ځوانيمرګ ليکوال
ځوانيمرګ ليکوال
نقیب احمد عزیزي
۱۳۵۳ هجري کال و چې د غزني په قرهباغ کې د فتح الله احمدي کره د یوه پيدا شوي ماشوم نوم نصير احمد کېښودل شو، دغه ماشوم چې تنکی ځوان شو، د داستاني ادبیاتو په نصير احمد احمدي وپېژندل شو.
نصير احمد احمدي په ۱۳۵۸ کال ښوونځي ته شامل شو او تر درېيم ټولګي يې په خپله سيمه کې په سلطان محمود غزنوي لیسه کې زدهکړې وکړې، خو کورنۍ يې د جنګ جګړو او په دې خاطر چې پلار يې په کابل کې په يوه شخصي شرکت کې دنده درلوده، کابل ته کډه وکړه. هغه وخت يې کور د کابل په خوشال خان مېنه کې و، احمدي د همدې سيمې په يوه ښوونځي کې شامل شو چې د سپين کلي په نامه يادېده.
احمدي تر نهم ټولګي په همدې لېسه کې پاتې شو، بیا يې حبيبيې لېسې ته تبديلي وکړه او په ۱۳۷۰ کال ترې فارغ شو.
په ۱۳۷۱ کې په کابل کې د جګړو له لاسه د دوی کورنۍ بېرته کلي ته لاړه او نصير احمد احمدي د خان کلاه په منځني ښوونځي کې ښوونکی شو. احمدي د هېواد ماشومانو ته تاريخ او جغرافيه ور ښوول، هغه دلته دوه کاله استادي وکړه.
له دوه کلنې استادۍ وروسته پېښور ته لاړ، هلته يې هلته يو کال د (ډي اې آی) موسسې يو کرنيز کورس ولوست. په دې کورس کې يې د کرنې په ځينو برخو کې خصوصاً د بڼوالۍ په برخه کې معلومات تر لاسه کړل او وروسته بيا په همدې موسسه کې کارمند شو.
احمدي به له خپلو نورو همکارانو سره د وطن ګڼو څنډو ته سفرونه کول او خلکو ته به يې د بڼوالۍ د ارزښت په اړه معلومات ورکول. دوی به د مېوه لرونکو ونو اصلاح شوي نيالګي او کېمياوي سرې لرو پرتو سيمو ته وړلې او له خلکو سره يې په ګډه د ځمکو په زرغونېدو کې مرسته کوله.
احمدي په ډي اې آی کې هم دوه کاله دنده وکړه او په ١٣٧٦کال يې د کانکور ازموینه ورکړه. کانکور د کندهار پوهنتون کرنې پوهنځي ته بريالی کړ، خو دغه پوهنتون يې يو کال ولوست، جګړه وه، د پوهنتون ليليه وتړل شوه او د احمدي په شان ډېرو نورو محصلانو هم خپلې کډې نهيلې را وتړلې او زدهکړې پاتې شوې.
احمدي صاحب مزدورۍ ايران ته بوت، سر په سر يې دوه ستړي کلونه همالته تېر کړل او بیا په ۱۳۸۰ کال وطن ته را وګرځېد.
په ۱۳۸۴ کې يې دافغانستان له تعليمي موسسې سره چې هغه وخت د بي بي سي تعليمي پروژې بلل کېدې، کار پيل کړ. احمدي په پيل کې پروډيوسر و، خو وروسته وروسته د ماشومانو او لويانو د فيچر خپرونو ايډيټر شو.
هغه د ژوند تر پايه له همدې موسسې سره کار وکړ. سره له دې چې لوستونکو يې احمدي ارام غوښت چې ليکوالي ته وزګار وي، خو هغه د روزي له ګټلو سره سره د داستان قلم له ګوتو لرې نه کړ. (سړه سېلۍ)، (مينه)، د (واورې سړی) او (اشر) يې د لنډو کيسو ټولګې دي. په دې کيسو کې د کليوالي ژوند کشالې، اصطلاحات، مينه، فلکوريک ماحول، جګړه، سختۍ، جنسي توپيرونه او نور ډېر څه انځور شوي دي.
(بوډا او د لېوانو پلونه) د هغه لومړی ناول دی چې د پلار او زوی تر منځ د مينې او جفا کشمکش انځوروي. خونکار، رڼا، بړبوکۍ، يوه خبره درته وکم؟، جوجو، اغزن سيم، زرو، نیکه، بغدادي پير، پټان، اخ وطنه!، ټال، رنګه غوږونه او د غڼې ځاله يې نور ناولونه دي چې د نفاق، چل، فریب، رياکارۍ، مينې، جګړې، انسانيت، چل، تاريخي رقابتونو او ګڼو نورو مسايلو په باب را څرخي.
احمدي تر مرګه له کلي سره اړيکه پرې نه کړه او دې اړيکې هغه ته ګڼې سوژې، سوچه ژبه، اصطلاحات او داسې تصويرونه ډالۍ کړل چې د ده د ناولونو مخونه پرې سينګار دي.
احمدي د لنډې کيسې او ناول تر څنګ د داستان پر تيوري هم يو وړوکی کتاب وليکه، احمدي د خپلې ليکوالۍ رازونه او تجربې پټ و نه ساتل او په خلاص مټ يې پکې وړاندې کړل چې د مبتدي قلموالو لپاره د څراغ حيثيت لري. احمدي صاحب خپل قلم ژباړې او د مشاهيرو د ژوندليکونو ليکلو ته هم وقف کړ. د ابو ريحان البیروني، پاچا خان، محمد موسی شفيق، فیض محمد کاتب هزاره او محمد هاشم ميوندوال ژوندليکونه يې په داسې ژبه وليکل چې د معلوماتو تر څنګ د نيمه داستان تنده هم پرې خړبېږي.
(په فلسفه کې تلپاتې پېښې) کتاب يې په داسې بڼه وژباړه چې په پښتو ژبه کې دغه کتاب پخپله هم تلپاتی شو. (د معجزې تيږه) د موريس لبلان ليکل شوی ناول دی چې د احمدي قلم پښتنو ته د تخليقي ناول غوندې ښکلی وړاندې کړ.
د احمدي د قلم فطرت په داستان رنګول شوی و. هغه په ناول پسې ناول ليکه او په کیسه پسې کيسه. اکثره ناولونه يې د جمعې او شنبې په رخصتیو کې ليکل. احمدي صاحب ګوښهنشين و او هغه په دې خلوت کې د اکثره خاموشو زړونو سکوت ماتاوه. په يوازېتوب دغه اموخته ليکوال ګڼ ناليدلي مينهوال لري چې د ده نه ليدلو يې پر زړه داغ پرېښود.
احمدي صاحب خپل عادي ژوند د خپلو ناولونو د اتلانو په څېر تراشلی و، هغه چې په ناول کې کومه ايډياله دنيا انځوروله، پخپله يې د نيازبېک په يوه واړه کور عملاً جوړه کړې هم وه. هغه که په (اخ وطنه!) ناول کې رحمدل څو شېبې په خيال کې د انسانيت او مهربانۍ معراج ته خېژولی و، په خپل ژوند کې په رښتيا همدومره خندرویه، خاکساره، بې ريا او مهربانه انسان و.
احمدي صاحب خپل کرکټرونه داسې تصوير کړي لکه د ټولنې ژوندي او خورا مشهور وګړي چې وي. خلک د هغه (زرو) او (رڼا) دواړې ان په څېره پېژني. د هغه بغدادي پير، قدم شاه، رحمدل، شېر محمد، جمال، کامران، جوجو، د تواب کاکا او… لکه لوستونکو چې عمرونه ورسره تېر کړي وي. د (رڼا) تر خړو غټو سترګو را تاو باڼه او پرې د ناحقه لګېدلي تور له لاسه ويرجنه څېره او یا د نورستان د غره له کمره د اوبو څاڅکي ته د (زرو) نيولې خوله، لکه هر چا چې پخپله ليدلې وي.
احمدي صاحب په خپلو کرکټرونو کې له زړه ننوتلی و، هغه زموږ هيلې، غوښتنې، محروميتونه، مينې، کرکې، ګيلې، خنداوې، ژړاوې، اهونه او تراژيدۍ داسې وپاللې چې کابو هيڅ ناول يې د اوښکو له بدرګې پرته نه خلاصېږي.
احمدي صاحب په خپلو ټولو کرکټرونو کې ټولنې ته هغه څه وويل چې نه يې د ده هنر داغداره کړ او نه يې د ټولنې د اخلاقو ولاړې ډب اوبه کرارې پرېښودې.
احمدي صاحب به په دفتر کې کله کله انځوګري هم کوله. هغه د خپلو ناولونو د ځينو ميينو کرکټرونو غوندې په پټه خوله يوه څېره رسموله چې هر تصوير به يې د هغه بل په څېر و. اوږده پزه، پراخ تندی، ګڼ باڼه او مناسبه خوله… احمدي صاحب انځوګرۍ ته د خپل اصلي کار په سترګه نه کتل، سره له دې چې د خپلو ډېرو ناولونو د پښتۍ رسامي يې پخپله کوله، خو د رنګونو تر رسامي يې د الفاظو رسامي ډېره خوښېدله.
احمدي صاحب زياته مطالعه نه کوله، خو له دننه يې هر څه د يوه کيسهيز اتشفشان په څېر د داستاني لاوا غوندې را خوټېدل. کم فلمونه يې کتل، خو خوښېدل يې. پېچلې ليکوالي يې نه خوښېده او اکثره کتابونه به يې ځکه تر شل مخه زيات نه لوستل چې پېچلي يې ګڼل. احمدي صاحب ډېر اسانه يوه مقاله یا ناول پېچلي او سخت ګڼل، هغه په خپلو ناولونو کې وښووه چې اسانه ژبه څنګه وي.
هغه له همکارانو سره ټوکې کولې، سيل ته وسره تلو او خپله ايډيټري او رياست يې په مينه کول. په دومره مينه چې کله دی له دفتره روغتون ته شو، د ده د شعبې ګروپ به همکارانو بل ساته، دا ځکه چې څوک د ده د نشت تياره احساس نه کړي، خو احمدي صاحب په پخه ځواني کورونا له دفتره داسې وايست چې بیا بېرته ورته را نه غی.
هغه په خپلو روانو ليکنو کې خلکو ته په غرقه نهيلۍ کې هم د اميد د سپېدو څرک ور ليد. احمدي صاحب په خپلو ناولونو کې معشوقې هم ډېرې واقعي تصويرولې. زرو به غوا اوبه کوله او انو شرما به له پلار سره په يوې کې کومک کاوه. د هغه د ناولو معشوقې د مبالغې او اغراق ښاپېرۍ نه وې، بلکې خاورينې دنيا واقعي نجونې وې چې ګڼو محروميتونو او رواجونو به داسې وزبېښلې لکه دوی چې به پرېمنځلي کالي نښتېځل.
څوک به د (خونکار) قرباني شوې، څوک به لکه (زرو) خپل کاکا د مينې په جرم وويشتې، د چا به لکه (رڼا) سپينه ګولۍ په ستوني کې پرته وه او ميين به يې لکه (جمال) داسې وخت ورته را ورسېد چې نور به تقدير ورته د سترګو غړولو فرصت نه ورکاوه. د ده د ناولونو معشوقې د (بدلمنۍ تورونو) له ميينانو بېلې کړې، زموږ د ټولنې يو داسې رياليزم يې را وښوو چې خدای خبر کله به رانه لاس اخلي.
مينه، تاریخ، ساينس فکشن، نقد او ريفورم د هغه د ناولو اضافي ښکلاوې وې. د احمدي صاحب اغزن سيم عربي او بغدادي پير اردو او دری ته هم وژباړل شول.
احمدي صاحب چې (د غڼې ځاله) ناول خلاص کړ، ناروغ شو. ناول يې چاپ ته ولېږه او پخپله د کورونا د ساه بندۍ له لاسه د ناروغۍ پر بستر د مصنوعي اکسيجن رحم ته پرېوت. هغه تر درې ورځې کوما وروسته ديارلس ډبې اکسيجن ختم کړی و، د کورنۍ بې وسه غړيو يې ناقراره سترګې ورته اړولې. احمدي صاحب قلم ايښی و، ګوتې يې د سيروم د پايپ په خاطر ډېرې نه خوځولې. لږ به چې يې ساه سمه شوه، په فیسبوک کې به يې د دوستانو يو نيم ناارامه او اندېښمن ميسج ځواباوه. هغه خپلو همکارانو ته وليکل چې «شايد بیا هيڅکله سره و نه وينو. هيڅکله.»
ډېرو خلکو د احمدي صاحب د ښه کېدو باور درلود. دا باور او دا مثبت خيال د هغه د نامه په يادېدلو د هغه ناولونو او کيسو سړي ته ورکاوه. احمدي صاحب د خپلې وړې لور (ارزو) عکسونو ته نهيلې سترګې اړولې. په فيسبوک کې يې (د غڼې ځاله) ناول ګرځېده، مبارکۍ وي او د ده د روغتيا پرلهپسې هيلې او دعاوې.
د ۱۴۰۰ کال د سرطان ۱۹ ماښام را ورسېد. د روغتون په يوه نيمه تياره خونه کې يو لوی ليکوال په زحمت ساه اخلي. د غڼې ځاله ناول يې خلکو ته وايي چې دا ځل احمدي د کورونا د غڼې په ځاله کې د بې وسه پتنګ غوندې نښتی. احمدي صاحب د خپل ژوند ناول هم داسې د توقع خلاف پای ته ورساوه چې هيچا يې اټکل نه کاوه. د سرطان دغه ۱۹مه شپه داسې تور ټکی و چې د احمدي صاحب د ۴۷ کلن ژوند پای ته کېښودل شو. احمدي صاحب دا ځل پخپله پای ته ورسېد.
د هغه تابوت په ډېره عادي بڼه د کورنۍ له خوا د شپې خپل کلي ته ولېږدول شو. په کلي کور میین ليکوال دا ځل کلي ته ځوانيمرګ لاړ او داسې لاړ چې بېرته نه راځي. هغه نور له موږ سره د خپلو ناولو او کيسو په ژبه غږېږي او هره توري کې احساسېږي. هغه نور په رښتيا په خپلو ټولو کرکټرونو کې ورک شو.