د اوکراین او روسیې ترمنځ روانه جګړه

نړۍ والې رسنۍ د اوکراین  پلازمینه کیف ښار او شاوخوا سيمو کې لا هم د درنو جګړو راپورونه ورکوي.

نړۍ والې رسنۍ وايي چې پر اوکراین د روسیې بريد تر کيف ښار او شاوخوا سيمو ته يې رسېدلی او لا هم درنه جګړه روانه ده.

په سیمه کې خبریالان وایي چې ټوله شپه پر کیف د توغندیو بریدونه شوي دي او د ښار په بېلابېلو برخو کې د اوکرایني او روسي ځواکونو ترمنځ د جګړې غږونه اورېدل شوي دي.

په ورته وخت کې سپينې ماڼۍ وايي چې له کانګریس څخه يې د ۶،۵ میلیارده ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده څو په دغو پیسو د اوکراین بحران مدیریت لپاره ترې ګټه واخلي.

سپينه ماڼۍ دغه راز وايي دا پیسې به د بهرنیو چارو وزارت په واک کې ورکول کېږي او دوی به د اوکراین له حکومت سره د روان ناورین په مدیریت کې مرسته وکړي.

همدا راز امريکا او ملګرو يې ويلي چې د اوکراین له خلکو سره باید ژر تر ژره بشردوستانه مرستې وشي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button