لوګر کې د زده کړو ۱۴۲ سیمه ییز ټولګي جوړشوي

په لوګر ولایت کې د ماشومانو د زده کړو لپاره ۱۴۲ نوي سيمه ييز ټولګي جوړ شوي دي.

د طالبانو د سرپرست حکومت د لوګر ولایت د پوهنې ریاست مسؤلین وایي، چې لوګر ولايت کې د ماشومانو د زده کړو لپاره ۱۴۲ نوي سیمه ییز ټولګي جوړ شوي، چې په کې زرګونه ماشومانو ته د ښوونځيو په څېر د زده کړو زمينه برابره شوې ده.

هغوئ زیاتوي، چې ياد سيمه ييز ټولګي د پوهنې رياست په غوښتنه د IRC په نوم يوې مرستندويه مٶسسې جوړ کړي چې تر نهو مياشتو به دوام وکړي.

هغوی دغه راز زیاتوي، د غه ټولګي ۳۰ د لوګر په مرکز پل علم، ۳۵ په برکي برک، ۳۵ په خروار، ۱۳ په خوښۍ او پاتې ۲۹ نور په محمدآغې ولسواليو کې جوړ شوي دي، چې شاوخوا ۵زره ماشومانو ته په کې د لومړنیو زده کړو زمینه برابره شوې ده.

Back to top button