۵۱سلنه ډیموکراټان نه غواړي چې بایډن د امریکا د 2024 کال ټاکنو ته نوماند شي

د نړۍ ۵۱ سلنه ډیموکراټانو ویلي چې له جو بایډن څخه په ټاکنو کې ملاتړ نه کوي. فاکس نیوز په یؤ تازه خپاره شوي راپور کې وایي، چې په یوې تازه اندپوښتنې کې دا جوته شوې چې په نړۍ کې ۵۱ سلنه ډیموکرټان نه غواړي چې جو بایدن دې د امریکا د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره ځان نوماند کړي.

فاکس نیوز په دې راپور کې زیاتوي، چې د جمهوري غوښتونکیو ۵۰ فصده رایه ورکوونکي غواړي چې د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د دې هېواد له پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه ملاتړ وکړي تر څو د امریکا راتلونکی ولسمشر شي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر جو بایډن وایي، چې که د ۲۰۲۴ زېږدیز کال کې د اوس په څېر له خپلې روغتیا ډاډمن وم نو په ولسمشریزو ټاکنو کې به ځان نوماند کړم

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button