بلخ کې د یوې کورنۍ ۷غړي په مرموز ډول وژل شوي
پنجره ورځپاڼه: نامعلومو وسلهوالو تېره شپه د بلخ ولایت چمتال ولسوالۍ د یوې کورنۍ اووه غړي، چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي وژلي دي.
د دغه ولايت ځايي سرچينو ویلي، چې دا پېښه تېره جمعه ورځ د چمتال ولسوالۍ اړوند په «جرقلعه» سیمه کې رامنځته شوې ده.
د سرچينو د معلوماتو له مخې، دغه اووه کسان چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي د نامعلومو کسانو له لوري په مرموز ډول وژل شوي او په وينا یې تر اوسه ددې پېښې څرنګوالی نه دی په ډاګه شوی.
سرچينې زياته کړې، چې له پېښې وروسته طالبان سیمې ته راغلي او په اړه یې څیړنې پیل کړې دي، خو د قاتلینو په موندلو نه دي بريالي شوي.
د ويلو ده چې په دې وروستیو کې د هېواد په مختلفو ولایتونو کې مرموزنې وژنې زیاتې شوي، چې کابو دوه اونۍ وړاندې د پخوانۍ ولسي جرګې غړې مرسل نبي زاده پلازمېنه کابل کې په خپل کور کې په مرموز ډول ووژل شوه.