ننګرهار کې ۲ ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شوې

په ننګرهار کې دوه ښوونځیو ته ودانۍ جوړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

د طالبانو د سرپرست حکومت ‏د ‎ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر وايي، چې د جرمني هېواد GEN مؤسسې له لوري د دې ولایت د کوز کونړ ولسوالۍ کې د ګمبيري او ګریګ منځني ښوونځيو ته ودانۍ جوړې ګټې اخیستنې ته وسپارلې.

هغوئ زیاتوي، چې دا ښوونځي ۶ درسي خونې، د څښاک اوبو ۲څاه ګانې، د لمریزې برېښنا سيسټم، د احاطې دېوال او نور اړین ملحقات لري.

د جرمني هېواد د GEN مؤسسې د هېواد په ولایتونو کې ښوونځیو ته ودانۍ جوړې کړې دي.

Back to top button