د نورستان د روغتیایي مرکزونو لپاره ۱۶ تنه قابلې روزل شوي

پنجره ورځپاڼه: د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټې په نورستان ولايت کې د نورګرام ولسوالۍ اړوند «مشفي او مليل» روغتيايي مرکز لپاره نوې ودانۍ جوړه او په ورته مهال کې يې د قابلګۍ له ښوونځي څخه ۱۶ نجونو ته د فراغت مراسم ترسره کړل.

په نورستان کې ځايي سرچینو ویلي، چې د قابلګۍ دا ښوونځی د «کورنۍ روغتيا ځالې» پروژې تر چتر لاندې د ۲۶ مياشتو په موده کې د UNFPA په مالي مرسته بشپړ شوی دی.

د سرچینو په وینا، فارغې شوې قابلې به په کامدېش، پارون، وايګل، دواب، واما او منډول ولسواليو په روغتیایي مرکزونو کې خلکو ته روغتيايي خدمات وړاندې کوي.

تر دې وړاندې د نورستان په زیاتو روغتیایي مرکزونو کې ښځينه روغتیاپالانې ډېرې کمې وې او له امله د ګڼو سیمو خلک له زیاتو ستونزو سره لاس او ګریوان وو.

ظاهر څراغ

Back to top button