لوګر کې د ۲۶ښوونځو ښوونکي وروزل شول

د لوګر د ازرې ولسوالۍ د ۲۶ ښوونځيو  ۷۳  ښوونکي و روزل شول.

د طالبانو د سرپرست حکومت د لوګر د پوهنې ریاست مسؤلین وایي، چې د دې ولايت د ازرې ولسوالۍ د ۲۶ ښوونځيو ۷۳  ښوونکو ته د تدريس او لابراتوار د عملي زده کړو ۶ ورځنۍ روزنه ور کړل شوه.

هغوی زیاتوي، چې ياد روزنيز پروګرام د پوهنې رياست  د ساينس او ښوونيزې ټيکنالوژۍ مرکز د ښوونکو د پوهې د کچې  او هم په ښوونځيو کې د درسي کيفيت د لا لوړولو لپاره په لاره اچولى و، او دغه ښوونکي د ساينس، کیمیا، بيولوژي، فزيک او رياضي مضمونونو د تدريس او لابراتوار د عملي زده کړو  په برخو کې روزل شوي، چې د دوى په روزنې سره به په ښوونځيو کې د تدريس کيفيت لوړ شي.

Back to top button