پر اوکراین د روسیې بريد

پر یوکراین د برید پرېکړې تر ټولو ستر تاوان خپله روسیې او پوتین ته واړاوه.

په تېرو څوارلسو کلونو کې روسیې د خپل پوځ عصري او قوي کېدو ته دومره تبلیغات وکړل چې د امریکا په ګډون ټول غرب یې تر يوه بريده ورخطا کړی و او نړۍ واقعا” هم په دې فکر شوه چې ګواکې روسیه په تېرو دېرشو کلونو کې په یوه بې ساري نظامي قدرت بدله شوې.

همدا لامل شو چې د امریکا په ګډون ټولې ناټو د یوکراین د مرستو غوښتنې غږ ته ځانونه کاڼه کړل او یوکراین یې د روسیې رحم او کرم ته پرېښود.

خو کله چې ناټو ولیدله چې د دریو ورځو پرلپسې جګړې وروسته هم د نړۍ د زبرځواکي ادعا ګوونکی و نه نوانېده چې د ځان پر پرتله خورا کمزوری هېواد هم لاندې کړي، نو د نړۍ حاکمان بیا ځلې غوږ په غوږ شول، دوی ولیدل چې د کیف په سړکونو او کوڅو کې د سلګونو روسي پوځیانو جسدونه په اور سوځي، سلګونه ټانکونه او الوتکې یې سکروټې شول، او سلګونه نور ټانکونه او موټرې یې روغې پر سړکونو پرېښي، نو یې په ځغرنده د یوکراین سره د زرګونه میله سپکو او درنو وسلو د مرستې اعلان وکړ، اروپایي مشران د قهر په لهجه وغږېدل او ممکن د ناټو پوځیان هم ژر ورولېږي.

نو روسیې د خپل پوځي قدرت تابو ماته کړه، دا یې وښوده چې نیم هم هغومره نه دی لکه ده چې یې دعوه کوله. اوس که روسیه یوکراین په بشپړه توګه و هم نیسي، د د ده په مقابل کې له هر لحاظه د ډېر کمزوري یوکراین دغه ډول مقاومت د روسیې ماته ده.

روسیې دا وښوده چې د دوی د یو میلیون پوځ څخه څلور لکه او لس زره یې چې قراردادیان دي او یوازې یوکلن ټرېننګ لري د هیڅ ښمر نه وو، دوی سهوه وکړه چې پورتیانکي یې په جرابو بدلې کړې.

غرب ولیدله چې روسیه د دریو ورځو وروسته هم و نه توانېده چې د یوکراین فضاء په خپل کنټرول کې راولي بلکې د یوکرایني هوایي ځواک له لوري یې جنګي الوتکې په هوا او ټانکونه په ځمکه په نښه شول.

روسیې دا جګړه ځکه بایللې چې نړۍ ته بې خپل تبلیغ کړی انځوریز قدرت غلط ثابت کړ.

نجيب الله ازاد

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button