ځنگلونه ورته گډولای شي. اوس نو تاسې د داسې یوې بې جوړې معشوقې د حسن او جلال په اړه خیال ته پېنگې ورکوئ. د غره پر سر یوه داسې دنگه ولاړه ښاپېرۍ په خیال کې مجسمه کړئ چې بنگړي یې د وړانگو دي؛ پایزېب یې د گل د پرخو، چې د بلبل د سندرې په تار یې پېیلي دي؛ رمې یې د وږمو او بادونو دي؛ د سپوږمۍ چمبه یې په لاس کې ده، چې غرونه، غونډۍ، درې او ځنگلونه ورته نه گډېږي، څه به کوي؟ د حضرت مولینا رومي په قول:
جسم خاک از عشق بر افلاک شد
کوه در رقص آمد و چالاک شد
د کاروان په نږدې ټولو شعرونو او مسرو کې دغسې او تر دې لا ډېر عجیب تصویرونه تخلیق شوي دي، چې که کوم د ذوق خاوند ورته ځیر شي، باور لرم چې کتابونه پرې لیکلای شي.
د شاعرانه شخصیت په ترکیب کې بل عنصر د متفاوت فکر دی. ناظم ارزښتونه د جومات د پېتاوي او د کلي د دوکان د بنډار په تله تلي؛ خدای ج صرف د ملا له سترگو پېژني او خپلې ټولنې ته د تاریخپوه له عینکو گوري. خو شاعر ژوند، پدېدو، انسان، خدای ج، ټولنې او نږدې ټولو پدیدو ته له داسې زاویو ور گوري چې پخوا چا نه وي ور کتلي او یا لږترلږه له عام فکري جریانه توپیر لري. عام وگړي او ناظم ممکن یوازې د یوې پدیدې پر ظاهري جوړښت او کار قضاوت وکړي او مثلاً د کاڼو په اړه ووایي چې:
ایېنې کمې دي زیاتې تورې تېږې
خدایه ته خو کاندې ماتې تورې تېږې
مگر شاعر چې د متفاوت فکر او جمالیاتي ذوق څښتن دی وایي:
راځئ چې دا تور کاڼي په هندارو واړوو
هندارې به مو تنده د دیدار ماتوي
زموږ نړۍ د فکري، عقیدوي او سیاسي اختلافاتو له امله ټوټې، ټوټې او د بې گناه انسان په وینو سره ده. د ناظم په شمول عام وگړي ښایي دغه اختلافاتو ته لمن ووهي او په یوه خوا کې ودرېږي؛ خپله ډله ورته پرښتې ښکاره شي او نور شیطانان. خو شاعر چې کار یې له مینې او حسن سره دی او د نړۍ د ټولو لانجو د ستونزو حل مینه بولي، پر دغو اختلافاتو او ډلو ټپلو خاندي. انسان ته په نرمه او پسته لهجه وایي، چې له مینې او حسنه پرته نه مسلمان په درد خوري او نه کافر:
وریښمین د څڼو کفر، نوراني د مخ اسلام
دا خپل کړه، له مسلم او له کفاره واخله لاس
د ژبې عنصر هم د شاعرانه شخصیت په ترکیب کې مهم نقش لري، آن دومره مهم چې په شلمه پېړۍ کې خو فورمولیسټانو شعر ته یوه متفاوته ژبه ووې، چې له عامې او مروجې ژبې څخه د انحراف په پایله کې را منځته کېږي. خو یو عنصر په یوازې ځان هیڅکله لوی هنر نه شي پیدا کولای. لوی هنر او لوی شعر د څو عناصرو د متناسب امتزاج له پایلې رغېږي. مثلاً فورمولیسټان شعر متفاوته ژبه گڼي، خو که د شعر نور عناصر له دې متفاوتې ژبې سره مرسته و نه کړي، نو شعر نه ترې جوړېږي. دغه متفاته ژبه باید یوه داسې عاطفه هم اظهار کړي، چې تخیل نوې بڼه ورکړې وي. مثلاً، موږ په نثر کې وایو چې دوه جمع دوه څلور کېږي او که دوه نور هم ور زیات کړو نو شپږ به شي. اوس که ووایو چې:
دوه چې جمع شي له دوو سره څلور شي
شپږ شي جوړ ترېنه ور جمع چې دوه نور شي
ټول پوهېږو چې دا شعر نه دی، ځکه چې یو ریاضیکي حقیقت منظوم شوی. په پورتنیو دوو مسرو کې د شعر صرف یو عنصر موجود دی، هغه چې د ټولو ناظمانو په منظومو خبرو کې موجود وي. اوس که د دې مسرې مرستې ته تخیل راشي، بیا به څنگه شي؟ مثلاً:
دوه چې دوو ته غاړه ورکړي نو څلور شي
شپږ شي جوړ ترېنه ورجمع چې دوه نور شي
د شعر دقیق لوستونکي پوهېږي، چې که څه هم په اوله مسره کې دوو یوه بل ته د انسانانو په څېر غاړې ورکړې دي (پرسونیفیکشن) خو دا بیا هم شعر نه دی. دلیل دا دی چې ریاضیکي حقایق عاطفي اړخ نه لري. د شاعر د تخیل دنده دا نده چې ساینسي حقایقو او واقعیتونو ته تصویري جامې ور واغوندي، د لویو شاعرانو تخیل د انساني عواطفو او انساني فطرت په تصویرولو او مجسمولو بوخت وي. ځکه خو د کره کتنې زاړه مکتبونه دي او که نوي، د هنر د یوې برخې پر تشریح بوخت پاتېږي او هماغه د مولانا د ړندو کانه پرې کېږي چې فیل یې لیدلی و.
د ژبې د کارولو له مخې هم د ناظم او شاعر ترمنځ د ځمکې او اسمان توپیر وي. ناظم په شعوري یا لاشعوري ډول کلیمات د خجونو د ترتیب له مخې داسې په افقي محور کې سره اوډي چې صرف نثر په نظم واوړي. خو شاعر په عمودي محور کې لاسوهنه کوي او د ژبې د عامیانه استعمال پر ځای یوه داسې نوې ژبه جوړوي، چې نه یې ناظم ویلای شي او نه بل عام وگړی یا حتی دوهمه درجه شاعر. عام خلک او ناظم چې د عواطفو له لحاظه شاعران نه وي، د خپل ما في الضمیر د اظهار لپاره په عادي ژبه هم گوزاره کولای شي. خو شاعر چې په ذهن او زړه کې یې د عواطفو توپان تاوېږي، په عادي ژبه نه شي کولای چې دا توپان اظهار کړي. د دې توپان د اظهار لپاره اتشفشاني او دریابي ژبې ته اړتیا ده. داسې ژبې ته، چې د عادي ژبې واړه، واړه قیدونه او بندونه مات کړي. مثلاً په موږ که د چا اواز ښه ولگي، ممکن ووایو خوږ اواز یې دی، خو شاعر وایي:
ښکل به کړمه ستا اواز که و مې لېد
دومره په ما ښه دی لگېدلی
د اواز د عادي او نارمل ښه لگېدو لپاره زموږ عادي ژبه هم دا ظرفیت لري، چې هغه کیف اظهار کړي، خو یو آواز په شاعر بېخي ښه لگېدلی. دومره ښه چې که و یې گوري نو ښکل به یې کړي، هغسې لکه موږ چې کله، کله خوږ ماشوم په مینه ښکلوو. آواز ښکلېدای نه شي او په عادي ژبه کې یې هم نه ښکلوو، خو شاعر د آواز د ښکلېدو په مرسته راسره خپل هغه شدید عاطفي غبرگون شریکولای شي، چې د دې ښکلي آواز په وړاندې را پارېدلی دی.
په پورته لیکنه کې مو د شاعرانه شخصیت پر څو عناصرو او په شعر کې د دې عناصر پر اظهار خبرې وکړې. د کاروان صاحب په شعر کې د دې عناصرو پریمانه او دومره ډېرې جلوې شته، چې په معاصر پښتو شعر کې به یې کم شاعران سیالي وکړای شي. ما البته د لیکنې د لنډېدو په خاطر نورې بېلگې تاسې ته پرېښوې او صرف په یوه یا دوو بېلگو مې بسنه وکړه. همدارنگه زموږ د ناظمانو په تشو خبرو کې د دې شاعرانه عناصرو د غیرحاضرۍ دومره گڼې بیلگې شته، چې حساب یې نه کېږي. خو ما هغه بېلگې ځکه و نه لیکلې، چې هوښیار لوستونکي ته د کاروان صاحب د بېلگو تر لوستو وروسته ممکن خپله ور تداعي شي.
کاروان صاحب زموږ په زمانه کې د کامل شاعرانه شخصیت قدنما هنداره ده. هغوی چې د لویې شاعرۍ خوبونه ویني، باید د دې ملنگ پاچا د شعر په دوهۍ کې د ریاضت قصیده پخه کړي او بالاخره دې پایلې ته ورسېږي چې:
د رستم زړه غواړي کاروانه شعر څه ټوکې نه دي
پر دې سرکش رخش دې پام لره رکاب نه لري