۳۵۳ نور افغانان هم کاناډا ته ورسېدل
پنجره ورځپاڼه: د کاناډا حکومت ویلي، چې نن پنجشنبه ۳۵۳ افغان پناه غوښتونکي په یوه چارتر الوتکه کې ددغه هېواد تورنټو ښار ته رسېدلي دي.
د کاناډا د کډوالۍ او پناورکونې ادارې پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، چۍ دغه افغانان به د کاناډا په شپږویشتو بېلابېلو سیمو کې مېشت کړي.
یادې ادارې همداراز ویلي، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له پنځلسمې تر اوسه له دېرش زرو ډېر افغان کډوال کاناډا ته ورغلي دي.
تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي چې د دغو افغانانو د مېشتېدو چارې ټکنۍ مخته روانې دي.
ظاهر څراغ