ترکیه کې د زورورې زلزلې له امله ۲۸۴ کسان مړه شوي دي

پنجره ورځپاڼه: د امریکا د جیولوژیکي سروې اداره وايي، د رېښتر په کچه ۷،۸ اته درجې زلزلې نن سهار د ترکیې جنوب ختیځه برخه ولړزوله.

 دغې زلزلې د ترکیې تر څنګ په ګاونډي هېواد سوریه کې هم ځینې ودانۍ نړولې دي. دغې زلزلې په ترکیه کې لږ تر لږه ۲۸۴ کسان مړه کړي، خو ترکي چارواکي وايي وېره کېږي چې د مرګ ژوبلې شمېر به تر دې خورا زیات وي، ځکه په سلګونو ودانۍ نړېدلې دي.

له دې سره جوخت د امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې په ویناو د زلزلې مرکز د ځمکې په تل کې څه کم ۱۸ کیلومتره ژور و. رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د ترکیې په دیاربکر ولایت کې ۷ ودانۍ نړېدلي او خلک ترې لاندې راګیر پاتې دي. په ګاونډي هېواد سوریه کې بیا چارواکو ویلي، چې هلته هم ګڼې ودانۍ نړېدلي، چې له کبله يې ۲۳۰ تنو خپل ژوند بايللی دی، خو د سوریې حکومت وايي، چې امکان شته د مرګ ژوبلې شمېر لوړ شي، ځکه په وينا يې يو شمېر خلک د ودانيو لاندې بند پاتې دي.

ظاهر څراغ

Back to top button