خوست او کونړ کې پاکستان هوایي بریدونه کړي

را پورونه وایي، چې په خوست او کونړ ولایتونو کې پاکستاني الوتکو هوایي بریدونه کړي دي، او ملکیانو ته یې درنه مرګ ژوبله یې اړولې ده.

د کونړ د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي نجیب الله حنیف رسنیو ته ویلي، چې د روژې له ۱۴مې راهیسې د پاکستان له لوري د کونړ پر دریو ولسوالیو، شلتن، مرورې او ناړۍ پر سیمو د توپونو ډزې کېږي چې د ماشومانو او ښځو په ګډون یې پنځه ملکیان وژلي دي.

د کونړ ولایت د شلتن ولسوالۍ اوسېدونکو بیا رسنیو ته په خبرو کې ویلي، چې یاده مرګ ژوبله د شپې مهال د پاکستاني الوتکو د هوایي برید له امله را منځته شوې ده.

د سرچینو د معلوماتو پر بنسټ، تېره شپه د خوست ولایت په سپېرې ولسوالۍ کې هم د وزیرستاني کډوالو پر کمپونو هم پاکستاني الوتکو هوایي بریدونه کړي دي.

راپورونه وایي چې یادو هوایي بریدونو ملکیانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

Back to top button