زابل کې ۱۰ کيلومتره سړک جوړېږي

زابل کې د ۸ سوه زره امريکايي ډالرو په ارزښت سړک جوړيږي.

د کلات ښاروالي خبر ورکوي، چې د دې ښار په بيلابيلو برخو کې لارې او کوڅې جوړوي.

دغه ښاروالي وايي، چې د UNHCR نړۍوال بنسټ په مالي لګښت او د ACHRO موسېسې له لوري د کلات ښاروالي تر تخنیکي او فني نظارت لاندې په مرکز کلات کې د شاوخوا ۱۰ کیلومتره په اندازه سړک د جوړېدو چارې پیل شوې دي.

یاد سړک به د مرکز کلات په بېلابېلو برخو لکه د ښار منځ، هواشناسي، رساله، او نوي کليو کې د اته سوه زره امریکایي ډالرو په لګښت د یوې میاشتې په جریان کې بشپړ شي.

همداراز مسؤلین وايي، چې د دې ترڅنګ زابل لپاره نور رغنيز پروګرامونه هم لري او په راتلونکي کې به يې کارونه پيل شي.

Back to top button