۱۴ ښځينه بنديانې خوشې شوې

طالب حکومت د زندانونو چارو سمون اداره وايي چې کابل کې له ښځینه زندان څخه د یوه پلاوي له ارزونې وروسته ۱۴ ښځینه بندیانې خوشې شوې دي.

د دغې ادارې له خوا رسنیو ته په لېږل شوي خبر کې راغلي چې د بندیانو د دوسیو د څېړلو لپاره یوه ټاکل شوي پنځه کسیز پلاوي تېره ورځ د کابل له ښځینه زندان ځخه د مختلفو جرمونو په تړاو ۱۴ نیول شوې ښځې خوشې کړې دي.

په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت له نشه یې توکو سره د مبارزې مرکز مرستیال مولوي عبدالحق چې د دې پلاوي غړی هم دی ویلي، چې ټولو محکمو ته په مرکز او ولایتونو کې دنده سپارل شوې چې د ښځینه بندیانو د دوسیو څېړلو ته دې لومړیتوب ورکړي.

سرچينه زياتوي، چې یادو خوشې شویو بندیانو ورسره ژمنه کړې چې له دې وروسته به داسې کړنې نه ترسره کوي چې د قانون او شریعت خلاف او ټولنې د نظم د ګډوډۍ لامل ش

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button