کابل ته د ۳۲ میلیونه امریکایي ډالرو مرسته را ورسېده

د ۳۲میلیونه امریکایي ډالرو مرسته کابل ته راورسېده.

د افغانستان بانک وايي، د نړیوالو بشري مرستو پر دوام نن شنبه کابل ته د ۳۲ میلیونه امریکایي ډالرو کڅوړه را ورسېده.

د افغانستان بانک د نړیوالې ټولنې د مرستو د هر کلی کړی تر څنګ له نړیوالې ټولنې غوښتي چې خپلې مرستې د بانکي سکتور له لارې تر سره کړي.

یاد بانک ویلي چې د بانکي سکتور له لارې د بشرپاله مرستو تر سره کول روڼتیا رامنځته کوي او خلکو ته د مرستو رسولو په برخه کې آسانتیاوې رامنځته کیږي.

Back to top button