یوې خیریه موسسې د زابل له ۲۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته وکړه

د زابل د ځایي رسنیو راپورونه وایي، چې د DRC خیریه موسسې د دې ولایت د دوو ولسوالیو له ۲۰۰ اړمنو کورنیو سره د نغدو پیسو او روغتیایي توکو مرسته وکړه.

یاده مرسته د زابل ولایت په شهرصفا او شاه جوی ولسوالیو کې د طالبانو د سرپرست حکومت د زابل د کډوالو چارو آمريت په همکارۍ د ولایت مقام داستازي، د کډوالو چارو آمريت آمر مولوي حمدالله صمیم، د اړونده موسسې د استازو او د ولسوالۍ دنماینده په شتون کې هرې اړمنې کورنۍ ته ٢٠٠٠٠ شل زره افغانۍ او یو دانه صحي کیټ چې مختلف توکي پکې موجود و ورکړل شول.

د زابل ځایي چارواکي وایي، چې اړمنې کورنۍ څه موده وړاندې د یوې سروې په ترڅ کې په نښه شوې وې.

دا په داسې حال کې ده چې واک ته د طالبانو د سرپرست حکومت تر رسېدو وروسته په هېواد کې د فقر او بې کارۍ کچه تر پخوا څو چنده لوړه شوې ده.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button