غني خان
تصوف اوفلسفه
لیکوال: محمد علیم بسمل
لرې نه ده چې د پښتو ادب دمبتدیانولپاره له غني خان څخه د تصوف منفي کول له عقل نه لرې خبره وي. او که ورته ووايې چې غني فلسفي شاعر نه ؤ حیرانتیا به یې نوره هم زیاته شي.
غني پهٔ خپلو اشعارو کې د رب د مينې د عوه لري، او پهٔ اسلام کې د رب مینه د رب ج پهٔ قول یواځې د رب د استازې د مینې له لارې شونې ده.
هغه جل جلاله فرمايي: قل ان کنتم …. خو د غني ادبیات د رسول الله صلی الله په مینه کې داسې مفلس دی چې چېرته پهٔ سهوه کې هم د هغه مینې ته اشاره نه ده کړې.
هو! غني خان د خپلو اشعارو په هنداره کې د الله جل جلاله د مینې سرشار او مست لیونی د.
خو پهٔ اسلام کې یواځې د الله پهٔ مینه څوک نشي صوفی کیدلای، د الله مینه پهٔ هندویزم کې هم شته یهود نصاري هم د رب د مینې د عوې داردي. درویش درانی پهٔ خپل اثر( کره کتنه او د هغې زغمل) کې لیکي:
خدای ته د غني نزدیکت له مینې او خونده ډک دی، دغه کیفیت د یو صوفي د نزدیکت هم وي ځکه ځينې خلک اوس غني ته صوفي هم وايي.
خو د صوفي عرفان د شعوري هڅو پهٔ نتیجه کې منځ ته راځي هغه خپل ښونځی خانقاه او مرشد ګڼي، خو غني کله نهٔ خانقاه ته ننوتی او نه یې له کوم مرشده لاس نیوی کړی دی، نوموړی خپله خانقا دا ویړ جهان ګڼي او خپل مرشد په جهان کې خوره ښکلا ګڼي نو ځکه د ده دخدای پیژندنې تجربه د صوفي له تجربو سره فرق لري.
درانی صیب زیاتوي؛ د خدای او انسان تعلق پرادب ولاړ دی، او دمین او جانان تعلق پر مستۍ او مینه ولاړ وي( یعنې له خدای سره د غني تعلق د بنده او دخدای نهٔ بلکې د مین او دجانان دی) غني چې د مینې او مستۍ پهٔ کیفیت کې په خدای څومره د ناز غاړې کړي دي د غه غاړې هغه خلک نه خوښوې چې له خدای سره یې تعلق پر ادب ولاړ وي. د درویش له پورته خبرونه هم داسې څرګندیږي چې دی هم غني ته پرخدای مین وايي خو صوفي یې نه بولي.
ښاغلی مصطفی سالک د ( فلسفه او شاعري) تر سرلیک لاندې یوه مقاله لري، یاده مقاله د هیلې مجلې پهٔ څلورم کال څلورمه ګڼه کې چاپ شوې . په پای کې یې د غني پهٔ شاعري هم خبرې کړي دي. دی لیکي: غني هم فلسفیانه ډوله شاعري کړې، خو د غني فلسفه شاعرانه، غیرمنظمه او لهٔ بېلابېلو ځایونو څخه راټول شوې ده. کله د عمر خیام پهٔ څیر د (لا ادریت) خواته میلان پیدا کوي او وايي:
ته د نور سمندرونه
زهٔ د خاورو یوه زره
دا زما او ستا به څنګه
شي دوستي او یارانه
ډیر پیران مې ټنګولې
مذهبونه لټولي
پکې ټکې رڼا نشته
بس کیسو پسې کیسه
بله خبره پهٔ غني کې داده چې خدای ج مني وسره مینه کوي، د ټا ګور پهٔ څیر یې پلار او مور ګڼي، خو دخدای د قوانینو پهٔ اړه دهغه نظر وچ کلک او فلسیانه دی.
زهٔ خو نه وایم چې نشته
زهٔ خو وایمه چې شته دی
خو دنیایې عجیبه ده
او قانون یې عجیبه دی.
له مرګه پس ژوند هم مني:
نه منم نه منم ای یاره ـ مرګ انجام دهستۍ نه دی
خلاصېدل شراب پهٔ جام کې اختتام د هستۍ نه دی
خو پس لهٔ مرګه چې اسلام د جنت او دوزخ څرګنده خبره کوي هغه ورته استعارې او علامتونه ښکاري او له مذهبه بغاوت کوي.
وايي ملاجان چې پهٔ جنت کې حورې پنډې دي
غټې غټې ، سپينې سپینې ، مستې او بر بنډې دي
دا وجود د خاورو دی نه پايي جنتونو کې
دا دخاورې ګل مست وي د خاورو پهٔ ګلونو کې
زهٔ به حورې څه کړم چې یې غیږ کې کینوی نه شم
غټو تورو سترګوته پهٔ سرو سترګو کتی نشم
دوزخ هم د اسلام دپیروانو غوندې نه ښکاري بلکې لهٔ مذهبي تصوره منکر دی
څنګه غوږ کېږدم ملاته ـ توراني بلبله هیره
څنګه ستا د نور او ښایست نه ـ بدرنګي تیاره چاپیره
د خندا له سپين سبانه ـ تور ماښام او لحد جوړکړم
د دوزخ لهٔ اور او زورنه ـ ستا ښایست او سینګار جوړ کړم
درویش درانی بیا غني ته فلسفي شاعر نه وايي
درانی صیب په ( کره کتنه او دهغه زغمل) کې وايي: موږ چې د غني د شاعري په کومه برخه د خبرو کولو اراده وکړه په هغې کې د کایناتو د پټو رازونو او په ژوند، پهٔ تیره بیا د انساني ژوند د آغاز او انجام ، مقصد او مرام په اړه پورته شوو هغو پوښتنو ته مخامخ ده چې فلسفي، شاعر، او صوفي او هریو پخپل انداز کې جواب ورته لټوي.
کله کله بیا داهم وشي چې شاعر د خپلو وسیلو ترڅنګ فلسفیانه او صوفیانه وسیله هم وکاروي او پهٔ شاعري کې یې د عرفان یا فلسفې رنګ پیدا شي دغه شاعرته د همدې رنګ له کبله صوفي یا فلسفي شاعر وايي. کوم خلک چې غني ته فلسفي شاعر وايي هغوی به ځانته دلایل لري، خو دغني شاعري ته چې سړی زیر شي داسې بریښي لکه دی هم چې دغه نامه ته خوشحاله نه وي او فلسفي کیدل ورته کومه د ویاړ خبره نه وي. د کایناتو پټ رازونه چې د زړهٔ پهٔ سترګو څنګه لیدل کیږي فلسفي یې د عقل پهٔ سترګو هغسې نشي لیدلای.
تاسره ده تله د سپرونو د منونو
دلته کې بحرونه دي او تور او درانه غرونه
ته یې بیو پاري د عطرو، ګوړو ، د چرګانو
دلته کې پرتې دي ولولې او امیدونه
تاته یوه قطره شراب دریاب د تورو زهرو
دلته کې پراته دي په زرګونو ډک جامونه
ای د رڼا زویه دلته لړې او خوبونه دي
ستا تله قطره تلي او دلته دریابونه دي
غني ځان ته لیونی فلسفي وايي، لیونتوب که پخپله معنی واخلې او که یې د عشق په معني؛ په دواړو صورتونو کې دی او عقل لکه دوه تورې په یو نیام کې نه ځاییږي. داکوم خلک چې له غني سره فلسفه تړي هغوی هم دی فلسفي شاعر بولي. شاعر فلسفي یې نه بولي په دې دواړو کې د پوهانوله نظره فرق دادی چې فلسفي شاعر، شاعر وي پهٔ شعر کې یې د فلسفې څرک هم ترسترګو کیږي. او شاعر فلسفي بیا داسې یو فلسفي وي چې خپله فلسفه پهٔ شاعرانه ډول وړاندې کوي.