افغانستان کې ۲۰۴ روغتيايي مرکزونه پر طبي وسايلو سمبال شوي 

پنجره ورځپاڼه: د روغتیا نړۍوال سازمان د افغانستان څانګې په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې ۲۰۴ روغتیایي مرکزونه او ۶۷ د وینې بانکونه يې په طبي وسایلو مجهز کړي دي.

د دې ادارې د خپاره شویو معلوماتو له مخې، د دغو مرکزونو په تجهیز سره د عاجلو درملنو او د فزیکي پياوړتیا د هڅو ملاتړ کوي.

د روغتیا نړۍوال سازمان د افغانستان څانګې په خبرپاڼه کې راغلي، چې د وینو په بانکونو کې يې لسګونه کسان د وینې اخیستو په برخه کې هم روزلي دي.

یادونې وړ ده، چې د روغتیا نړۍوال سازمان تر دې وړاندې هم افغانستان کې د ۱۵۵ نورو طبي کڅوړو د مرستو خبر ورکړی و.

ظاهر څراغ

Back to top button