په ټول افغانستان کې هره ورځ ۱۶۷ نوي زیږیدلي ماشومان مري

پنجره ورځپاڼه: د افغانستان کې د روغتیا د نړۍوال سازمان دفتر وایي، په دغه هېواد کې د ورځې شاوخوا ۱۶۷ نوي زېږېدلي ماشومان د هغو ناروغیو له امله چې درملنه یې ممکنه ده، مري.

د روغتیا نړۍوال سازمان نن په یوه ټویټ کې ویلي، دوی باید د ژوند ژغورلو او د مور او ماشوم د ښې روغتیا لپاره ګړندی اقدام وکړي. «ډبلیو‌ اچ ‌او»  د افغانستان د بشري مرستو له وجهي صندق څخه په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د روغتیایي خدمتونو د ملاتړ په خاطر مننه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا نړۍوال سازمان پرون په یوه ټویټ کې په افغانستان کې د خوړو د جدي نه خوندیتوب اغېزې ویجاړونکې بللې دي. دغه سازمان همداراز ويلي، په افغانستان کې شل ميلیونه کسان د خوارځواکۍ، ساري او نورو روغتیایي ستونزو له ګواښ سره مخ دي.

ظاهر څراغ

Back to top button