۱۹ کلنو کرېکټ لوبډله سبا د پاکستان سره سيالي لري

افغان کرېکټ له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله سبا د پاکستان له لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.

افغان کرېکټ بورډ وايي، سبا د اسیایي جام سیالیو په لړ کې د افغانستان له ۱۹ کلونو کم عمره لوبډله د پاکستان له ۱۹ کلونو کم عمره لوبډلې سره خپله لومړۍ سیالۍ کوي.

د کرېکټ بورد د مسوولینو په وينا، افغان لوبډلې ددې سیالیو لپاره ښه چمتووالی نیولی او تمه لري، چې ښې پایلې به ترلاسه کړي.

د اسیایي هېوادونو له ۱۹ کلونو د کم عمره کرېکټ جام سیالۍ سبا په متحده عرب اماراتو کې پیلېږي او د ډسمبر تر ۳۱ مې به دوام وکړي، چې اته لوبډلې به پکې برخه واخلي.

د یادونې وړ ده چې له ۱۹ کلنو څخه کم عمره لوبډله د اسیا جام وروسته ویسټ انډیز ته ځي او هلته به د ۱۹ کلنو په نړیوال جام سیالیو کې برخه اخلي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button