اوکرايني چارواکي: هېواد ته مو ۶۳ ميليارډه ډالر زيان اوښتی

اوکرايني چارواکي وايي روانې جګړې يې هېواد ته ۶۳ ميليارډه‌ ډالر زيان اړولی دی.

اوکرايني چارواکو رسنيو سره په خبرو کې ويلي، چې  د اټکل له مخې هېواد ته يې له روسیې سره د روانې جګړې له کبله ۶۳ ميليارډه ډالر زيان اوښتی دی.

په يو راپور راغلي، چې د دغې جګړې له وجې ۴۴۳۱ استوګنيزې ودانۍ له منځه تللي او ويجاړې شوي دي.

همدارنګه په دې راپور کې راځي، چې سلګونه ښوونځي ويجاړ شوي، ۱۲ هوايي ډګرونه له منځه تللي او همداراز لسګونه تولیدي فابريکې په بشپړه توګه نړول شوي او زيانمنې شوې دي.

تر دې وړاندې د مارچ په مياشت کې چې کوم راپور خپور شوی و، په هغه کې اوکراین ته اوښتی زيان کابو ۳ ميليارډه ډالر ښودل شوی و؛ خو اوس دا کچه ۶۳ ميليارډه ډالره ښودل شوې.

د اوکراین او روسیې د جګړې کابو يوه نيمه مياشت وشوه او ورسره جوخت د دواړو خواوو څو ځل مذاکرات هم ترسره شول، مګر پايله يې نه لرله.

Back to top button