د پاکستان له زندانونو ۲۱۵ نور افغان زندانیان خوشې شوي

پنجره ورځپاڼه: د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي د پاکستان د کراچۍ له زندانه ۲۱۵ افغان زندانیان خوشې شوي دي.

دغه وزارت په یوې خبرپاڼه کې لیکلي، یاد افغان کډوال تېره ورځ د کندهار د سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

د یادونې وړ ده چې څو وزځې وړاندې هم د پاکستان د سند ایالت له زندانونو څخه ۲۰۸ افغان بندیان ازاد شوي وو.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي تر دې مهاله د پاکستان له بېلابېلو زندانونو څخه له دوه زره ډېر افغان بندیان د دوی په هڅو ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي.

ظاهر څراغ

Back to top button