د نړۍ کړکېچونه؛ او د افغانستان وضیعت

نړۍ د سترو سياسي تحولاتو او کړکېچونو په درشل کې ده. امريکا، ناټو او د سيمې هيوادونه د اوکراین په قضيې کې شامل شوي دي.

له افغانستان شاوخوا درې لسيزې وروسته د‌ روسيې دا لومړی ځل دی، چې د خپل قدرت د پراختيا لپاره اوکراین په مستقيم ډول تر بريد لاندې راولي؛ ځکه روسیې هم دا وېره لرله، چې امريکا او غرب اوکراین ته په ناټو هېوادونو کې ځای ور نه کړي.

مخکې له دې چې اوکراین په ناټو کې غړیتوب واخلي، سمدلاسه د روسیې له سترو بریدونو سره مخ شو او اوس د اوکراین او روسیې ترمنځ جګړې د ټولې نړۍ پام ځانته را اړولی او د ټولو رسنيو د خبرونو سرټکي ګرځېدلي.

دلته زموږ اصلي بحث د نړۍ ستر تحولات او کړکېچونه دي او دا چې د دغو تحولاتو او کړکېچونو په درشل کې افغانستان د جمهوري نظام له سقوط وروسته د ټولو نړۍوالو پام ځانته راجلب کړی و؛ خو اوس د اوکراین له جګړې وروسته تر ډېره حده افغانستان د نړۍوالو له پامه غورځېدلی دی.

شاوخوا نيمه پېړۍ وشوه، چې افغانستان د يوې اوږدمهالې جګړې کوربه دی او که ووایو، چې دلته جګړه درېدلې، نو دا هم ناسمه خبره ده.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت له سترو چلنجونو او ستونزو سره مخ دی او دا چې دوی په خپلو اساسي مسایلو کار وکړي، د ستونزو د حل لپاره لارې چارې ولټوي، د باور جوړونې فضا رامنځته کړي، د دې ټولو پر ځای دوی په هېواد کې نورو مسایلو پسې را اخيستې، چې دا به يې په يو لوی زيان تمامه شي.

طالبان اوس د جګړې په ميدان کې نه دي، بلکې په ارګ کې ناست دي او د يو لوی هېواد د ميليونونو خلکو مسووليت ور په غاړه دی؛ نو په کار ده، چې د مقابلې پر ځای د پلان او ظرفيت جوړونې لار ونيسي، ځکه  يو حکومت هېڅکله د جګړې ميدان په څېر نه شي اداره کېدای.

د طالبانو له لوري د حجاب او ورته نورو مسایلو په اړه وروستي فرمانونه، په خلکو محدودیتونه وضع کول، د رسنيو سانسورول او ورته تهديدونه او تر ټولو ستره ستونزه دا ده، چې د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازو تړلو دوام هغه څه دي، چې کولای شي له طالبانو څخه نه يوازې يو لوی ملت خوا بدی شي، بلکې په نړۍواله کچه امکان لري، چې نورې سترې ستونزې هم جوړې کړي.

کله چې يو حکومت په ملي کچه پېژندل کېږي او د خلکو رضایت ترلاسه کوي، نو خامخا د نړۍوال مشروعيت لپاره ځانته لار هواروي؛ خو طالبان اوس لا په دې نه دي بريالي شوي، چې په ملي کچه مشروعيت ترلاسه کړي او په نړۍواله کچه هغه وخت کولای شي ځانته د رسميت پېژندلو لار پرانيزي، کله چې دوی په کور دننه د باور او اعتماد جوړونې فضا رامنځته کړي.

که حالات همداسې دوام ومومي، نو سربېره پر دې چې اوس د اوکراین د جګړې له وجې د نړۍ والو پام تر ډېره بريده کم شوی؛ بلکې امکان لري د نړۍوالو مرستو کچه نوره هم راټیټه شي او همدارنګه د طالبانو حکومت د رسميت پېژندلو لپاره به هم يو ستر چلنج پر مخ پروت وي.

د نړۍ په داسې حساسو شرايطو کې افغانستان يو قوي مدیریت ته اړتیا لري؛ اقتصادي ناورين، بېکاري، له هېواده د کډوالو دوامدارې سترې څپې مخنيوی او همداراز تر ټولو مهمه مسئله د خلکو لپاره د امنيت رامنځته کول دي، چې اوسنی حاکم نظام ته په کار ده د منظمو پلانونو او طرحو په جوړولو او همدارنګه دا هرڅه د ظرفيتونو پر اساس په عمل کې ثابت کړي.

بله خبره دا ده، چې ښځې زموږ د ټولنې يوه با ارزښته طبقه ده او که هر څوک او هره ډله دوی له صحنې څخه لرې کوي، په سياسي او ټولنيزو فعاليتونو کې دوی ته ونډه نه ورکوي او حقونه يې تر پښو لاندې کېږي؛ نو دا د هېواد د سپيڅلو مېرمنو او په ټوله کې له بشر سره غټ ظلم دی.

طالبانو ته په کار ده، چې د هېواد په اصلي، اساسي او ملي مواردو کار وکړي، نه په هغه څه چې په دې حساس وخت کې يې هېڅ اړتيا نه لېدل کېږي.

Back to top button