خیبرپښتونخوا کې د ګازو او تیلو پر تاسیساتو برید کې ۶ کسان وژل شوي

جهانزیب ویسا

پنجره ورځپاڼه: رویټرز خبري آژانس وايي، د خیبرپښتونخوا په هنګو سیمه کې د انرژۍ پر تاسیساتو د وسله والو په برید کې شپږ کسان وژل شوي دي.

سرچینه په سیمه کې د پولیسو د یوه چارواکي له قوله لیکي چې، شاوخوا ۵۰ وسله والو په هنګو ولسوالۍ کې دایم او ایلپه نوم د تېل او ګازو د کمپنۍ پرتاسیساتو برید وکړ او ۴ تنه پولیس او د یادې کمپنۍ دوه کارکوونکي یې ووژل.

د دغه برید پړه تراوسه چا کومې ډلې په غاړه نه ده اخیستې؛ خو په دېېسیمه کې تېرو وختونو کې دشویو زیاترو بریدونو پړه تحریک طالبان پاکستان یاTTP پر غاړه اخیستې ده.

Back to top button